دپکتیا باغ لرونکي : زموږ مڼو ته دې پام وشي



د پکتيا  کرنې رياست چارواکي وايي  چې سږ کال به په لسګونه ټنه مڼې توليد  او بهرنيو بازارونو ته ولېږدول شي، خو د دې ولايت د مڼو باغ لرونکي د دوی دا خبره يوازې ژمنه ګڼي وايي په ولايت کې سړې خونې نه لري چې دوی پکې خپلې مڼې او مېوې وساتي او په خپل وخت يې بازارونو ته وړاندې کړي.

د پکتيا کرنې رياست د مسوولينو د مالوماتو له مخې تېرو کلونو  ته په کتو سږ کال د مڼو حاصلات زيات شوي، د دې حاصلاتو د زياتوالي لامل د مڼو د باغونو زياتېدل او دباغ لرونکو له خوا د دې باغونو سالمه روزنه او ساتنه ګڼي.

که څه هم چارواکي د مڼو له زياتو حاصلاتو خبر ورکوي خو د پکتيا باغ لرونکي سره له دې هم د بازار موندنې اندېښنې څرګندوي وايي چې د تېرو کلونو په څېر به بيا هم له ستونزو او مشکلاتو سره مخ وي او د دوی د حاصلاتو له پاره نه بهرنی او نه هم کورنی د ګټې وټې بازار موجود دی .

د دوی په خبره په تېرو کلونو کې يې مڼې په ګردېز سربېره د هيواد په نورو لويو او وړو ښارونو او  د ګاونډي هيواد پاکستان په بازارونو کې د خرڅلاو په موخه په ارزانه بيه  وړاندې کړې چې د همغې اندېښنې له امله ښايي سږ هم د دوی مڼې په ارزانه او نا مناسبه بيه مارکېټ ته وړاندې شي :

” زموږ د مڼو باغونه دي، چې څومره کار پکې وکړو پالنه او ساتنه يې وکړو، دلته سړې خونې نشته بيا موږ ته دومره ګټه نه کوي او نه بازار شته ورته، دلته چې مڼې زياتې شي د باغونو مڼې ښار ته راشي بيا نرخونه ارزانه شي موږ ته تاوان کوي“

”زما نوم دولت دی، د احمدابا عيسی خېلو اوسېدونکی، موږ ډېر زيات باغونه لرو، خو د دې باغونونو نه تر اوسه چا سمه ګټه نه ده کړې، ځکه چې دولت پام نه دی ورته کړی، مڼې چې بازار ته راوړو من، من يې خرڅو او په هغه بيه يې خرڅو چې نه بيه ده په يادولو نه ارزي، دلته که د مڼو او نورو مېو باغونو ته پام وشي خلک به له اقتصادي پلوه ډېر پياوړي شي“

په پکتيا کې د باغ لرونکو د اتحاديې مشر حاجي ياسين وايي سږ کال دوی خوشبين دي چې د دې ولايت مڼې د کرنې رياست او وزارت په مرسته نورو هيوادونو ته صادرې کړي خو اندېښنه څرګندوي چې د سړو خونو د نشتوالي له امله ښايي بيا هم خلک هغومره ګټه ونه کړي چې تمه يې کوي، دی وايي:

” تېر کال مڼې په باغونو کې خرابې شوې وې چنجيو وهلې وې، سږ کال حاصلات ښه دي او موږ تمه لرو چې نورو هيوادونو ته يې واستوو خو د سړو خونو نشتوالی بيا هم د باغ لرونکو له پاره لويه ستونزه ده“

د دې ولايت د کرنې ريس نیاز محمد لعلی ځداراڼ د دې باغ لرونکو ځينې اندېښنې په ځای ګڼي خو وايي ، چې سږ کال به د پکتيا په لسګونه ټنه مڼو ته په کور دننه او بهر  د خرڅلاو وړ بازار پیدا کړي.

ځدراڼ دا هم وايي چې په تېرو کلونو کې له ستونزو سره مخ وو، خو سږ به دغه ستونزې چې باغ لرونکي يې اندېښنه څرګندوي تر ډېره بريده راکمې کړي.

” موږ پلان لرو چې سږ کال د دې ولايت مڼې او مېوه جات خارج ته ولېږو، دا چې خلک د سړوخونو د نشتوالي شکايت کوي موږ دا درې کاله پلان لرو چې جوړې يې کړو، خو د برق د نشتوالي له وجې نه يو توانېدلي خو بيا هم موږ هڅه کړې چې د خلکو مشکل په پام کې ونيسو او بهرنيو بازارونو ته يې مڼې او نورې مېوې صادرې کړو“

د کرنې رياست چارواکي په داسې حال کې باغ لرونکو ته د ميوې د ساتنځايونو او نړيوال بازار موندنې ژمنه ورکوي ، چې دا وخت د پکتيا مڼې په بشپړ ډول پخلي ته نه دي رسېدلې خو د باغ لرونکو په وينا په راتلونکې يوه مياشت کې به يې مڼی په بشپړ ډول پخې  او بازار ته  يوړل شي .

د کرنې رياست په داسې حال کې خلکو ته د وړ بازار پيدا کېدلو ژمنه ورکوي چې د دې ولايت باغ لرونکي، کروندګر او ځنګل لرونکي د دې رياست چارې نيمګړې ګڼي وايي چې له دوی سره يې په هېڅ برخه کې مرسته نه ده کړې او نه يې د دې ولايت په کچه نور پرمختيايي کارونه  ترسره کړي.

ليکوونکی: ايمل ساپی

.