«خپل تقصیر»


د خوشحال خټک په څیر لیونی نه یم
چی تقصیر د خپلو ماتو پر مغل ږدی
د پښتون ورمیږ په خپله توره غوڅ دی
بیهوده د خون تورونه په بل بل ږدی
د لودی تاج پښتنو په بابر کیښود
په غلطه پر هغه تور د رغل ږدی
د تره کی او امین کانه در ياد کړه
که هر څو پښتانه ګرمه په کارمل ږدی
نجیب چا پانسی ته جګ کړ بی پښتونه
خو تقصیر په بی تقصیرو لکه تل ږدی
د بابړی پټنګان چا شهیدان کړل
په قیوم باندی که هر څه نوم بدل ږدی
صمد خان بابا د چا په لمسون ومړ
چی ملایی تقصیرونه په اجل ږدی
په پښتون کی توره شته خو پوهه نشته
چی د عقل د آیاتو په سر پل ږدی
انسان کیښوده ماڼی د لمر په وړانګو
لا ږموږ شپانه کیږدی په پیڅول ږدی
مغنی پر رباب وغځوه ګوتی
چی ساقی د لمر جامونه یو په بل ږدی
ګوره بیا څوک د وصال تخت ته رسیږی
د تاریخ ناوی ګلونه په اوربل ږدی
راځه دا ساغر په دغه تمه جګ کړو
چی آسمان پیاله د عدل په تکل ږدی
د جومات دیره می خوشی کړه ملا ته
لیونی د خرابات می پل په پل ږدی
د لایق مینه به ولی داستان نه شی
چی سجده د غرڅنیو په درشل ږدی

سليمان لايق