امريکا پر سوريې د تازه نړيوال فشار هرکلی کړی


images

امريکا د سوريې پر ولسمشر د تازه فشار هرکلی کړی چې له دندې ګوښه شي. سپينه ماڼۍ وايي ولسمشر بشار الاسد د عربي ټولنې د ځنډونې له پرېکړې او اروپايي ټولنې له خوا له تازه بنديزونو وروسته په پرله پسې ډول ګوښی شوی دی.

له دې مخکې د اردن پاچا عبدالله بن حسين بي بي سي ته وويل که دی د ښاغلی اسد پر ځای وی، له څوکۍ به ښکته شوی وی.

دی لومړی عرب مشر دی چې داسې دريځ خپلوي.

د سوريې حکومت يوې وياندې د باچا عبد الله پر خبرو خپګان څرګند کړ، او ويې ويل ګاونډي عرب هېوادونه بايد لا جوړونکی رول غوره کړي.

د زياتېدونکي فشار پر وړاندې تر دې دمه د سوريې غبرګون د پرله پسې اونژدې يوې نه ماتېدونکې ننګونې څرګندونه ده.

د روانې اوونۍ په سر کې چارواکو د يو لړ سترو حکومت پلوه لاريونونو هڅونه کوله.

پرون بيا د سوريې د بهرنيو چارو وزير وليد المعلم د خپل هېواد غړيتوب ځنډولو په اړه د عربي ټولنې پرېکړه وغندله او دا يې يو خطرناک او ناقانونه ګام وباله:

“د عربي ټولنې پرېکړه ناقانونه ده. دا د ټولو په رايه نه ده شوې، او د ټولنې تړون ليک له قانونيت سره سمون نه لري. سوريه د دغې توطيې په ستروالي پوهېږي، چې د ژوند د هرې برخې خلکو يوالی ګواښي”

ده د سعودي، قطر، ترکي او فرانسې پر ديپلوماتيکو استازو د بريدونو په اړه بښنه وغوښته. دغو ټولو هېوادونو پر سوريه توندې نيوکې کولې.

په دمشق کې د خکو دغه ډله ييز بريدونو هرو مرو بايد د سوريې پر وړاندې د هغو حکومتونو کرکه لا ژوره کړې وي چې له مخکې زغم له لاسه ورکوي.

په قاهره کې عربي ټولنې د ۵۰۰ تنو پوځي او بشري حقونو څارونکو او هم د خبريالانو د استولو وړانديز کړی چې د سوريې دننه حالت وڅاري.

سوريې موافقه کړې د سولې هغه پلان د برخې په توګه چې څه کم دوه اوونۍ مخکې يې له عربي ټولنې سره پرې سلا کړې، نړيوال شتون ومني.

نو دغه وړانديز به د سوريې حکومت د نېک هوډ د وروستۍ ازموينې په توګه وي، خو هر څه د دې څرګندونه کوي چې نور عرب مشران د سوريې د مشر په توګه د ولسمشر اسد له وخت وروسته پړاو ته ګوري.

پر همدې مهال د بشري حقونو فعالانو له لوري ورکړل شوي راپورونه چې پخلی يې نه دی شوی وايي د سوريې له پوځ نه بېل شوي پوځيان ددغه هېواد په جنوب کې له امنيتي ځواکونو سره نښتي دي.

دوی وايي په نښتو کې لږ تر لږه ۱۶ تنه ملکيان او همدومره سرتېري وژل شوي دي.

د بشري حقونو بريتانيا مېشته څارګره ډله وايي ملکيان په درعا ولايت کې له پوستو نه په ډزو وېشتل شوي دي.

د راپورونو له مخې دوه نور کسان په حمص کې وژل شوي.

ليکوونکی : ايمل ساپی