عرب ليګ پر سوريې نوي اقتصادي بنديزونه ولګول


0,,18071259_303,00

عرب ليګ يا عربي ټولنې د ماليې وزيرانو د رايو په اکثريت د سوريې پر ضد پر نويو اقتصادي بنديزونو هوکړه کړې ده 

پر سوريې دغه بنديزونه له هغه وروسته لګول کېږي چې نوموړی هېواد د تاوتريخوالي په پای ته رسولې کې د عربي ټولنې له لوري د سولې پلان په عملي کولو کې پاتې راغی.

دا لومړی ځل دی چې عربي ټولنه پخپل غړي هېواد سوريې اقتصادي بندیزونه لګوي.

د دغه ګام هدف دا دی چې حکومت اړ کړي د مظاهره چیانو پر وړاندې له تند چلند نه لاس واخلي او دغه هېواد له سياسي اړخه نور هم ګوښی کړي.

په يوه اوونۍ کې دننه به يوه نیټه وټاکل شي او عربي هېوادونو ته به د سوريې د الوتکو په تګ راتګ بنديزونه پلې شي.

د اقتصادي بندیزونو جزيیات د قطر لومړي او بهرنيو چارو د وزير حمد بن جاسم له لوري په قاهره کې اعلان شول:

“شورا پرېکړه وکړه چې لومړی عربي هېوادونو ته به د سوريې د جګپوړو شخصيتونو چارواکو پر سفرونو بندېز ولګول شي او په دغو هېوادونو کې به د دوی شمتمي ګنګل شي. دويم دا چې د سوريې له مرکزي بانک سره به معاملې بندې شي.

سوريه په دې ښه پوهېږي چې ډېر سخت وخت يې په مخ کې دی، خو له دې يې هم د هوساينې ساه واخيسته کله يې چې دوه ګاونډيو هېوادونو په ختيځ کې عراق او په لويديځ کې لبنان د اقتصادي بنديزونو ملاتړ ونه کړ.

دريم د هغو ستراتيژيکو توليدات چې د سوريې خلک اغېزمن کوي پرته له حکومت سره به ټوله سوداګريزه معامله ودرول شي. څلورم د سوريې د حکومت بانکي شتمني به کنګل شي او پنځم دا چې د سوريې له حکومت سره به په مالي معاملو بنديزونه ولګول شي.”

ښاغلي جاسم وويل چې د عرب ليګ پر پرېکړو به سملاسي عمل وشي.

سوريې د عربي ټولنې د دې پرېکړې پر وړاندې له قهره ډک غبرګون ښوولی او په ټولنه يې تور ولګاوه چې په دې ګام سره يې د سوريې خلک هدف ګرځولي دي.

سوريه وايي دا د لويديځ له لوري د طرحه شوې دسيسې يوه برخه ده چې موخه يې د بهرنيانو د مداخلې لپاره د لارې هوارول دي.

سوريه په دې ښه پوهېږي چې ډېر سخت وخت يې په مخ کې دی، خو له دې يې هم د هوساينې ساه واخيسته کله يې چې دوه ګاونډيو هېوادونو په ختيځ کې عراق او په لويديځ کې لبنان د اقتصادي بنديزونو ملاتړ ونه کړ.

راپورونه وايي چې د مارچ په مياشت کې په سوريه کې د حکومت ضد مظاهرو د پليدو راهيسې شاوخوا ۳۵۰۰ کسان وژل شوې دي.

ليکوونکی: ايمل ساپی