ملاله يوسفزۍ


Download (1)

د نړېوالې سولې جايزې ګټونکې ملاله يوسفزۍ

ملاله يوسفزۍ (ګل مکۍ) چې په خپل نوم ملالې يوسفزۍ نړۍ وپيژندله د پښتونخوا د سُهيل لوېديځې خوا سوات سيمې مينګوره ښار کې په ۱۲م د جولايي ۱۹۹۷م ز.کال زېږېدلې . ملاله يوسفزۍ يوه ۱۵ کلنه فعاله زده کوونکې وه او د سوات سيمې د ماشومو نجونو د زده کړې لپاره يې د ځايي مرستندو يو اورګانونو په مرسته خپل غږ پورته کړی و . هغه يوه د سيمې په کچه تر ټولو وړه فعاله کارکوونکې وه . د همدې کار او فعالیت له کبله د پاکستان سخت دريځه طالب اورپکو د اکټوبر په ۹مه ۲۰۱۲م زېږدي کې پرې مرګونی بريد وکړ چې په پايله کې په ټيک او غاړه وويشتل شوه او سخته ټپي شوه. دوه اوونۍ پورې د پاکستان په پوځي روغتون کې بستر وه چې هلته يې درملنه ونشوه نو وروسته يې انګلينډ ته د درملنې لپاره وليږدوله .

ملاله يوسفزۍ يوه د سوات سيمې ۱۵ کلنه زده کوونکې او د ټولنيزو کارونو سره مينه واله او دخپل د پلار ضيا الدين يوسفزي په هڅوونه د ماشومانو لپاره د فعاليت لپاره راوتلې ، د ملالې پلار چې پخپله هم يو ښوون‍کی او د ښوونځي بنسټګر دی خپله لور يې زده کړې ته هڅوولې وه او د کمپيوټر له لارې يې نړۍ ته د سوات د ماشومانو غږ وررسولی ، چې د همدې لېوالتيا له کبله يې د سوات په سختو حالاتو کې د بي بي سي اوردو څانګې سره د سيمې د ماشومانو او ښوونځيو په اړه همکاري هم کړې. د لیک او لوست سره د مينې له کبله يې د هغه ځای د ماشومانو د زده کړو د حقوقو لپاره غږ اوچت کړی و چې په پايله کې ورته د يونس‍کو لخوا ستايل شوې او وروسته د پاکستاني چارواکو لخوا هم د سولې جايزه ور‍کړل شوه . ملالې يوسفزۍ باندې د نيويارک ټايمز رسنۍ لخوا يو لاسونديز فلم هم جوړ شوی . په نومبر ۲۰۱۲ م زېږدي کې د ملګرو ملتونو د سرپازوال بان کيمون لخوا د ملالۍ په نوم د سولې نړېوالې جايزې د نوم سپارښتنه شوې او يوه ورځ هم د سولې د اتلې په توګه د هغې په نوم ونومول شوه .

د ملالې کتاب متنازعه او ممنوعه ولې؟

په پېښور پوهنتون کې د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز، باچاخان ايجوکېشن فاونډېشن او د مدني ټولنو غړو پتيلې وه چې د ملالې يوسفزۍ د کتاب “زه ملاله يم” د مخ کتنې دستوره وکړي، خو په پښتونخوا کې د تحريک انصاف او جماعتِ اسلامي ايتلافي حکومت د دې دستورې د نه کولو فرمان جاري کړ، دليل يې دا ښوولی چې دا کتاب د سيميزو مطالعاتو له درسي چوکاټه بهر دی.

ترهګري، تعليم، جنسيات او هر ډول موضوع چې په هغو سيمو کې واقعيت لري، د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز د څېړنو په اډانه کې راځي او بحث پرې کېدای شي، ورباندې د بنديز هيڅ جواز نه جوړېږي.

د ملالې کتاب يوازې په سيمه ييزو مطالعاتو کې نه بلکې د نړېوالو اړېکو، سياست پوهنې، ټولنپوهنې، بشر پوهنې او جنسياتي مطالعاتو په چوکاټونو کې هم راځي او دا ټول بحث پرې کولی شي، د دې تر څنګ دا د يو ايالتي حکومت هيڅ اختيار نه دی چې فاکولتو ته د هغوی د چوکاټونو تعين وکړي.

په حقيقت کې لامل دا نه دی بلکې لامل بل دی او ډېر څرګند دی، ملالۍ او د هغې کتاب هغه لويه دسيسه لوڅوي، غندي او په خلاف يې دلايل راوړي د کومې له مخې چې د پښتنو په خاوره کې د پښتنو لپاره د اوسېدنې او استوګنې ګنجايش راټولېږي، د ملالې کتاب ځوان کهول، نجونو او امن غوښتونکو ته خپل يو ځانګړی پېغام لري، او د دغه پيغام د شنډېدا هڅه کېږي، ملالې رښتيا ويلي چې دوی له کتابونو وېرېږي، د ملالې د کتاب خلاف په يو خاص پلان سره د پارول شوې کرکې وجه دا ده چې دا کتاب د خاورې له بطن څخه راپورته شوی آوازونه ثبتوي او هغه ټولې مبالغې، مغالطې، پروپاګنډ او تورونه ردوي چې له بهره پر پښتنو تپل شوې دي.

د دې تر څنګ د پاکستان اردو رسنيو د ملالې کتاب ته داسې عقيدوي تعبيرونه وتراشل چې نه يوازې يې کتاب د ټولنې د اکثريت په نظر کې د کرکې وړ وګرځاوه بلکې ملالې ته يې دا تاثر هم ورکړ چې که بيا خپلې پښتونخوا ته راغله نو يو ځل بيا ورپسې ټوپکسالار سړي راتلی شي او دا ځل به يې نښه هم رسا وي.

