د افغاني  کډوالو اړوند لارښوني


د اروپایي ټولني او ترکیې تر مینځ یو تړون د لاسلیک کيدو په حال کي دی چي د هغه پر بنسټ به هغه ټول غیر قانوني مهاجرین چي د ترکیې له لاري المان  یا نورو اروپایي هیوادونو ته ځانونه رسوي ، بیرته ترکیې ته ولیږدول شي . په بدل کي د اروپا ټولنه د ترکانو پر وړاندي د ویزې مجبوریت له منځه وړي او ترکان به ټول وکولای شي بیله ویزې اروپایي هیوادونو ته سفر وکړي .

دا تړون به د راتلونکي دوشنبې په ورځ د اروپایي ټولني او ترکیې تر منځ لاسلیک شي . ددي تړون مانا داده چي ټول هغه مهاجرین چي په بې قانونه توګه له ترکیې نه د ترانزیت په ټوګه استفاده کوي او له دې لاري اروپایي هیوادونو ته ځانونه رسوي ، بیرته ترکیې ته شړل کیږي . ترکیه له کلونو راپه دې خوا له اروپایي هیوادونو سره د ویزې د لیري کولو په هکله په خبرو بوخت ده . اوس دواړو خواوو پر یو داسي تړون موافقې ته رسيدلي چي هم د اروپایي ټولني او هم د ترکیې په ګټه دی ، خو د هغو مهاجرینو چي له دې لاري یې المان یا نورو اروپایي هیوادونو ته پناه وړل ، سخت په تاوان دی . ترکیه له کلونو راپدېخوا پر اروپایي ټولنه نیوکي کوي چي د یوه اروپایي ټولني غړي په ټوګه یي اوسيدونکي اروپایي هیوادونو ته د سفر لپاره وېزي ته اړ تیا لري .

ددې تړون د عملې کيدو لپاره درې کاله مهلت ټاکل شوی دی . د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چي دا تړون به په یوه وخت کي له دواړو خواوو له پلوه عملي شي . په ترکیه کي د اروپایي چارو وزیر په یو تلویزیوني مرکه کي ویلی چي دی هیله لري دا تړون د دریو کلونو په موده کي عملي شي . هغه زیاته کړې چي که تړون په یوه مناسبه موده کي تر عمل لاندي ونه نیول شي ، نو لغوه به شي . د ترکیې حکومتي مقاماتو ویلي چي تر کومه وخته  دا تړون عملي شوی نه وي ، ترکیه به له اروپایي هیوادونو نه پیسې په لاس راوړي تر څو وکولای شي د هیواد سرحدونه کلک کړي او د مختلفو ژبو پوهاوي لپاره مرکزونه جوړ کړي . ترکیه په نظر کي لري چي ټول هغه غیر قانوني کډوال چي له اروپایي هیوادونو نه بیرته ترکیې ته شړل کیږي ،  د ترکیې له خوا بیرته خپلو هیوادونوته ولیږدول شي .

ترکیې ته له ډیرو هیوادونو نه مهاجرین ورځي . د ترکیې د احصائیې له مخي څو کاله مخکي له کاله څه د پاسه ۹۰۰۰۰ مهاجر ورتله ، خو پدې وروستیو کلونو کي د دې مهاجرینو شمیر تر ۵۰ سلني زیات راکم شوی دی . ترکان په دې نظر دي چي دا تړون به د مهاجرینو له پلوه د ترکیې ستونزي زیاتي کړي ، خو هیواد وال به یې اروپایي ټولني ته د وېزې اخیستلو نه معاف شي . ترکان دا لویه لاسته راوړنه بولي .

د بخښني نړیوال سازمان » امنستي انترنیشل« بیا د دې مهاجرینو په اړه زیاته اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چي که دوی له اروپایي تولني له خوا بیرته ترکیې ته وشړل شي نو هغوی به چیرته ځي او چیرته به د پناه وړاندیزونه ورکوي ؟

داسي ویل کیږي چي اروپایي ټولني ته د ترکیې له لاری زیات مهاجرین د افغانستان او سوریې نه ورځي . د بخښني نړیوال سازمان ویلي چي که افغانان بیرته خپل هیواد ته واستول شي نو له زیاتو ستونزو سره به مخ شي . داسی هم پېښه شوې چي افغاني مهاجرینو په ترکیه کي د پناه وړاندیزونه ور کړي ، خو ددې د مخه چي پر وړاندیزونو یې غور وشي ، بیرته افغانستان ته استول شوي دی .

