د جعلي او بې کیفیته درملو تعریف او مخنیوي لارې چارې


عمومي تعریف

د جعلي درملو یو عمومي او نړیوال تعریف نشته چې ټول غړي ملتونه سره په یوه تعریف یا کړنلارې سلا او یوه خوله شي.

د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه هر یو ېې د جعلي درملو په باب ځان ځانته تعریف او قوانین لري. “بلک لا” د انګليسي ژبې ډیکشنري د جعلي درملو تعریف داسې کوي:

درمل د اصلي شرکت یا فابریکې له خوا نه وي جوړ شوي. یعنې مال د یو چا وي او جوړوي ېې بل څوک او یا کاپي شوي وي، یا په اصلي درملو کې جعل کاري وکړي یعنې اصلي نه وي خو اصلي وښودل شي، يا بې اجازې او د قانوني صلاحیت لرلو پرته درمل جوړ کړي، په دې هدف چې خلک پرې دوکه کړي او وېې غولوي یا بې اېماني وکړي. بیا دا جعلي درمل د اصلي درملو په شان خرڅ او بازار ته وړاندې کړي او خپل کاروبار ته وده او تجارت پرې روان کړي.

په حقیقت کې د جعلي درملو د اصطلاح کارول په مختلفو هېوادونو کې په مختلفو ډولونو تعریفونه لري. دا بیا د دې سبب شي چې نړیوال په منظمه او منسجمه توګه معلومات نه حاصلوي او نه یې شریکوي او د جعلي درملو بازار او تجارت تود روان وي او د دې پرځای چې مخنیوی یې وشي ښه په درز کې بې له کوم مزاحمته پراخوالی مومي او دا کمزوري بیا د جعلي درملو د کاروباریانو په ځپلو کې مرسته نکوي.

د روغتیا نړیوال سازمان یا ټولنه د جعلي درملو تعریف او پيژندنه داسې کوي:

داسې درمل جوړول چې اساس او بنسټ ېې په غبن، دوکه یا درغلۍ او د درمل هویت او شهرت ته زیان رسول وي او دا عمل قصداً او كرهاً کوي.

د روغتيا نړیواله ټولنه زیاتوي چې جعلي درمل جوړونکي حتی د هغه درملو کاپي یا نقل هم کوي چې تر لسو کالو پورې د تولید انحصاري او امتیازي حق لري. په دې معنا هغه درمل چې له بنسټه د یوې کمپنۍ له خوا پیدا شوي یا اختراع شوي وي، څېړل شوي وي او یا هم د جوړولو په ټولو قوانینو برابر وي خو بیا د دې نقل بل ځای کې جوړ شي. د بيخي نوي درمل جعلکاري سل په سلو کې جعلي وي ځکه چې د نوي درمل اصلي (ماسټر) فارموله ډېر پټ او محرم ساتل کېږي او نقل یې هېڅ ممکن نه وي.

البته نور ساينسپوهان او پر مختللي شرکتونه ممکن وکولای شي چې له کيمياوي فورمول سره په مشابه ډول بل درمل جوړ کړي خو بيا هم دا درمل به په بل نوي تجارتي نوم پلورل کېږي او مقابل سیال سره به په سالم رقابت کې ښکېل کېږي نه دا چې نقل به کوي او يا هم درمل به کاپي کوي.

خلک ولې جعلي درمل جوړوي او دې کار ته ولې مخه کوي؟

 

درمل د اصلي شرکت یا فابریکې له خوا نه وي جوړ شوي. یعنې مال د یو چا وي او جوړوي ېې بل څوک او یا کاپي شوي وي، یا په اصلي درملو کې جعل کاري وکړي یعنې اصلي نه وي خو اصلي وښودل شي، يا بې اجازې او د قانوني صلاحیت لرلو پرته درمل جوړ کړي، په دې هدف چې خلک پرې دوکه کړي او وېې غولوي یا بې اېماني وکړي. بیا دا جعلي درمل د اصلي درملو په شان خرڅ او بازار ته وړاندې کړي او خپل کاروبار ته وده او تجارت پرې روان کړي.

د نوي درمل له اختراع نه نيولې بيا تر هغه ځايه چې درمل مریض يا درملنې پورې رسيږي زياتې پيسې او وخت پرې لګېږي.