په پاکستان کې هر هغه څه متنازعه ګرځول شوي چې د خلکو له رښتيني تاريخ، مبارزو، کلتور او ژوند ژواک سره تړاؤ لري، د پښتونخوا اوسني ايالتي حکومت خو په درسي نصاب کې د عوامي نېېشنل ګوند په دور کې د باچاخان، ولي خان او غني خان په هکله شامل شوي مضامين هم متنازعه ګرځولي، موږ ته په درسي نصاب کې هغه څه ښوول کېږي چې زموږ ورسره هيڅ تعلق نه جوړېږي، د اندېش شمس القمر شعر دی:

په پاکستان کې واکدارې کړۍ، استادان او انتظاميه دا اختيار لري چې لوستونکو ته ووايي چې دا کتاب به لولئ او دا بل به نه

هغه سړي جغرافيه او تاريخ دواړه ټاپ کړل

هغه سړي د باچاخان او سردرياب څه نه وې

همداسې يوه ستونزه د مورنۍ ژبې په مورد کې هم ده، زموږ قام پرست سياست مسلسل په مورنيو ژبو د تعليم غوښتنه کوي خو ښايي د دې ادراک نه لري چې څوک يې د قامي وجود تسليمولو ته هم تيار نه دي، سيف الرحمان سليم وايي:

ژبه چې غواړې اول خوله پېدا کړه

ژبه عبث ده چې دې خوله نشته دی

د ملالې کتاب متنازعه په دې ګرځول شوی چې په دې کې د پښتنو د وجود مقدمه وړاندې شوې، د وجود مقدمه وړاندې کوونکي کتابونه په هر دور کې متنازعه ګرځول شوي، د پاکستان په عدالتونو کې به د باچاخان د ملګرو خلاف د هغوی په کورونو کې موندل شوي کتابونه د هغوی د ‘غدارۍ’ د ثبوت په توګه وړاندې کېدل، د اجمل خټک ‘د غېرت چغه’ باندې د بنديز يوازينې وجه هم دا وه چې په هغه کتاب کې د خاورې، وطن، روښان فکرۍ، طبقاتي مبارزې او قامي سوال په اړوند داسې نظمونه موجود ؤ چې خلکو ته يې د سياسي، قامي او طبقاتي مبارزې په برخه کې فکري توان او تومنه مهيا کوله، د نن ‘جرم’ امن غوښتل او د خشونت مخالفت کول دي، په دې اړوند د ملالې د کتاب خلاف تبليغ، د دستورې مخنيوی او په کتابتونونو کې د نه تر لاسه کېدلو په شا يوازې هم دا لامل موجود دی چې د دې کتاب مرکزي خيال پښتانه د يو سوکاله، تعليم يافته او پرمختللي قام په توګه ليدل او د هر ډول خشونت، جنسي امتياز او بې علميو مخالفت کول دي.

په هغه وخت کې چې سوات د دوزخ په يوې څنډې اوښتی و، هيله دا وه چې سوات نامې به ليکل کېږي خو چا هيڅ نه ويل، په هغه وخت کې ملالې په بي بي سي اردو وېبپاڼه کې د خپلو وړو وړو يادښتونو په لار د سوات احوال تېراوه، هم دا د ملالې جرم و، په هم دې جرم وويشتل شوه، د ملالې په کتاب کې چې د سوات ريښتينې کيسه په نور زيات تفصيل سره راغله نو د رياست نو غصه يې نوره وپاروله.

د ملالې کتاب متنازعه په دې ګرځول شوی چې په دې کې د پښتنو د وجود مقدمه وړاندې شوې

په پاکستان کې واکدارې کړۍ، استادان او انتظاميه دا اختيار لري چې لوستونکو ته ووايي چې دا کتاب به لولئ او دا بل به نه! د پاکستان په تعليمي ادارو کې محصلين دا اختيار نه لري چې په خپله رڼا کې تګ وکړي او په خپلو سترګو ګېرچاپېره دنيا وګوري، دا يوازې د ماشومانو لپاره نه بلکې تر لوړو زده کړو، تر دکتورا پورې اصول دي چې محصلين به هغه څه لولي، هغه څه به په امتحان کې ليکي او هغه څه به په څېړنيو مقالو کې راوړي چې رياستي ذهنيت ته منظور، له وړاندې فېصله شوي او د انتظامې د خوشنودۍ باعث وي، د پاکستان په پوهنتونو کې پر علمي مسايلو د مباحثو هيڅ رواج نه شته او هر څه د درسي نصاب د مضامينو په مرسته تر سره کېږي چې پکې هيڅ ډول علمي او نظرياتي نقد او اختلاف وجود نه لري، يوازې پر درسي نصاب اکتفاء مطلق په علمي جمود او انحطاط تمامېږي.

د پاکستان په پوهنتونونو کې چې پر سيمه ايزو چارو کومې څېړنې کېږي، د ټولو نظرياتي اډاڼې( (theoretical frameworks له رياستي ليدلورو تومنه اخلي او هغه څه ثابتوي چې رياست يې د خپلو سياستوالو او رسنيو په مرسته په خلکو کې تبليغ کوي، هم دا وجه ده چې د پښتنو په وطن کې د روانې ترهګرۍ، تشدد او بدامنۍ په هکله داسې څو څېړونکي هم دلته پېدا نه شول چې د ردِ داستان (counter narrative) په جوړښت کې مرسته وکړي، په دې څېړونو کې ځايي ليدلوري (native perspectives) داسې ممنوعه ګرځول شوی څه ډول چې د ملالې يوسفزۍ کتاب ممنوع دی

ليکوونکی : ايمل ساپی