وزیر محمداکبرخان


3188789318_1c107d2204

زموږ د هيواد د تأریخ یوه ځلانده ویاړلې څیره ، د افغان � انگلیس د لومړۍ جگړې ملي اتـل د امیر دوست محمد خان زوی او د سردار پاینده خان بارکزي لمسی ، وزیرمحمد اکبر خان دی. 
سردار وزیر محمد اکبرخان ، زموږ د ولس د هڅو ، جنگ او جگړو د تأریخ هغه ځلانده څیره ده چې د انگلیسانو پر وړاندې د کابل د وگړو د پاڅون په لارښوونه او بري کې یې په سرښندنې ، رغنده اوهیوادپاله ونډه لوبولې ده ؛ خوپه خواشینۍ چې د وزیر اکبرخان له سرلوړۍ او ویاړونو ډک ژوند ، لنډ وو. 

هغه لا اتلس کلن نه وو چې د یوه لښکر په سرمشرