ساپي یا صافی


سا پي يا سا پيان د پښتنو د غرغښت په ټو لنيز ګروپ کې يوه مهمه او لر غو نې قبيله ده چې وګړي يې په کو نړ، لغمان ، کا پيسا، پروان ، ننګر هار،پکتيا، خوست، بادغيس ،بلخ ، فارياب ، کندز، کابل ،دپښتو نخوا په مو مندو ايجنسۍ ، دره خيبر، دسهيلي پښتو نخوا په مر کز کو ئيټه ، پښين ،ژ وب ، سيبۍ او همداراز په اټک او دپا کستان د پنجاب ايا لت په فيصل اباد کې استو ګنه لري٠ د سا پيو قبيله دتاريخ په اوږدو او بيلابيلو پړاوونو کې په مختلفو اوبيلا بيلو نو مو نو سره ياده شوې ده ، دبيلګې په تو ګه: ساپي، صافي، سا پين، سپين، سا پيس، سا پيت، سا فيست ،سا فيت، سا پينګ، سا پيته، سا پيسته، اسا پنتيه، سپينته، سو پتا او نور٠ 
داسې روايتو نه شته چې سا پيان يوه لر غو نې اريا يې قبيله ده چې يو ناني کلا سيکو مؤ رخينو په خپلو تا ريخي کتا بو نو کې ددغې قبيلې يا دونه او ذکر کړی دی او پخپله مقدوني اسکندر دکو نړ او لغمان په ځمکو کې ددغو خلکوسره مخا مخ شوی دی او ډېرې جګړې يې هم ورسره کړي دي ٠ ددې خلکو څه برخه د مو مندو او باجوړ د سيمو په شا او خواکې هم د لوی اسکندر سره په جګړو کې ښکيل شوي دي ٠ 
لغمان او کو نړ ته د سا پيانو دراتلو په اړه داسي ويل کيږي چې دميلاد نه ٢٠٠٠کلو نه وړاندې با ختري ار يا ئيان دشمير دزيا توالي او د ځای دتنګوالي له کبله په ليږد پيل وکړ چې دپکهت دقبيلې نورښا خونه او دهغو په لړ کې سا پيان هم شا مل ول٠ کله چې سا پيان د هندو کش له درو نه د کا پيسا په حوزه کې ښکته شول او له دې ځا يه يې تقر ېبادسيندو نو طبيعي مجرا ګا نې په مخه نېولې چې دهغوی نه يې يوې ډلې دکا بل سيند په مخه نېو لې اود نجراب، تګاب، سروبي او لغمان له لارې د کو نړ دسيند حوزې ته ورسېدل٠ 
په دې کې دهيڅ شک او تر ديد ځای نشته چې سا پيانو د ميلاد نه ٢٠٠٠ کلو نه دمخه په ليږد او مها جر تو نو پيل کړی دی او اوس په کا پيسا، کو هستان، کوه ساپي،پروان، لغمان، کو نړ ، جندول، پشات، سوات او با جوړ کې ميشته دي٠ 
قبيلوي جوړښت : 
سا پيان په لو مړي سر کې په شپږومهمو ښا خو نو ويشل شوي دي چې ودير،ګوربز، کند هاري ، مسود، ښا ديخيل اوګاګي زي نو ميږي (٤)چې بيا وروسته په نورو څا نګو وېشل شوي دي چې دغه څا نګې په لاندې ډول دي : 
امري، شيخي،باړ ميزي،بيا نخيل، کټه سر، غيبي خيل، حبيب زي، کاکا زي، خا ديخيل، سليمان زي، با دين زي، ادم زي، پا ينده خيل ، نو رخيل، خيرن زي، زکوزي، مير علي خيل،الو کوزي، عطا خيل ،سين زي، بري زي،شمسو کور،مدور کور،غلجی کور ،ابه خيل، سيپان، مرزاخيل،کمال خيل، امر ويي،بدين زي،خادي خېل، رحيمداد خيل، حيدر خيل،شابول خيل ، سليمان خيل٠مولاتم کور،ملايان، کاګي،شهزاده او ټنګه ګوربز٠
