اوباما پر ایران نوي اقتصادي بندیزونه لاسلیک کړل


ap_obama_presser_kb_131009_16x9_992

ولسمشر اوباما سره له دې چې وايي ددفاع وزارت پر یوې نوې لایحې ملاحظات لري هغه یې لاسلیک کړې ده.

امریکا د هغو مالي ادارو پرضد نوي بندیزونه معرفي کوي چې د ایران له مرکزي بانک سره راکړه ورکړه لري.

دا بندیزونه به له دوو نه تر شپږو میاشتو خبرداري له مودې وروسته پلي کېږي.

د ایران پر مرکزي بانک بندیزونو اندېښنه پیدا کړې چې ښايي په نړیوالو مارکیټونو کې د تېلو بیه لوړه شي.

ولسمشر اوباما سره له دې چې وايي ددفاع وزارت پر یوې نوې لایحې ملاحظات لري هغه یې لاسلیک کړې ده.

دا لایحه د امریکا کانګرس تصویب کړې، خو ښاغلی اوباما وايي دده اندېښنه له دې پلوه ده چې دا به د ترهګرو پرضد د حکومت اقداماتو محدود کړي.

یوه پخوانۍ لایحه چې ویل یې د القاعدې هر مشکوک غړی به یوازې د پوځ له خوا محاکمه کېږي، له منځه وړل شوی او ولسمشر اوباما ټینګار کړی چې دی به اجازه ورنه کړي چې امریکايي اتباع له محاکمې پرته په پوځي توقیف کې وساتل شي.

نوموړي وویل ده لایحه ددې لپاره لاسلیک کړې چې د امریکا د پوځي عملیاتو لپاره بودیجه برابره شي، خو خپل ملاحظات یې ورسره یوځای کړي.

ایران

شپږو سترو قوتونو په رسمي توګه خبرداری راکړی چې د خبرو لوري ته راستانه شي او په ګډه خبرو ته لاره هواره شي.

لوېديځ هېوادونه وايي چې ایران د اتومي وسلو جوړولو هڅې کوي، خو تهران بیا وايي چې اتومي هڅې یې د سوله ییزو موخو لپاره دي.

د امریکا متحده ایالتونو په دې وروستیو کې پر ایران په مالي او سوداګریزو برخو کې بندیزونه ولګول، خو په دې بندیزونو کې د ایران مرکزي بانک شامل نه و.

که څه هم اوباما نوي بندیزونه لاسلیک کړل، خو د تېلو په بازار کې یې د منفي ممکنه اغېزو په اړه اندېښمن ښکارېده.

د هغه لوېديځوال ملګري هم ددغو بندیزونو په اړه زړه نازړه دي.

خبرو ته چمتووالی

ایران د تېرې شنبې پر ورځ (دسمبر ۳۱) د خپلو اتومي هڅو په تړاو له نړیوالو قوتونو سره د خبرو بېرته پیلولو په تړاو چمتووالی ښودلی و، او ګواښ یې کړی چې د هر راز ګواښ پرضد به دوه برابره غبرګون وښيي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي تهران ته له یوه جګپوړي چینايي چارواکي سره په خبرو کې وویل، ایران د اټومي هڅو په اړه د نړۍ له شپږو سترو قوتونو سره خبرو ته چمتووالی ښيي.

پر همدې مهال، د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مشر سعید جلیلي ویلي “شپږو سترو قوتونو په رسمي توګه خبرداری راکړی چې د خبرو لوري ته راستانه شي او په ګډه خبرو ته لاره هواره شي.”

د هرمز له تنګي – چې د بېړیو د تګ راتګ یوه حياتي لاره ده – د نړۍ ٪۴۰ تېل تېرېږي.

جليلي په بهر کې د ایراني سفیرانو او جګپوړو دپلوماتانو یوې ناستې ته دا هم ویلي که لوېديځ پر ایران نور بندیزونه ولګوي، د ایران غبرګون به دوه برابره وي.

په پنځو سترو قوتونو کې د امریکا متحده ایالتونه، برتانیا، روسیه، فرانسه، چین او جرمني غړیتوب لري.

په تېره جنورۍ کې هم دغو هېوادونو د ترکیې په استانبول کې له ایران سره خبرې وکړې، خو د ایران د اتومي هڅو په اړه هېڅ کومې څرګندې پایلې ته ونه رسېدل.

بل خوا، د ایران د سمندري ځواک یوه قومندان محمود موسوي ویلي، د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو ازمویل او پوځي مناورې د عمان په سمندر کې دا مهال دوام لري، چې پر یکشنبې (د جنورۍ لومړۍ) به پای ته ورسېږي.

نوموړي هغه راپورونه رد کړي چې ګني ایران د اوږد واټن ویشتونکي توغندي ازمویلي.

لوېديځ اندېښمن دی چې د ایران د یورانیمو بډاینه دې د سوله ییزو موخو لپاره وي، خو ایران ټینګار کوي چې موخه یې سوله ییزې موخې دي.

د امريکا د سمندري ځواک پنځمې بحريې د دغه گواښ په ځواب کې ويلي و چې د ايران له خوا به په خليج کې د بېړيو د تگ راتگ ويجاړول پرېنږدي.

د دغې بحريې يوه وياند د ايران له خوا د هرمز تنگي د تړلو پر احتمال د بي بي سي يوې پوښتنې ته په ليکلي ځواب کې ويلي:

علي اکبر صالحي وايي چې ایران له لوېديځ سره د اتومي هڅو پر سر خبرو ته چمتو دی.

” د هرمز تنگي له لارې د موادو صدور د نړۍ او سيمې د اقتصادي ودې لپاره حياتي ارزښت لري.”

هغه وويل:” هر هيواد چې په يوه نړيوال تنگي کې د اموالو د تگ – راتگ مخه نيسي، په نړيواله ټولنه کې ځاى نه لري او په دې برخه کې به هېڅ ډول گډوډي ونه زغمل شي.

” د هرمز تنگي د تړلو احتمال لومړى د ايران مرستيال ولسمشر محمد رضا رحيمي ياد کړى و. “

د هرمز له تنګي – چې د بېړیو د تګ راتګ یوه حياتي لاره ده – د نړۍ ٪۴۰ تېل تېرېږي.

بل خوا، د ایران د نفتو وزیر رستم قاسمي ویلي، که چېرې د ایران پر نفتي صادراتو د اتومي هڅو له کبله بهرنی بندیز ولګېږي، د یوه بیرل تېلو بیه به تر ۲۰۰ ډالرو واوړي.

لیکوونکی : ايمل ساپی