د بېلګې په ډول که د يوه مرض د درملنې لپاره يوه داسې درمل ته ضرورت وي چې له پخواني درملو ښه موثر، په اوږدمهال کې ارزان او جانبي عوارض ېې کم وي نو بيا د درمل کارپوهان سره را ټول شي او دا موضوع څېړي. د خلکو نظريات اخلي، د روغتيا پالانو او درمل پوهانو اندېښنې او مثبت او منفي نظرياتو باندې غور او فکر شروع کړي. د کيمياپوهانو او څېړونکو ډله خپل کار شروع کړي. بيا راشي نورې څېړنې او تحقيقات شروع کړي. د روغتونونو او نورو روغتيا يي ادارو مسلكي كدرونو خبرې اوري او د نوي درمل په اختراع کې خپلې هلې ځلې همداسې ګړندۍ او جاري ساتي. دا مالومات ټولونکي غواړي چې پوه شي چې د شته درملو حال او په علاج کې کوم مقام او ځای لري؟

د بېلګې په ډول همدا اوس د ملاريا ناروغۍ د علاج درمل شته خو واکسين ېې نشته او کار پرې کېږي چې د انسان د بدن دفاعي قوه په کار راولي. که د ملاريا غماشی خلک وچيچي او د ملاريا پرازيټونه د انسان بدن ته داخل کړي، که واکسين وای او د انسان خپل دفاعي قوت موجود وای نو بيا دې پرازیټونو انسان په ملاريا نشو اخته کولای، لکه څنګه چې د نورو وېروسي ناروغيو واکسينونه موجود دي.

مطلب د قضېې دا دی چې هېڅ درمل له هوا څخه نه راځي او په جوړولو ېې ډېر وخت او زمان لګېږي.

يا بل ساده مثال دا دی چې اېسپيرين له ډېر پخوا زمانو نه د سرخوږي، د ځان يا بدن د خوږو او دردونو لپاره استعمالېده، خو بيا هلته دغه درمل نور جانبي عوارض او نقصانات درلودل، د بېلګې په توګه معده خرابېده او د معدې زخم ېې پېدا کاوه خو همدا رنګه د وينې د نرۍ کولو او خونريزي غوندې مشکلات ېې پيدا کول. نو ځکه ساينسپوهانو په يوه نوي تګلاره کار وکړ. لکه آيبوپروفن چې لږ د معدې تخريشات پيدا کوي که خوراک نه وروسته وخوړل شي. يا مثلا پاراسېټامول چې د معدې تکليف چاته نه ورکوي.

د بل مثال په ډول واياګرا چې فايزر کمپنۍ غوښتل د زړه د مرض لپاره وکارېږي خو په کلينيکل ټرايل کې ښودل کېده چې د نارينه مريضانو تناسلي اعضا کلکېدل او جګېدل! دې درمل د نړۍ والو پام ځانته راواړاوه. هر چا که دې درمل ته ضرورت و که نه و نو د استعمال خوبونه ېې لیدل. دا درمل اوس هم د يو ډول جنيټيکي د زړه ناروغۍ چې ورته “کانجينيټل هارټډيفکټ” وايي که نارينه دي او که ښځينه او د ماشومانو لپاره هم استعمالېزي. واياګرا ښځو او څو مياشتني ماشوم ته د نسخې مطابق د کانجينيټل هارټ ډيفکټ چې په زړه کې بيماري ده د استعمال لپاره وركوي. دا بيا د همکارانو لپاره د خبرو او ګنګوسو او يو بل ته په غوږ کې پسپسک کولو ضمينه مساعده کړه. او كه موږ د واياګرا د نورو مرضونو د استعمالېدو ځای په ډاګه کړو همکاران او نور خلك به مو يو څه د تعجب له نړۍ نه را واېستلي وي. خو د هرچا دزړه بړاس د ايستلو لپاره (معلومات وركول) دوی ته ضروري دي او د معلوماتو د نشتوالي په وخت کې به هر څوک په کړيکه وخاندي.

د ویاګرا د مثال مطلب دا و چې ډېر ځله يو درمل په تصادفي توګه د بل مرض دارو هم شي. نو دا مطلب دا څرګندوي چې په کار، زيار، څېړنو، تعليم او پانګه اچولو کې کله نا کله داسې مزې هم وي چې په مفتو کې سړی شتمن کړي.