د سا پيانو داستو ګنې سېمې : 
١- دکونړ په ولايت کې : 
دسا پيا نو دقبيلې زيات شمير وګړي دکو نړ په ولايت کې ا ستو ګنه لري او په نو موړي ولايت کې دسا پيانو داستو ګنې ځا يو نه په لاندې ډول دي: اسد اباد، نرنګ، بر يکوټ،سر کا ڼي، دانګام، څو کۍ ،نورګل، پيچ، چپه دره، با ډيل، دېوه ګل، دمزار دره او شو نکړۍ٠ د کو نړ په ولايت کې دسا پيا نو مجمو عي شمېر تقر يبا د١٥٠٠٠٠ تنو په شا وخواکې ښودل شوی دی٠ 
٢- دلغمان په ولايت کې : 
د لغمان په ولايت کې سا پيان په عمر زيو، شکور اباد،علي خيلو،پا چا خيلو،احمد زيو ،با ړېزيو،سالاو، ګاګړ، کو ټالۍ، دروېش اباد، دولت شاه،اتوک، چکله او دوګل کې ژوند کو ي چې په نو مو ړي ولايت کې سا پيان د٥٠٠٠٠ زرو تنو په شا او خواکې اټکل شوي دي٠ د لغمان ولايت د عمر زيو سا پيا نو مشهور ښا خو نه تور خېل، خېرن زي، زکوزي، مير علي خيل، الو کوزي او عطا خيل دي٠ 
٣- دکا پيسا په ولايت کې : 
سا پيان د کا پيسا په ولايت کې ددغه ولايت د تګاب او نجراب په ولسو اليو کې استو ګنه لري ٠ 
٤- د پر وان په ولايت کې : 
سا پيان د پروان ولايت په کوه سا پي، سيد خيلو، کو هدامن او کو هستان کې استو ګنه لري٠ د پروان ولايت سا پيا نوددې لپاره چې دوی د تا جکو ورو نوسره دډېرو کلو نو په اوږدو کې او سيدلي دي نو خپله ژ به پښتو يې له لاسه ورکړې ده٠
خو دکوه سا پي ولسوالي چې دپروان ولايت پورې يوه اړونده ولسوالي ده مرکز يې ډنډر نو ميږي او تقر يبا ټول اوسيدونکي يې پښتانه او سا پيان دي چې دوی هلته څلويښت کلي لري او د خلکو ټول شمېر يې ١٣٦٢٧ تنه ښودل شوي دي چې دمشهورو کليو نو مو نه يې دادي : 
منډیقول ، جوزک، بچه خاک٠ ډنډر، سکندره، حسن زايي،تريړي،انګوردره،ښرکي، جر غاتي، سياه سنګ، با غو مبکي، پيتاو کلی، نيلی او علي خو اجه٠ 
خلک يې زياتره دکرنې او مالدارۍ په چارو بو خت دي ،خو ٣٠ سلنه خلک يې اوس هم په پښتو نخواکې دکډوالۍ ژوند تيروي٠ همداراز ٦٠٠ کورنۍ يې دکابل په څر خي پله کې استو ګنه لري اويوشمير خلک يې په ننګر هار کې اوسيږي٠ په دغې ولسوالۍ کې د ٤٠ په شااو خو کې ښو نځي شته چې يوه يې ليسه، يوه يې ديني مدرسه او پاتې نور يې لو مړني ښوونځي دي٠ 
دکوه ساپي مر کز ډنډرته دمو ټرو درې لارې شته ٠ يوه يې له بګرامه ،بله يې له کابله او دريمه يې له سر وبي ولسوالۍ نه٠

