د پاڅون د نړيوالی ويبپاڼی خبرتيا !


12242307_827644864019153_107580019_n

مونږ په هيواد مينو هيوادوالو ته بلنه ورکوو.

چي د همغږی په نوم ګروپ کي زمونږ سره په فيسبوک کي راغونډ شي .

په دی اړونډ په لوی افغانستان کي لروبر پښتنونه هم په غوڅه توګه د ملاتړ هيله کيږي.

چي زمونږ سره يوځای خپل د پيوستون غيږ د نړيوالو تر غوږ، او لدې لارې د متحده قامونو عمومي شورأ غوږ ته ورسوي . چي مونږ د لوی افغانسان وګړي د نړۍ په دی ډيموکراسی کي نور د زوړ استعمار قربانيان نه شو حسابيدلی. نور مونږته د خپلو ولسونو بيلتون د لروبر په نوم د زغملو وړ نه دی .

دغی کرښي د پښتون قام د ملا په منځ کی غوڅ کړی. او لاتر اوسه مونږ دغه د ډيورنډ په نوم کرښه هيڅکله نه ده منلی.

او هيڅکله يې نه منوو !

 غواړو چي .

ـ مونږ د لروبر پښتانه نور سره يوکيده غواړو

ـ مونږ نور د ډيورنډ منحوسه کرښه نه منوو 

ـ مونږ د ډيورنډ د کرښی له منځه وړل غواړو

څوګ چي پدي لاره کي مونږ سره ملتيا کوي . هيله کيږي چي .

همغږی په نوم ګروپ کي ځان فيسبوک کي شريک کړي.