درمل څنګه جوړېږي؟

درمل اول ضرورت ته ګوري، بيا په څېړنو پيل وکړي، بيا چې کيمياوي فورمول پيدا کړي او يا ېې په مصنوي ډول سره توليد کړي دا كيمياوي فورمول په لابراتوار كي آزمايل کېږي، کيمياوي تعاملات ېې ګوري. په لابراتوارونو کې ېې ښه ثيقل کوي. بيا ېې د انسان د وجود د باندې د زهريله کېدلو مخنيوي آزمايښتونه وکړي چې ورته ټاکسيسيټي ټېسټ وايي، بيا چې کله د وجود د باندې په يوه لابراتوار کې ممكن د انسان د وجود په شان بيالوجي ماحول کې دا نوی درمل ګډوي او ګوري چې ضرري تعامل خو به ېې نه وي کړي؟

د بېلګې په توګه وينه خو به ېې نه وي تخريب کړې او يا بل ضرر خو به ېې نه وي رسولی. بيا د دوا مقدار او اندازه مطالعه کوي ځکه چې په ناروغانو کې ماشومان، ښځينه او نارېنه دي او د هر جنس د درمل اندازه متفاوته ده. له دې وروسته چې درمل غير بيالوژيکي ماحول کې غير ضرري او هم کوم غير مترقبه کيمياوي تعامل نه کوي او دا کيمياوي مواد له خپل اضرارو په کيميياوي او فزيکي تعاملاتو ازمیل شوي او پوښل شوي وي بيا ېې د لومړي ځل لپاره په تي لرونکو ځناورو لکه موږکانو، بېزوګانو او سويانو په وجود کې داخل کړي.

دا تجربې هم ډېر وخت ته ضرورت لري. دلته په لسګونه ماشينونه په کار اچول شوي وي او په سلګونه کارپوهان کارونه کوي. پوهنتونونه خپل زده کوونکي هم په دې آزمايښت کې اچوي.

بيا چې وليدل شول حيوانات نه مړه کېږي او ورته مقصد لاسته راوړي او تر هر څه مخکي دا درمل حيوان او انسان ته وژونکی او ضرر رسونکی نه وي. وايي چې له ګټې نه دې توبه خو چې ضرر را ونه رسوې.

د مثال په ډول څوک غواړي چې تور زېړی ېې ښه شي خو درمل په خوړلو پاينېغ شي او يو په يو مړ شي. يعنې مرض ېې نه وژني درمل وژني!! د دې لپاره دا تفتيشونه اول كوي.

درمل اول ضرورت ته ګوري، بيا په څېړنو پيل وکړي، بيا چې کيمياوي فورمول پيدا کړي او يا ېې په مصنوي ډول سره توليد کړي دا كيمياوي فورمول په لابراتوار كي آزمايل کېږي، کيمياوي تعاملات ېې ګوري. په لابراتوارونو کې ېې ښه ثيقل کوي. بيا ېې د انسان د وجود د باندې د زهريله کېدلو مخنيوي آزمايښتونه وکړي چې ورته ټاکسيسيټي ټېسټ وايي، بيا چې کله د وجود د باندې په يوه لابراتوار کې ممكن د انسان د وجود په شان بيالوجي ماحول کې دا نوی درمل ګډوي او ګوري چې ضرري تعامل خو به ېې نه وي کړي؟

چې کله درمل جوړونکي مطمین شول چې وجود ته نور اضرار نه رسوي نو بيا کلينيکل ټرايل (کلینکي ازمېښت) شروع کړي. د مطلب يا د خپل مرزي او واک خلک راځي او په دې کې برخه اخلي چې زه دا درمل د ځان او بشر ژغورلو لپاره استعمالوم. کلينيکل ټرايل مختلف مراحل لري چه د دې بحث د موضوع سره سر نه خوري.

بيا حکومت ته د درمل جوړولو عريضه يا درخواست وړاندې کړي. حکومت ټول معلومات ګوري، ارزوي ېې، د اجازه پاڼې خپل فيس ورڅخه واخلي او بيا د فابرېکې يا شرکت د جوولو حفاظتي تدابير او نور ضروري شيانو څېړنو وروسته د درمل وړولو اجازه واخلي چه تر لسو کالونو پورې بله کمپنۍ د دې درمل جوړولو اجازه نلري.

بيا کمپنۍ په خپل توليد پيل وکړي او له نيمايي زيات مصارف په اعلاناتو او د دې درمل د پلورلو ودې لپاره په غاړه اخلي. عامو خلکو ته د درمل اعلانات منع دي. صرف طبي کارپوهان او درمل پوهان سره پرې خبريږي.