زیاته موده نه کیږي چي یو افغان له افغانستان نه دقاچاق وړونکي په مرسته د زیاتو پیسو په مقابل کي لندن ته واستول شو. هلته د هغه پر وړاندیز غور ونه شو او وروسته تر ۳۰ ورځو بیرته کابل ته ډیپورټ شو . دا افغان بیا یوه اونۍ وروسته د بل قاچاقبر په وسیله غوښته د ترکیې له لاري المان ته ځان ورسوي ، خو دهغه له بدي طالع په ترکیه کي د ترکيې د پولیسو له خوا بیرته کابل ته ډیپورټ او وروسته تر دریو ورځو په کابل کي ووژل شو . دبخښني نړیوال سازمان ددې افغان برخلیک د ترکیې حکومت ته ورګوته کولو سره ددې تړون په هکله خپل اندیښنه څرګنده کړې .

پای

topelementد کډوالو د ډيپورټ په اړه د اروپايې ټولنې د کورنيو چارو د وزيرانو لايحه

په اروپا کې د کډوالۍ بحران د دې لامل شوی چې په اروپايې هيوادنو کې د مهاجرت ضد خوځښتونه او ګوندونه ورځ تر بلې پياوړي شي او د دې ترڅنګ اروپايې هيوادونه د مالي ستونزو سره مخ کړي. دغه خوځښتونه او ګوندونه پر خپلو حکومتونو فشار راوړي تر څو اروپايې هيوادونه د مهاجرت له بحران څخه خلاص کاندي.
دغه فشارونه وروسته له هغې زيات شو چې ځينو رسنیو د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې د سمندر له لارې اروپا ته د څه باندې (۶۰۰۰۰۰) زره کډوالو د راتګ خبر نشر کړ.
د اروپايې ټولنې غړي هيوادونه د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۵/۱۰/۱۵) په لوګزامبورګ کې د کډوالۍ د بحران په اړه ناسته وکړه، په دې ناسته کې تصميم ونيول شو هغه کډوال چې د پناه غوښتنی درخواست يې د اروپايې ټولنې په غړو هيوادونو کې له منفي ځواب سره مخ شوي، بیرته خپلو هيوادونو ته ولیږدول شي.
د اروپايې ټولنې د (۲۸) غړو هيوادونو د کورنيو چارو وزيرانو پدغه برخه کې يوه طرحه ترتیب کړه چې دهغې له مخې ټول هغه کډوال چې په اروپايې هيوادونو کې د پناه غوښتنې درخواست ورکړی وي او د دوی پناه غوښتنه د مربوطه هيواد لخوا رد شوی وی، خپلو هيوادونو ته وليږدوي.
اوسمهال اروپايې ټولنه تصميم لري چې د سرحداتو د کنټرول او شديدو کړنلاو په وضعې سره اروپا ته د نورو کډوالو د راتګ مخه ونیسي.
له دې سره جوخت د اروپايې ټولنې د کورنيو چارو وزيرانو په ناسته کې د لوګزامبورګ د کورنيو چارو وزير وویلي:
موږ بايد هغه کډوالو ته پناه ورکړو چې نړيوال ملاتړ ته اړ وي، پدې معنی چې د اقتصادي مشکلاتو پر اساس اروپا ته نه وي راغلی.
په ورته وخت کې د اروپايې ټولنې د بهرنیو چارو مشره، فدريکا موګرينې د بالکان هيوادونو او د سوریي د ګاونډيو هيوادونو (ترکيه، لبنان او جوردان) د کورنيو چارو وزيرانو سره جلا ناسته وکړه.
آغلی موګرينې پدې ناسته کې وويلې:
(( زموږ او ستاسې ستونزه يوه ده او باید يوه ګډه حللاره ورته پيدا کړو.))
موګرينې د اروپايې ټولنې غړو هيوادونو ته وويل چې د سوري کډوالو د راتګ د مخنيوي تر ټولو ښه لارې د سوري کډوالو کوربه هيوادونو (ترکيه، لبنان او جوردان) سره مالي مرسته وکړو او د مذاکراتو له لارې د سوريې جګړې ته د پاي ټکې کيږدو..
موګرينې وويلې که روپايې ټولنه د کډوالو د راتګ مخنیوی و نه کړي، نو د اروپايې ټولنې د غړو هيوادونو اوسيدونکو لپاره به په غړو هيوادونو کې تګ راتګ ستونزمن شي او د شنګن ویزه به خپل اعتبار د لاسه ورکړي.
د دې لپاره چې اروپايې ټولنه د اروپا ته د کډوالو او پناه غوښتونکو له راتګ څخه مخنيوي وکړي دوه کارونه تر نظر لاندې لري:
– د يونان او ايټاليا په سرحداتو کې د نوی پوځيانو ځای پر ځای کول
– په يونان او ايټاليا کې د نویو نماینده ګيو تاسيس. دغه نماينده ګي به اروپا ته راغلي کډوال په دوه برخو وويشي. هغه کډوال چې په واقعي توګه نړیوال ملاتړ ته اړتيا لري هغوی به نورو هيوادونو ته ليږدوي او هغه کډوال چې نړيوال ملاتړ ته اړتيا و نه لري بيرته خپلو هيوادونو ته وليږدوي.

