افغان ميوې او له کاونډيانو سره ترانزيتي ستونزې
د افغانستان سوداګرۍ خونه وايي پاکستان د پخوا په پرتله د افغانستان پر تازه میوو لګول شوې مالیه ان تر درې نیم برابره پورته کړې، چې له کبله یې افغان بڼوالو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
خو د پاکستان د خیبر پښتونخوا ايالت د سوداګرۍ خونې یو چارواکي ویلي دا چې افغانستان منځنۍ اسیا ته د پاکستان د سوداګرۍ په مخکې خنډونه جوړ کړي، نو په ځواب کې يې پاکستان هم پریکړه کړې چې د افغان سوداګرو له یوې کیلو تازه میوې به ۴۰ کلدارې مالیه اخلي.
مصطفی سالک په خپل راپور کې کاږي دا چې په افغانستان کې سړې خونې نشته، نو میوه له شکولو وروسته بايد وخوړل شي او یا ژر تر ژره د سوداګرۍ په موخه په خوندي ډول نورو هیوادونو او سیمو ته واستول شي.
د اړوندو بنسټونو د اټکلونو له مخه سږکال پریمانه میوې شوي چې کچه یې د څو تیرو کلونو په پرتله لوړه ده.
بڼوال وايي ځکه یې په بڼونو کې پخې میوې راځونډې دي چې اخستونکي سوداګر نشته.
په غزني کې یو بڼوال وايي: ”والله پلور نشته من، من یې بازار کې پلورو، سوداګر نه راځي وايي پاکستان مالیه لوړه کړې، تیر کال مڼې ښې وپلورل شوی، خو سږکال کوټه کوټه پرتې دي.”
میوه صادروي
دا یوه بیلګه وه، ګڼو نورو بڼوالو خپلې میوې ټولې کړي او د هیواد ښارونو ته یې د پلور په موخه استولي دي.
کابل کې د ميوو پلورونکي وايي، د تیرو کلونو په پرتله تازه میوه ارزانه پلوري، خو په وینا یې سږکال که میوه ارزانه ده تر څنګ يې د خلکو د اخستو توان کمزوری دی.
کریم الله د کابل د ګلدرې ولسوالۍ اوسیدونکی دی او د میوې په یوه بازار کې انګور او مڼې پلوري.
دی وايي: ”سږکال بازارونه ښه نه دي تیر کال مو یو پاکټ مڼې ان په ۵۰۰ افغانیو پلورلې ه سږکال یې څوک په ۲۰۰ هم نه اخلي. همدا راز تیر کال یو کارتن حسیني انګور په ۵۰۰ افغانیو پلورل کیدل سږنۍ بیه یې ۲۰۰ افغانۍ ده، بله خبره دا ده چې خلک د کمزوري اقتصاد له امله ميوه نه اخلي.”
دغو ستونزو ته په کتو د افغانستان سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي سږ کال د ميوو حاصلات ښه و، خو بازار يې نه درلود:
ښاغلي الکوزي پاکستان تورن کړ چې ګواکې له یوې خوا یې ترانزیتي ستونزې ولاړې کړي چې د افغانستان تازه میوه د هغه هیواد د واګې بندر له لارې هند ته و نه لیږدول شي او له بلې خوا پاکستان پر افغان میوو خپله مالیه نژدې درې نیم برابره پورته کړې ده.
”پاکستان په ترانزیت کې ستونزه جوړوي چې خپل د واګې له بنده هند ته میوه و نه لیږو.،په پاکستان کې یو کیلو انګور په یو ډالر پلورو، خو که هند ته یې ورسوو یو کیلو په څلور ډالره پلورل کېږي. پاکستان له یو ټن میوې ۲۰۰۰ یا ۲۵۰۰ کلدارې محصول اخيست چې په یو ځل یې ۷۰۰۰ ته ورساوه.”
خو د پاکستان د خیبر پښتونخوا ايالت د سوداګرۍ خونې یو چارواکي وویل چې ګواکې افغانستان د پاکستان د منځنۍ اسيا د سوداګرۍ په مخ کې خنډونه جوړل، نو په ځواب کې یې پاکستان هم ورته کړنه تر سره کړه او د افغانستان د تازه میوې پر یوه کیلو یې ۴۰ کلدارې مالیه وټاکله:
”موږ چې منځنۍ اسیا ته سوداګري کوو، د افغانستان له خوا راته ستونزې دي،۱۰۰ ډالره یې راباندې د کمپیوټري تلې راوستل ۱۰۰ یې نور د لارۍ پر سر وټاکل، جواز هم په ګرانه راکوي، یو افغان هم باید له ځان سره شریک کړو. کله چې افغانستان دا ګام پورته کړ نو له دې اړخه د پاکستان حکومت د افغان سوداګرو د میوې پر هر کیلو ۴۰ کلدارې محصول وټاکه.”
خود افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي که پاکستان افغان سوداګرو ته ستونزې جوړې کړي، خو د ایران له لارې هالنډ، جرمني، فرانسې، ایټالیې، یو شمیر نورو اروپايي هیوادونو اوهمدا راز متحد عرب اماراتو، سعودي قطراو نورو هېوادو ته د تازه میوو استول روان دي.
دی وايي بل پلو دننه په افغانستان کې د جوسو تر لسو ډیرې کارخانې جوړې شوي، چې د افغان بڼوالو یوه ډیره اندازه میوه پیري.
درولې وې
افغانستان هر کال د شاوخوا ۲۰۰ میلونو ډالرو په ارزښت میوه صادروي.
د دغه هیواد سوداګرۍ خونه وايي پاکستان په ټوله کې هر کال نژدې درې میلیارده ډالر د افغان ترانزیت له لارې تر لاسه کول، خو په وینا یې اوس دا پیسې د یران، ترکمنستان او تاجکستان جیبونو ته روانې دي.
د خیبر پښتونخوا سوداګرۍ خونه هم مني چې په تیرو شپږو میاشتو کې پاک- افغان سوداګري ۴۰ سلنه ښکته شوې ده.
پاکستان تیره اوونۍ په تورخم کې د افغان سوداګرو د تازه ميوو ۳۰۰ لارۍ د یوې اوونۍ لپاره درولې وې.
د دواړو غاړو سوداګر وايي که کابل او اسلام اباد د سوداګرو ترانزیتي ستونزې هوارې نه کړي د کلونو کلونو اوږده سوداګري به نژدې ختمه شي.
ليکوونکی: ايمل ساپی