بيا نو د درمل توليدول، ساتل او انتقالول دا ټول ملا ماتوونکي مصارف لري چې په اولو څو کلونو کې درمل جوړونکي ته ډېر کم او لږه ګټه رسوي. دوی چې د دې له ګټو لا ستړي شوي نه وي د بل نوي درمل په وده او اختراع ک مصروف شي، نورې کمپنۍ هم دا کار کوي.

خو دلته اصلي بحث دا دی چې که چېرې جعلي درمل د اصلي درملو ځای ونيسي، يو خو دا خبره ده چې د اصلي درمل جوړونکو زړونه ماتېږي، نهيلي کېږي، د نوو څېړنو مخه ډب شي او ساينسپوهان او استا‌ذان دې ته زړه نه ښه کوي چې نوي درمل او عصري علاج ته مخه کړي. بله خطرناکه خبره داده چې هغه درمل چې په نا قانونه توګه جوړېږي هغه ناروغانو لپاره وژونکی زهر وي او يا زهر وګرځي .

د ناقانونه او جعلي درمل جوړول اکثره په داسې شرايطو کې تر سره کېږي چې هغه مصارف چې په اختراع، څېړنو او د جوړولو ښه شرايط وي، هغه په نظر کې نه نيسي. حتی د روغتیا د نړیوال سازمان د مالوماتو پر بنسټ دا درمل کله په لوڅ میدان کې يا د ونو لاندې، په ځنګلونو کې، د غېر فني خلکو له کارېدولو، د مالېې نه تېښته او هم د درملو د زيات ضرورت په کتو سره جعلكاران ژر ځانونه مړول يا غني کېدل غواړي او بله وجه دې كار ته د كشش ده چې د کم حجم په لرلو سره ډېر درمل په يوه عادي نقليه وسېلې ‌کې انتقالېدای شي او داسي نور عوامل هم کېدای شي چې ځینې ډلې ټپلې دې ته وهڅوي چې له غير قانوني لارو ځانونه شتمن کړي.

د داسې درملو جوړولو زیانونه نه جبرانوونکي وي. طبابت داغداره، لکه داره، د درمل جوړولو شرکتونه ښه وداغل شي او ناروغان د علاج پر ځای پر نوو مصیبتونو اخته شي.

د جعلي درملو پراخوالی

جعلي درمل په پرمختللو، مخ پر وده هېوادونو او وروسته پاته هېوادونو کې موجود وي، خو په یوه توپیر سره چې پرمختللو هېوادونو کې د جعلي درمل جوړولو او کاروبار غوړېدو امکانات لږ او په وروسته پاتې او مخ پر ودې هېوادونو کې جعلي درمل ښه مخ په غوړېدو وي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې په لومړي ځل په هغه نړیوال سوداګریز کانفرانس کې چې په ۱۹۸۵م کال کې په کینیا کې جوړ شوی و، د اصلي درملو د ښه استعمال په یوې لایحې کار وکړ او د جعلي درملو په پېژندلو کې ېې له طبي کارپوهانو او د درمل پوهانو له تجربو په ګټه اخیستلو کار پیل کړ.

دوی همدا رنګه د حکومتونو او د درمل جوړولو شرکتونو اندېښنې وڅېړلې او بیا د روغتیا نړیوالې ټولنې دا ستونزه د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو سره شریکه کړه.

د ناقانونه او جعلي درمل جوړول اکثره په داسې شرايطو کې تر سره کېږي چې هغه مصارف چې په اختراع، څېړنو او د جوړولو ښه شرايط وي، هغه په نظر کې نه نيسي. حتی د روغتیا د نړیوال سازمان د مالوماتو پر بنسټ دا درمل کله په لوڅ میدان کې يا د ونو لاندې، په ځنګلونو کې، د غېر فني خلکو له کارېدولو، د مالېې نه تېښته او هم د درملو د زيات ضرورت په کتو سره جعلكاران ژر ځانونه مړول يا غني کېدل غواړي او بله وجه دې كار ته د كشش ده چې د کم حجم په لرلو سره ډېر درمل په يوه عادي نقليه وسېلې ‌کې انتقالېدای شي او داسي نور عوامل هم کېدای شي چې ځینې ډلې ټپلې دې ته وهڅوي چې له غير قانوني لارو ځانونه شتمن کړي.