٥– د ننګر هار په ولايت کې : 
دننګر هار ولايت دخيوې ولسو الۍ په دره نور کې هم ددوی يو کلی شته چې دبو ډيالۍ په نا مه يا ديږي٠دا هغه بوډيالۍ ده چې شا عر انوپه خپلو شعرونو او سندر غاړو په خپلو سندرو کې ترې يا دونه کړې ده او ويلي يې دي: ادکې مورې ما ڼو له ځمه**** دبو ډيالۍ تو تان ږلۍ وهلې دېنه ما ڼو له ځمه 
٦- دبلخ په ولايت کې : 
ددغه ولايت په مرکز او دبلخ او دولت اباد په ولسو اليو کې هم سليمان خيل سا پيان استو ګنه لري٠ 
٧- دفارياب په ولايت کې : 
ددغه ولايت دقيصار په ولسوالۍ کې هم سليما ن خيل سا پيان استو ګنه لري٠ 
٨- د بادغيس په ولايت کې : 
د غورماچ په ولسوالۍ کې هم سليما ن خيل سا پيان ميشته دي٠ 
٩- دپښتو نخوا په مو مندو ايجنسۍ کې : 
د پښتو نخوا دمو مندو په ايجنسۍ کې يو زيات شمير سا پيان چې دکند هاري، مسود، ګوربز او ودېر په ښا خو نو پورې اړه لري استو ګنه لري او داسې ويل کيږي چې د١٩٦١ زېږ دېز کال د سر شمير نې له مخې ددوی شمير ٥٣٠٠٠ تنه ښودل شوي دي چې ښا يې دا شمير به او س لا تر دې ډېر زيا ت وي ځکه چې ددغې سر شمير نې نه اوس پوره ٤٩ کلو نه تير شوي دي٠ 
کند هاري سا پيان دمو مندوا يجنسۍ په ويدانشا، کرېل،چينه ګۍ،کندو کو هي، امرو يي او چناري کې استو ګنه لري چې په مجمو عي تو ګه ددوی سيمه دسره کمر په نا مه سره يا ديږي٠ دسوات اخوند صاحب ملا عبدا لغفور هم کند هاری ساپی وه٠ 
ګوربز سا پيان په تره کي تنګي،لکړۍ، کمر کلا او کټه سر کې ميشته دي٠ 
مسود ساپيان په چينارۍ، زيارت، خزينه او کوږ پاڼ کې ميشته دي ٠ 
همداراز ودېر ساپيان د کونړ دسيند په جنو بي بر خه کې استو ګنه لري
بايد وويل شي چې د مومندو ايجنسۍ د ساپيانو کلتور کټ مټ مو مندو ته ورته دی٠ 
١٠- په سهيلي پښتونخوا کې : 
يو شمير سا پيان دسهيلي پښتو نخوا په سيوۍ، ژوب او کو ئيټه کې هم استو ګنه لري چې مير زايي او کمال زي يې ښا خو نه دي، خو څر ګنده دې وي چې دغو سا پيا نو پښتو هيره کړې ده او دسند يا نو کلتوري حا کميت يې پر ځان منلی دی ٠ 
١١- په پا کستان کې : 
د پا کستان د پنجاب په فيصل اباد کې هم يو شمير سا پيان استو ګنه لري٠
دسا پيا نو دقبيلې اقتصادي جوړښت : 
د کونړ سا پيان له دې کبله چې دکرنې ځمکې يې لږې دي ،نو دهغې تر څنګ غواګانې،پسونه، ګډيان اوميښې هم روزي چې دغوښو، شيدو او نورو حا صلا تو نه يې ګټه اخلي٠ دوی دکرنې ځمکې زيا تره للمي دي چې اوبه نه وررسيږي او يا داوبو رسيدل ورته ناشو ني دي ٠ زيا تره بز ګران يې په بيوزلۍ کې ژ وند تيروي، په تيره بيا هغه بز ګران چې دبا دارنو( دځمکو دخا وند انو) ځمکې کري نو مجبور او مکلف دي چې د تخم نه پر ته نورې ټو لې ستو نزې لکه غوايان، دبزګرۍ الات، دځمکې وهل،کرل، رېبل، را ټو لول او ميده کول پخپله غاړه واخلي٠ ان د ځمکې دخا وند کو رته د حا صلا تو وړل هم د بزګر پر غاړه دي ٠ بز ګر مجبور دی چې دې نورو کا رونو تر څنګ د خپل بادار، خره، غواګانې او ميښې هم وسا تي٠ همداراز بز ګر خپل بادار ته دغره نه وړيا لر ګي راوړي٠ دبز ګر مير من بايده دي چې دځمکې دخا وند دمير منې اوامرو ته غاړه کښيږدي٠ لنډه دا چې زياتره خلک يې بيوزله او نيستمن دي٠ 