 

د انساني قاچاقبرانو په وړاندې د بريتانيې او فرانسې ګډه مبارزه

د فرانسې حکومت د دغه هيواد رسنيو ته ويلې چې د راتلونکي پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۵/۰۸/۲۷) به د بريتانيې حکومت سره د ناقانونه کډوالۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې يو تړون لاسليک کړې.
د ټليګراف د خبرې ويبپاڼې د راپور پر اساس اټکل شوی ده چې د بريتانیې او فرانسې چارواکي د کالايس د کډوالۍ د بحران په اړه يو ځلې بيا خبرې اترې وکړي تر څو په سيمه کې امنيت خوندي کړي او ناقانونه کډوال بيرته خپلو هيوادونو ته وليږدوي.
د بریتانيي د کورنيو چارو وزيره تيريسا می (Theresa May) به د خپلې فرانسوي سيال د ليدلو په موخه کالايس ته سفر کوي، ويل شوی ده چې تيريسا می به د فرانسې د کورنيو چارو وزير سربيره د فرانسې هيواد له نورو وزيرانو سره هم وګوري.
د بريتانيې د کورنيو چارو وزارت په دې برخه کې د نورو جزئياتو له ورکړې څخه ډ ډه کړی او ويلې چې نور جزئيات به د فرانسوي چارواکو سره له کتنې وروسته خپره کړي.
په ورته وخت کې د فرانسې د کورنيو چارو د وزير وياند د ټيليګراف ويبپاڼې خبريال ته ويلې چې دغه تړون د هغه (۵۰۰۰) کډوالو په اړه لاسليک کيږي چې د کالايس په ځنګل کې په دې نيت شپې او ورځې سبا کوي تر څو په ناقانونه توګه انګلستان ته ولاړ شي.
نوموړی زياته کړه:
(( که څه هم په کالايس کې د ميشتو ناقانونه کډوالو په برخه کې د بريتانيي او فرانسې هيوادونو ترمنځ تر دې وړاندې نور تړونونه هم شوي چې د هغې له مخې د بريتانيې حکومت په ميليونونو پونډ د امنيتي ديوالونو، محافظتي حوزو او نورو امنيتي تدابيرو په برخه کې مصرفې کړي.
خو، ترسره شوي کړنې د دغه پديدې په وړاندې د مبارزې لپاره کافي نه ده، د ناقانونه کډوالۍ په وړاندې مبارزه زموږ (بريتانيا او فرانسې) نورو ګډو هڅو ته اړتيا لري او همدا لامل ده چې د فرانسې د کورنيو چارو وزير برنارد کازينيو (Bernard Cazeneuve) د راتلونکي پنجشنبې په ورځ د خپلې انګليسي سيالې تيريسا می (Theresa May) سره ګوري.
د دواړه هيوادونو د کورنيو چارو وزيران به په کالايس کې د يورو تونل ته څیرمه وګوري او په ګډه سره به يو تړون لاسليک کړي چې د هغې له مخې به دواړه هيوادونو په سيمه کې کلک امنيتي تدابير ونيسې، د ناقانونه کډوالۍ او د قاچاقبرانو د شبکو د له منځه وړلو په برخه کې به ګډه جګړه کوي او د دې تر څنګ په سيمه کې به د زيانمن کډوالو سره مرسته هم وکړي

 

په اتريش کي د کډوالو اړونډ مرستندويه او خريه موسسي.

 Anhang39-650x435

کاريتاس: ( Caritas) Caritas Österreich

Albrechtskreithgasse 19-21

A-1160 Wien

T+43-1-48831-0

office(at)caritas-austria.

 

 

سره صليب: ( Rote Kreuz) Wiener Rotes Kreuz- Rettungs-, Krankentransport-, Pflege-
und Betreuungsgesellschaft m.b.H.
Geschäftsführer Mag. Alexander Lang MBA

Nottendorfer Gasse 21, 1030 Wien
Tel.: +43 (1) 79580-580  Fax: +43 (1) 79580-9144

 

 

 عيسوي کليساوی: Diakonie Flüchtlingsdienst gem. GmbH

 Steinergasse 3/12, 1170 Wien
 +43 (0)1 402 67 54
+43 (0)1 402 67 54-16 

 fluechtlingsdienst@diakonie.at

 

 

بشري حقوقوموسسه: (Menschenrechte) Anschrift: Alser Straße 20/21+22, A-1090 Wien     Tel: +43 (1) 40 90 480    Fax: +43 (1) 40 90 480 -2      

 

 د اتريش ( د پوليسو څانګي) ( Polizei)  133
    

ليکوونکی : ايمل ساپی