هغه درمل چې په نړۍ کې ډېر جعلي جوړ شوي دا دي:

انټي بیوټيك: د هورمونونو درمل، د دردونو مسکن درمل، سټیرویډز او د الرجي یا حساسیت ضد درمل. دا درمل د ټولو جعلي درملو ۶۰ سلنه جوړوي.اوس د کورواله د کمزورۍ ضد دوا چې وایاګرا ورته وایي، دا درمل هم ښه په پراخه توګه جعلي جوړ شوي او د انټرنټ جعلکاران ورڅخه ښه ګټه پورته كوي.

د جعلي درملو کچه په شپږو برخو وېشل شوې ده:

  1. هغه جعلي درمل چې اصلي درمل یا د اصلي درملو اجزا نلري ۳۲،۱ سلنه جوړوي.
  2. هغه جعلي درمل چې د اصلي اجزا کچه یې کمه وي ۲۰ سلنه جوړوي.
  3. هغه جعلي درمل چې غلط درمل دي او تجارت ېې کيږي ۲۱،۴ سنله جوړوي.
  4. هغه جعلي درمل چې اصلي اجزا لري خو د بل چا په نوم جوړ شوي وي ۱۵،۶ سلنه جوړوي.
  5. د اصلي درمل کاپي یو سلنه جوړوي.
  6. هغه جعلي درمل چې ناکاره دي او نور ناکاره شیان په کې ګډ شوي وي ۸،۵ سلنه جوړوي.

د غړو هېوادونو تعریف:

هر هېواد د جعلي درملو خپل تعریف لري او پېچلي هم دي نو ځکه د جعلي درملو او اصلي درملو په منځ کې توپیر ګران کار دی.

په وروسته پاتې هېوادنو کې د جعلي درملو کچه داسې ده چې هم کاپي کېږي او هم یې په منځ کې هېڅ د درمل اجزا موجود نه وي.

د نایجریا تعریف:

  1. جعلي درمل هغه دي چې څنګه ادعا کوي هغسې نه وي.
  2. په درواغو ادعا کوي چې درمل ېې اصلي دي.
  3. د اصلي درملو په شان نقل شوي وي.
  4. هغه درمل چې د استعمال او جانبي عوارضو مالومات یې پوره نه وي لیکل شوي، د مثال په ډول د ماشومانو لپاره خاص معلومات نه لرل او د خطرونو مالومات نه درلودل.
  5. هغه درمل چې له حکومتي ادارې سره نه وي راجستر شوي.

پاکستان:

جعلي درمل په پرمختللو، مخ پر وده هېوادونو او وروسته پاته هېوادونو کې موجود وي، خو په یوه توپیر سره چې پرمختللو هېوادونو کې د جعلي درمل جوړولو او کاروبار غوړېدو امکانات لږ او په وروسته پاتې او مخ پر ودې هېوادونو کې جعلي درمل ښه مخ په غوړېدو وي.

درمل چې نقلي وي، لېبل یې، عنوان یې، د فابریکې نښه یې د اصلي درمل ښکارندوی وي خو په اصل کې نقلي وي او بازار ته عرضه کې دا بیا جعلي ګڼل کېږي.

امریکا:

د امریکا فډرالي درملو او خوراکي توکو اداره بیا د جعلي درملو تعریف داسې کوي:

درمل د هغه چا یا کمپنۍ له خوا جوړ شي چې د درمل جوړولو اجازه نه لري او د خرڅلاو اجازه یې هم نه لري. دا په دې معنا ده چې په امریکا کې څوک جعلي درمل نشي جوړولای او حتی خرڅولای ېې هم نشي.

د جعلي درملو راپورونه د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو له خوا ورکول شوي. بعضې محرم راپورونه ښیي چې یوازې په ۱۹۹۹ کې د نړیوالې روغتیا ټولنې ته لاسته ورغلي ۹ سلنه د مخ پر ودې هېوادونو له خوا او ۴۰ سلنه د پرمختللو هېوادونو له خوا وړاندې شوي وو، خو دا اطلاعات په ثابت شوي نه دي نو په دې اساس د جعلي درملو د کاروبار کچه یا ستونزې په صحیح او دقیق ډول نه دي معلوم.