خوراک : 
دوی په خوړو کې زياتره دجوارو، اوربشو، غنموا و ورېجو نه ګټه اخلي ٠څر نګه چې دوی دبزګرۍ تر څنګ په مالدارۍ هم بو خت دي، نو زياتره يې دغواګانو او ميښو د شيدو نه هم ګټه اخلي ا و غوړي يې يا په شتمنو خلکو پلوري او يا يې د ننګر هار سيمې ته دپلورلو لپاره راوړي ٠ 
جامې : 
دوی زياتره د وړيو او وزو دوژ غنو نه ځا نته مخصو صې جا مې جوړوي چې دريشۍ ته ورته دي،خو تڼۍنلري٠ ښځې يې تور پړوني او اوږده کميسو نه لري٠ ددوی پر تو ګو نه چين داره وي ٠نارينه يې د خمتا له ټو کړ نه هم ځانته کالي جوړوي او اکثره يو ډول ټو پۍ چې پکو لونه يې هم بو لي او دوړيو نه جوړ شوي وي په سروي٠ 

ميلمه پا لنه : 
د اقتصادي تنګسې او بې وسۍ سره سره سا پيان ميلمه پال خلک دي ٠ دوی دميلمنو لپاره حجرې لري چې په دې کار کې يو له بله سره سيالي کوي٠ په دوی کې دميلمنو قدر زيات دی٠ ددوی په حجرو کې د مو سيقۍ الات لکه سيتار، رباب، منګی او نور شته ٠ 
پښتني ننګ : 
سا پيان دقام په ننګ کې غير تمن خلک دي ٠ دوی د خپل هيواد د ازادولو لپاره دانګرېزي ير غلګرو په وړاندې 
څو څو ځلې جنګيدلي او ډول ډول قر بانۍ يې ورکړي دي ٠همدا راز دسرو روسي ير غلګرو په وړاندې دوی داسي تورې وهلي دي چې زموږ دګران هيواد افغا نستان تا ريخ ددوی د ميړانې کا رنا مې نه شي هيرولای٠ همداسبب دی چې دکو نړ په ولسي ژوند کې دوسلو درلودل او ساتل ډېر اهميت لري او دسا پيو په اړه وايې چې يوه ورځ د يوه سا پي په کور کې نا رېنه ما شوم وزېږېد٠ څر نګه چې په اکثرو پښتنو کې دا رواج شته چې دنارينه ما شوم تر زېږېدو وروسته د ټو پک ډزې کوي٠ څر نګه چې دغه سړي ټو پک نه درلود نو لاړ چې يو ټو پک پيدا کړي او دخپل زوی دپيداکيدو په خوشالۍډ زې وکړي ، خو چا خپل ټو پک ورنکړ٠ کوم وخت چې بيرته خپل کور ته راستون شو نو چا ورته ويل چې راشه زوی دې وګوره که نه نو کبر به وشي٠ هغه په ځواب کې ورته وويل چې زما زوی د لو مړي ځل لپاره با يد زما مخ ونه ويني ځکه زه دومره نامرد يم چې دخدای په دې لويه دنيا کې يو ټو پک هم نلرم چې دزوی د زېږېدو اعلان پرې وکړم نو که غه زما مخ ګوري ښا يي چې د هغه نه به هم زما غوندې بې همته سړی جوړ شي٠ نو ه به داوي چې ديوه نا رېنه او با همته سړي مخ وګوري٠ 
ساپيان دغيرت او ننګ په ټکي سر او مال ور کوي ٠ په دوی کې ښځو ته طلاق ورکول سخته بې ننګي ده٠ څوک چې دچا په ښځه تورن شي نو دهغه ژوند بيا په مرګ شميرل کيږي٠ دچا په کور کې چې څوک مړشي نو که نيستمن هم وي نو هغه مجبور او مکلف دی چې خيرات ورکړي٠ په دوی کې دخيرات نه پرته د مړي ښخول شرم ګڼل کيږي٠ همداراز دوی ملا يانو او ميا ګا نو ته د خيرات، صد قې او سر سايې نه هيڅکله هم غاړه نه غړوي٠ دوی دعذر او ننواتې په وړاندې د ډېرې لويې ګناه نه هم تير يږي٠ لنډه دا چې دوی په پښتني ننګ کې ډ ېر ټينګ دي٠
مشهور شخصيتونه : 
په سا پيانو کې ډېر ستر مبا رزين،استادان، پو ځي منصبداران، ليکوالان او شا عران تير شوي دي چې ځيني يې په حق رسيدلي او ځيني يې اوس هم ژوندي دي دلته د هغوی يادونه ضروري ده ٠ 
١- غازي محمدعثمان خان ساپی چې دتګاب و او دانګر ېزانو پر خلاف د ١٨٧٩ ميلادي کال دسمبر دميا شتي دپا څون در هبرانو نه و٠ 
٢- دخپلواکۍ دلارې ستر مبارز غازي ميرز مان خان کو نړی٠ 
٣-ارواښاد غلام حسن خان ساپی 
٤-ارواښادشهيد قا ضي عبيد الله ساپی 
٥-ارواښاد شهيد امان الله سيلاب سا پی 
٦- قا ضي مطيع الله چمبيلی 
٧- دکتور ودېر ساپی 
٨- سر محقق زلمی هېواد مل 
٩-ارواښاد جنرال محمد اصف سا پی 
١٠- د پښتو نخوا مشهور صحافي سليم سا پی
١١- پو هاند دکتور ضمير سا پی 
١٢- جنرال رحمت الله ساپی 
١٣-مفتاح الدين ساپی
١٤- دکابل پو هنتون استاد لطف الله ساپی 
١٥- ددانش د خپر ندويې ټو لنې مشر اسد دانش ساپی 
١٦- دساپي دکتاب چاپولود مو سسې مشر امام الدين ساپی
١٧- عظم الدين عليمي
١٨ د امر يکي غږ راډيو او تلويزيون خبر يال محمد شعيب ساپی
ليكوال لطيف ياد

۱۹- ډګر جنرال سعدالله خان ساپی د محکماتو ريس- تګاب

۲۰- مدير محمد عمر خان ساپی د لغمان د عمرزائې

۲۱- ډګروال عبدالحی ساپی د لغمان عمرزائې 

۲۲- الحاج الله نواز ساپی د لغمان عمرزائې 

۲۳- محمد عثمان ساپی د لغمان عمرزائې