افغانستان کي نجونې له خپلو روا حقونو محرومې دي


sdfsdfsfs

په افغاني ټولنه کې تر ډېره د ماشومو نجونو حقونه په بیلا بیلو ډولونو تر پښو لاندي شوي.

نن د اکتوبر۱۱مه د ماشومو نجونو نړیواله ورځ ده. په افغاني ټولنه کې تر ډېره د ماشومو نجونو حقونه په بیلا بیلو ډولونو تر پښو لاندي شوي. ځینې افغان کورنۍ د نجونو په درلودلو شرمیږي او له همدې کبله هغه مېندې چې بیا بیا نجونې زېږوي له تا وتریخوالي سره مخامخ وي.

ځینې افغان کورنۍ د زوی یا زامنودرلودل د عزت او وقار نښه او لورد شرم وړ ګڼي. کله نا کله خو یو شمېر کورنۍ د خپلو باورونو له مخې د دې لپاره چې په کور کې یې د نجونو شمېر ډېر نه شي، پرخپلو نویو زېږېدلو لوڼو د بس بي بي ، بسو ګلې، خاتمې او داسي نور نومان ږدي، خو د زامنو د بیا بیا زېږېدو لپاره پرخپلو زامنو د بازمحمد په څېرنوم ږدي.

په دغسې کورنیو کې که چېرې یوه ښځه څو لوڼې ولري او نوی زیږیدلی ماشوم یې بیا هم نجلۍ وي د مېړه، خواښي یا د خسر ګني د نورو غړو له خوا ځورول کیږي، آن تر دې چې نارینه دوهم او دریم واده کوي.

دغه ډول کورنۍ په افغانستان کې لږ نه دي. په پلازمېنه کابل کې هم ترسترګو کیږي.

په کابل کې د رابعه بلخي زېږنتون ته ورغلم. دلته هره ورځ لسګونه ماشومان زیږي. هغه مېندې چې دلته بستر وي، نه غواړي د خپل ژوند شخصي تجربې را سره شریکي کړي، ښایي یوه وجه یې له خپلو کورنیو څخه ډار وي .

خو د خبرو په ترڅ کې یوې ښځې چې له خپلې نږور سره روغتون ته راغلې وه د یوې بلې مېرمنې د وضعیت کېسه وکړه چې لور یې زیږولې وه او پلار یې خپله مړه لور له خاورو خځلو سره ډېران ته وغورځوله.

sdfsdfsfs2

یو شمېر افغان کورنۍ د زوی یا زامنودرلودل د عزت او وقار نښه او لور د شرم وړ ګڼي.

دغه ښځه وايي، چې ماشومه یې ورکړه، چې ویې مینځي اوخښه یې کړي، خو هغه ماشومه واخیسته او له کثافاتو سره یې ډېران ته وغورځوله. دا وايي، چې ما پرې غږ کړ چې ماشومه له تا نه د پلار نوم غواړي نوم ورکړه او خښه یې کړه، خوهغه راته یوه شېبه وکتل او په خپله مخه لاړ.

د دغه روغتون ډاکټران هم وایي، چې اکثر مهال له داسې پېښو سره مخامخ شوي، چې مېرمنې د نجلۍ د زیږون له کبله ډیرې خواشینې شوې وي او یا ترفشار لاندي راغلي. د روغتون یوه ډاکټره د دغسې یوې میرمنې کېسې خواشینې کړې چې غوښتل یې یو مړ ماشوم له ځانه سره کور ته یوسي، خونه ژوندۍ نجلۍ، ځکه د هغې په خبره مېړه یې له هغو سره بد چلند کوي او سمه ډوډۍ نه ورکوي.

د دغسې مېندو خفګان دومره ډېر وي چې ان ډاکټران په لومړیو شېبو کې هغو ته د روحي ارامتیا درمل ورکوي اود ماشوم د جنسیت په اړه نه ورته وايي.

“د نجونو د زېږون له کبله خفګان او تاوتریخوالي له اسلامي اعتقاداتو سره په ټکرکي دی”

مولوي عبدالباري حمیدي

دلته دا پوښتنه رامنځ ته کیږي چې هغه مېندي چې بیا بیا نجونې زېږوي او زوی نه لري، آیا ستونزه ددوی ده ؟

د رابعه بلخي روغتون د نسایي او ولادي څانګې متخصصه محسنه نقیب صدیقي وایي، چې د طبي تحقیق له مخې په دې جوړښت کې اصلي رول نارینه پخپله لري.

د اسلام سپیڅلي دین هم د نجونواو هلکانو تر منځ توپیر نه دی کړی. د کابل ښار د یوه جومات امام، مولوي عبدالباري حمیدي وایې د نجونو د زېږون له کبله خفګان او تاوتریخوالي له اسلامي اعتقاداتو سره په ټکرکي دی.

د نوموړي په خبره” ما داسي اوریدلي چې له بده مرغه زموږ په ټولنه کې یو څوک خپلې امېندواري میرمنې ته ګواښ کوي چې که یې لور پیدا شوه، نو طلاق به ورکړي او یا داسي نورې ګواښنې ورته کوي، دا ټول د اسلامي اساساتو خلاف کار دی. دا د انساني مروت خلاف کار دی، الله تعالی(ج) په خپلو آیاتونو کې یوازي نارینه نه دي مخاطب کړي، هغه انسان مخاطب کړی چې باید درناوی یې وشي.”

په افغاني ټولنه کې تر ډېره نارینه برلاسي دي. دلته ښځې په ډېرو برخو کې د نارینه وو په څیر ازادي نه لري. بل خوا د نجلۍ د زېږون له کبله خفګان او ځورونې تر ډېره په هغو کورنیو کې لیدل کیږي چې نا لوستي وي او ښځې په یوه او بل نوم ځوروي.

په همدې اساس د دې ډول ستونزو هواری د پوهي د کچي په لوړولو پوري تړلی دي اودا هغه څه دي چې ښایي ستونزمن او ډېر وخت ته اړتیا ولري.

 

ليکوونکی ايمل ساپی