مخنیوی:

  • د دولت په سطحه د داسې ادارو منځته راوړل چې وړ، پاک او د مناسبې پالیسۍ جوړوونکي، قوانین پلي کوونکي، او د امنیتي سټراټیژي جوړوونکي وي. د اقتصادي چارو متخصصین، د درملو مسلکي کارپوهان، حکومت او خلک ټول سره لاسونه یو کړي، بیا به د دې مصیبت نه د خلاصېدو او یا هم کمولو چاره پیدا شي.
  • د درمل جوړونکو کمپنیو، درمل پوهانو او نورو مسلکي خلکو سره یوځای کول او د دې ستونزې نه د خلاصون لارې لټول.
  • دوی باید کاري لایحه جوړه کړي او د دې لایحې د عملي کولو اداره باید خپل کارونه په صداقت او اېماندارۍ سره پر مخ بوزي او موثر ګامونه واخلي.
  • د جعلي درملو د تخریب د ادارې جوړول او تفتیش.
  • د درمل پوهانو او روغتیا پالانو سره مشورې او په دې کار کې د هغوی د ښکېلولو پروګرام جوړول.
  • درمل جوړوونکي کمپنۍ، درمل واردوونکي شرکتونه، عمده خرڅوونکي او د درمل ډېپوګانې ټول باید حکومتي جواز ولري او له حکومت سره ثبتې وي.
  • د درمل جوړولو، خرڅلاو، واردول او داخلي انتقال خلک معلوم وي، حکومت سره راجستر وي او رسمی معیارونه ورته جوړ شوي وي چې هر څوک په خپل سر درمل جوړ نه کړي، نه یې خرڅ او نه یې هم ولېږدوي.د ګاوندیو هېوادونو او لرې پرتو هېوادونو سره داسې تفاهم چې د جعلي درملو مخنیوي کې مرسته کوونکي وي نه دا چې د جعلي درملو صادروونکي او ساتونکي شي.
  • د پرمختللو هېوادونو له تجربو نه کار اخیستل.
  • د روغتیا د نړیوالې ادارې له لایحې نه ګټه آخیستل.
  • د حکومتونو له خوا د اوسنيو قوانینو پلي کول، ارزونه، غور او مناسب تغیرات په کې راوستل.
  • د خوراکي توکو او درمل قانون باید په یو داسې چوکاټ کې راوستل شي چې ضرر يې مالوم وي، خلک چې کار کوي کار یې او د کار مکافات او مجازات یې مالوم وي.
  • حکومتي کار کوونکي باید د ښه تعلیم خاوندان وي، او دا تعلیم باید دوامداره وي.
  • د درملو کنټرول باید ځانته یو ریاست ولري. دا ریاست باید حکومت او خلکو ته مسول او ځواب ورکوونکی وي.
  • دا باید څرګنده شي چې قانون هر چېرته پلی کېږي او د نه عملي کېدو په صورت کې يې مجازات معلوم وي.
  • د درمل جوړونکو شرکتونو، د روغتیا نړیواله ټولنې او د نړیوالو ګمرکونو ادارې سره اړیکې او انټرپول سره نږدې روابط د دې سبب کېدای شي چې دا ستونزه کمه شي.
  • د درملو د جعلکارۍ بل لامل دا هم کېدای شي چې د کميت او حجم له پلوه درمل لږ خو د ارزښت له لحاظه د ډېرو قیمتي اجناسو له جملې څخه شمېرل کېږي. دا د‌رمل ژر پېرل کېږي.
  • د جعلي درملو مخنيوي کې بايد علمي کدرونه چې ساينسي پوهه ولري وګومارل شي. د جعلي درملو د کاروبار لپاره بايد د ضرر په اندازه مجازات وټاکل شي. د درملو د واردولو قانون بايد شفاف او په رسمي توګه د حکومت تر اثر لاندې جوړ شي.
  • دا اداره بايد له مصلحته پرته مسلکي او علمي کدرونه ولري چې د اقتصادي کارپوهانو شتون پکې ګټور تمامېدی شي. د درملو سوداګر او ځايونه بايد معلوم او راجستر وي.
  • ټول درملتونونه بايد له حکومت سره راجستر او درمل پوه يا فارماسست په کې همېشه په رسمي وخت کې موجود وي. په هېواد کې د ننه بايد ملکي درمل جوړونکي شرکتونه جوړ شي او د لوړ معيار کارخانې يا فابريکې جوړې شي.

ليکوونکی: ايمل ساپی