د کابل ښوونيزې ادارې او د پښتوژبيو ستونزې


درنو لوستونکو! د کابل په ښوونځيو او پوهنتونو کې د ځينو ستونزو له امله، چې پښتوژبي زده کوونکي ورسره مخ دي او د دې له مخې يې زده کړې نيمګړې او يا هغومره وړتيا، چې دوی يې لري، نه شي ښوولای. هغه د دوی په درسي کتابونو، ښوونکو….موجودې دي، چې ما د ځينو پلټنو په اساس دا ستونزې درک کړې او د ځينو ليکوالانو ليکنې مې د سند په توګه راوړې، چې له دې ستونزو څخه هغوی هم يادونه کړې.
 (ګوربت وال احمدي، ۲۰۰۵) له پښتو ژبې سره د لنډمهالې او منځمهالې ادارې د چارواكو چلند په اړه
 وايي: سره له دې چې پښتو ژبه په مسلسل ډول د اساسي قانون پر بنسټ د هېواد ملي او لومړۍ درجه رسمي ژبه ګڼل شوې خو دفتري امورو ته د ننه كولو لپاره يې د دې هېواد پخوانيو حكومتي چارواكو هم د پام وړ چارې او عملي ګامونه سر ته نه دي رسولي، بلكي يوازې په لږه پيمانه پرمختګ يې د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه او ارواښاد شهيد محمد داود خان د حكمرانۍ په دورو كې په نصيب شوى دى.
په عمومي توګه پښتانه چارواكي يوازي په دې بريالي شوي چې په ملي سطحه د ځينو اړوندو حكومتي ادارو سرلوحې او د كابل د ښار د واټونو نومونه او داسې نور لومړني كارونه په پښتو ژبه سر ته ورسوي خو په حكومتي ادارو او دفترونو كې بيا پښتو نه ده کارول شوې.
د لنډ مهالې او منځمهالې ادارې په ټوله دوره كې له پښتو ژبې سره داسې چلند شوى چې حتى د يوې بهرنۍ ژبې په څير هم نه دي ورته كتل شوي.
 (ګوربت وال احمدي، ۲۰۰۵) په بل ځاي کې د ښوونې او روزنې په ډګر كې هم دغه څپه په خپل شدت سره روانه بولي. او د كابل ښار په تقريبا څلور ميلوني نفوس كې چې زياتره برخه يې پښتانه دي يوازې تش په نوم دوې نيمه فعالې ليسې شته،چې تدريس يې په پښتو دى، نور نو ټوله زده كړه په دري ژبه ترسره كيږي او د پښتنو اولادونه مجبوريږي چې له خپلې ژبې او كلتور څخه بې خبره په خپل كور كې د ناولي استعمار په سيوري كې شپې او ورځې تيرې كړي .
د كابل په پوهنتون كې چې زياتره محصلين او ښوونكي يې پښتانه دي تدريس سل په سلو كې په دري ژبه تر سره كيږي.

ليکوونکی : ايمل ساپی