د پاڅون د نړيوالي ويبپاڼی تګلاره :
د پاڅون نړيواله ويبپاڼه يو ناپيلی او خپلواکه ويبپاڼه ده . چې هيڅ ډول سياسی ، ټولنيز او مذهبی ډلو ټپلو پوری اړه نه لرې او نه ورسره کومی اړيکی تينګوې.
د اسلام سپيڅلي دين د پاڅون يوازينی ارمان دی . چي د دغې روحي په لړکې به پاڅون خپل اسلاميت او افغانيت ته دوام ورکړي .
دغه ويبپاڼه په خپل هاند او څاند کي د افغانستان د ځمکنی بشپړتيا ، ملي خپلواکی ساتندوی ده او په دغه لارکې ټولی ستونزی په ځان مني اما له دغي موخي څخه اوړيدی نشي. له بلی خوا دغه ځلانده ويبپاڼه تل هڅي کوې چی د هيواد د ملي يوالي په لاره کي ټينګ او متين ګامونه اوچت کړي . د ټولو قومونو د درناوی په لړکې د هغوي دکولتوري او اکاډميکی ودی په لارکي خپل هاندو څاند ته دوام ورکوي .
د پاڅون اصلي موخه په هيواد کي د ملي هويت ته د رسيدو په لار کې هغه بيدريغه کړنلار به وي ، چي هيڅ راز ناوړه ځواکونه به د هغي د دغي هڅو او سپیڅلو ارمانونو خنډ ونشي ګرځيدلی .
پاڅون وياړي چي خپل ټول د هيواد د ملي او دموکراتيکو روڼ اندو مخه ځان ته راوبلی او د ټولو افغانانو د سپيڅلو ارمانونو د لاری مشعل وګرځي .
له ټولو پوهانو، اکاډ ميکو او زړه ته رانږدی روحانيونو څخه پاڅون هيله لري په دغه لار او ارمان کي له خپلي ويبپاڼی سره خپلي علمي مرستو ته دوام ورکړی .
دا زمونږه ارمان او زمونږ موخه ده . تاسو ټولو ته دی مبارکه وي .
د پاڅون د نړيوالي ويبپاڼی بنسټيزه موخه :
۱څنګه چی پورته وويل شول د پاڅون خپرونه نا پيلی ، خپلواکه او آزاده ويبپاڼه ده .
۲ د پاڅون د ويبپاڼی اصلي موخه د اسلام د سپيڅلي دين د احکامو په رڼاکي د هيواد د ملي ګټو او د بشپړی خپلواکی څخه د ملاتړ بنسټ دی او په دی لاره کې خپلو نه ستومانه کوونکو هلو ځلو ته به دوام ورکړي .
۳ پاڅون خپل ملي هويت د څرګندولو او پيژندلو په لارکې روښانه مشعل دی او په دی لارکې له هيچا څخه ويره او بيځايه هيله هم نه لري .
۴ پاڅون له هر ډول نژادی ، قومی ، مذهبی ، ژبنی ، سمتی او نورو تعصباتو مخالف او په کلکه د هغوي پرضد خپلي مبارزی ته دوام ورکوي .
ه د پاځون شعار تل افغانيت ، اسلاميت او انسانيت دی په دغه معيار سره خپلو کړو وړوته په امانه دوام ورکوي .
۶ پاڅون خپلي کولتوري او ټولنيزو موخو ته په بيساري توګه دوام ورکوي. په دغه لارکې د هر افغان ملي احساساتو او هيواد سره د مينی احساساتو درناوی کوي .
۷ پاڅون د هر افغان ليکونو او نظرياتو په نشرکي مرسته او د هغوي ملاتړ کوي . اما دغه ليکني بايد د افغانستان د ملیي ګټو، خپلواکی او ملي يوالي ضد روحيه ونلري.
۸ پاڅون د هری ليکني او مفکوری د خپرولو دنده په غاړه اخلي اما د ليکونو مسؤوليت د ليکوال په غاړه دی .
۹ د پاڅون ويبپا ڼه د ننه د اطريش په هيواد کي خپريږي نوځکه د اطريش د هيواد ټولو قوانينوته په مراعات سره درناوی کوي .
۱۰ پاڅون هغوليکونو ته چي د ملي روحي سره سمون ونلري او يا د اطريش د قوانينو پر ضد عمل وي د خپريدو اجازه نه ورکوي .
۱۱ پاڅون خپلو ټولو هيوادوالو يعنی پښتون ، تاجيک ، هزاره ، ازبک ، ترکمن ، بلوڅ اونوروته د ورور په سترګه ګورې او د هغوي درناوی کوي .
۱۲ د پاڅون د ويبپاڼی غيږ د ټولو افغانانو په وړاندی خلاصه ده او په ورين تندي د هغوي درناوی او ملاتړ کوي
۱۳ پاڅون ويبپاڼه هرراز ملي ، سياسي ، ادبي او مذهبي خپرونو ته لار ورکوي او خپروي يې .
۱۴ د پاڅون د ويبپاڼی يو ارمان د لروبر د پښتنو يوالي او په دی لارکې هيڅکله د ديورند مړه او منحوسه کرښه چي پښتون قام ئې له ملا غوڅ ما ت کړی دی نه يوازی په رسميت نه پيژني بلکی هيڅکله ئې نه مني !
۱۵ د پاڅون نړيواله ويبپاڼه په خپل هاند او څاند سره د پښتو ژبي د پراختيا کيدود عمل په لارکي به خپل ټولي هلي ځلي په کار واچوي. او پدی لارکي به تروسه پورته زيار وباسي، چي ترڅو پښتو ژبه د نورو نړيوالو سيالو ژبو ترڅنګ نه وي دريدلي !
د پاڅون د ويبپاڼی د اداری لخوا .