سره غوښه د سرطان لامل کېدای شي
دا چې په ټپه ودرول شي.
د ملګرو ملتونو د روغتیا څانګه WHO په خپل نوي رپورټ کې وایي د غویي او پسه غوښه چې سره غوښه بلل کېږي د سرطان ناروغۍ لامل کېدای شي.
په دې رپورټ کې راغلي چې د پروسس شوې غوښې لکه ساسج او برګر پنځوس ګرامه خوړل په ورځ کې د کولمو سرطان پېدایښت ۱۸ سلنه ډېروي.
دا اداره خبرداری ورکوي چې سره غوښه باید د سګرېټو په شان د زیانوونکو توکو په کتار کې راشي ځکه له دواړو د سرطان ناروغي پیدا کېږي.
په لوړه تودوخه د غوښې پخول لکه کباب هم د کولمو سرطان منځ ته راوړی شي. خو دا اداره وايي سره غوښه د پروتینو سرچینه هم ده چې د بدن په روغتیا کې مهمه ونډه لري.
د برېتانیا د سرطان څېړنیز مرکز بیا وایي د دې څېړنې پایله دا ده چې د سرې غوښې خوړلو کچه کښته راشي نه دا چې په ټپه ودرول شي.
غوښه د ساتنې او خوند لپاره پروسس کېږي، په تفت پخېږي، مالګه او یو څو کیمیاوي مواد هم ورزیاتیږي.
څومره تاوان لري؟
د سرطان نړېوال څېړنیز مرکز چې د پرمختللي ساینس پر شواهدو یې خپلې وروستۍ موندنې د ملګرو ملتونو روغتیایي څانګې ته وړاندې کړې، او د ملګرو ملتونو دې ادارې پروسس شوې غوښه د پلوتونیم او الکهولو په کتګورۍ کې حساب کړه.
خو په دې مانا نه ده چې دواړه یو شان تاوان لري.
پروسس شوې غوښه د سګرېټو په کچه تاوان نه لري.
د ملګرو ملتونو کارکوونکی ډاکټر کرټ سټرېف وایي:
((د کولمو سرطان خطر د سرې غوښې په استعمال کې کم دی، په دې شرط چې لږه وکارول شي.))
ده.
اټکل شوی چې ۳۴ زره خلک په کال کې د کولمو سرطان له امله مري چې لامل یې ښایي پروسس شوې غوښه وي.
خو په کال کې یو مېلیون د سګریټ څکولو له امله سرطان وژني او شپږ سوه زره هم د الکهولو په څښلو مري.
ملګري ملتونه وایي سره غوښه د وسپنې او ویټامین بي ۱۲ ښه سرچینه هم ده.
د بریتانیا د سرطان څېړنیز مرکز او اکسفورډ پوهنتون غړی پروفیسر ټېم کي وايي:
((دا پرېکړه تاسې ته نه وایي چې سره یا پروسس شوې غوښه باید بنده کړئ. خو که دا ډول غوښه ډېره خورئ نو باید د کارونې کچه مو کښته کړئ))
ډاکټره ټرېسا نورات چې د ملګرو ملتونو د دې رپورټ له سلاکارانو یوه ده وایي د کولمو د سرطان نور لاملونه هم شته. نوموړې بي بي سي ته وویل:
((خلک باید د سرې غوښې په مصرف کې کموالی راولي، خو ترڅنګ یې اړینه ده چې په خپلو خوړو کې فایبر هم ولري چې په مېوه او سبزیو کې موندل کېږي. د دې ترڅنګ خپل وزن ته پام وکړي، د الکهولو مصرف کم کړي او فزیکي فعالیت ولري))
د غوښو تولیدوونکي بیا وایي د سرې غوښې نه خوړل له سرطانه د خوندیتوب په موخه ښه چلن نه دی. د خلکو پام باید الکهول، سګریټ او د بدن وزن ته وي.
ليکوونکی: ايمل ساپی