افغانستان د نړيوالو د رقابت ډګر


هغه څه چې د نړۍ په معاصر تاریخ کې د ژور بدلون  او نویو حسابونو او اټکلونو د را منځته کېدو لامل شول ، هغه پرافغانستان باندې د روسانو  خونړی نظامي تیری او د هغوی بشپړ شکست ؤ، دا هغه څه وو، چې د بشریت په تاریخ کې یې نوی لوری پرانست، د افغانستان د جهاد په ډګر کې  د نویو اندونو پر بنسټ نوی بهیرونه را منځ ته کړل، د بیلګې په توگه د مستعمره هېوادونو د وگړو سره د استعمار پر وړاندې د خپلواکۍ د تر لاسه کولو لپاره د وسله والې مبارزې هوډ را منځه ته شو.. پخپله د را پرزول شوې  روسي امپراتورۍ سره د مادیاتي نظام( اشتراکیت)  پر بنسټ  د ځان جوړولو اړتیا محسوسه شوه، د لوېدیځ سره په مسلمانانو کې د نوې جهادي ولولې د ځپلو او دهغوی سره د دښمنۍ تصور رامنځه ته شو.

په نړۍ کې د نویو اټکلونو ،حسابونو  او لیدلورو  محور  په افغانستان کې د روسانو د اشغال پر وړاندې  جهاد او وسلواله مبارزه ده، حقیقت دا دی، چې د نړۍ په کچه د افغانستان جهاد د نړۍ نوي جوړښت او د مبارزې نوي تکتیکونه  را وزېږول، د لوېدیځ پر وړاندې د درېمې نړۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره نوي ډولونه  رامنځ ته شول، د روسانو د امپراتورۍ له سقوط سره سم د اسلامي نړۍ پر وړاندې د لوېدیځ دریځ توپیر و موند، اسلامي نړۍ تر دې وروسته د لوېدیځ لپاره د یوه دښمن حیثیت خپل کړ، نه دا چې د یوه متحد او دوست صفت ولري ، چې د روسانو تر سقوط وړاندې یې د لوېدیځ لپاره درلود .

په ۹۰یمه لسيزه کې چې کله د شوروي اتحاد پر افغانستان يرغل وکړ، نو امريکا، برتانې، اروپايي او اسلامي هېوادونو د افغان مجاهدينو سره بې دريغه مرستې وکړې تر څو په افغانستان د شوروي اتحاد مات شو، په هغه موده کې د افغانستان په پآکه خاوره د روسيې ځواکونو په بشپړ ډول حضور درلود، او د دوی په لاس جوړ شوې ګوډاګي حکومت پر ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د جهاد او مقاومت د سپيڅلي ډګر پر سنګردارانو خونړی حکومت وکړ، زرګونه افغانان يې په بې رحمۍ شهيدان کړل او تر دې ډېر یې بيا هېواد څخه تېښتې ته مجبور کړل.

افغان مجاهدينو سره د لوی رب مرسته وه، چې ستر زبرځواک يې مات کړ او په نړۍ کې يې د مقاومت نوی څپرکی پرانیست، د سرولښکرو په موجوديت کې د افغانستان يونيم ميليون بچيو د شهدات جامونه نوش کړل، او تر دې زيات يې بيا معیوب او معلول کړل، ميندې يې بوري کړې، تورسرې يې کونډې کړې او د فقر او غربت يوه سخته څپېړه يې د هېواد بچو په مخونو ووهله.

د تېري وروسته د افغانستان – روسيې تر منځ اړيکې ترينګلې شوې، او له دې حالاتو غرب پوره ګټه پورته کړه، غرب د امريکا په مشرۍ په ۲۰۰۱ کې پر افغانستان بريد وکړ او د طالبانو نظام يې ړنک کړ، د ۱۴ کالونو په اوږدو کې د دوی غلطو پاليسو او بې ځايه مداخله پخواني شوري اتحاد سرلاري روسيې ته د دې موقع په لاس ورغله، چې بيا ځلې خپل نفوس د هېواد په داخل کې زيات کړي، دوی په افغانستان کې فرهنګي او اقتصادي فعاليتونه شروع کړل، ځوانان يې وهڅول او په ياد هېواد کې يې د لوړو زده کړو کولو لپاره دعوت کړل، يو شمېر تاجرانو بيا د دې هېواد سره مرسته وکړه تر څو په افغانستان کې خپل نفوس بيا ځلې قوي کړي، د شوروي اتحاد پخواني مرسته کوونکي ګوډاګي آفغانانو بچي په روس کې رالوی شول، او اوس د هېواد په مختلفو برخو کې مرموز فعالیتونه لري او په روسي ژبې خبرې کوي.

روس تابع نيولې ده، چې د افغانستان په داخل کې د داعش او طالب وسلوالو ډلو په خلاف هوايي عمليات ترسره کړي، د دوی په افغانستان دواړه وسلوالې مخالفې ډلې وځپي، روسیه ويره لري چې د افغانستان وروسته دواړه ډلې په ځانګړي ډول داعش وسلواله ډله روسيې هېواد ته لوی ګواښ دی.

اوس پوښتنه دا ده چې افغانستان به د روس دې حضور ته په کومه سترګه ګوري او د دوی په مقابل کې به د کومې پاليسۍ څخه کار واخلي هغه څه دي چې راتلونکی به يې ځواب کړي.

ملي وحدت حکومت او اپوزيسون ته اوس مهال لوی مسولیت په مخ کې دی، له بل طرفه دوی ته تاريخي فرصت په لاس ورغلی چې اوسني وخت کې د افغانستان عرضي تماميت، اقتصادي، نظامي، فرهنګي او اجتماعي نظامونو پياوړتيا لپاره کار وکړي، او پرنږدي چې پخوانی مړ شوی اور بيا راتازه کړي.

ليکوونکی: ايمل ساپی