د وطن غږ   


            

بلبلان  د وطن  ژاړی  څه شول  زمونږ د بڼ ګلونه

هغه  ښکلی ښکلی  خلک وه  د دی  خاوری  ميړونه

تيری  ژر د ژوند  خوږی  شوی څه يادونه  به سپړمه

داچی  پاتی  اوس می  پلوري  جيګو غرونه  نښترونه

چا  کړی  لوټ  زيرمی  کانونه  چا په  ويريم  کينولی

توغوي  په خوار ولس می  په  خواږه  خوب راکيټونه

 د سکندره   تردی  د مه  زه  هرچا  سوری سوری کړم

هره   وليشت   کي می  پراته  دی  د پلرونو  تاريخونه

 تش   د سولی   په  نامه  راغلي   تور او سپين  ملکونه

هريو  ځان  سره   راوړی  جهاز ، توپونه   او  تانکونه

جنګيالی  غازيانو  مات کړل  د انګريز ټينګ  مورچلونه

 پښتنی پيغلی چی  جيګ   کړل  په  ميوند  سره   بيرغونه

جوړ وطن  يي وران  ويجاړکړ  ورکړي نوم د پاک جهاد

کړه يې خاورو  سره  خاوري  خپل  کورونه  او محلونه

رحم  چا  پر  مونږ   ونکړ  ژاړم   خپل  بد   نصيبی   ته

  ايمل وايي د نن جنګ پرپښتنو دی وژني زموږ د سرسرونه

 

( ايمل ساپی ) ويانا ( ۰۳/جون/۲۰۱۲)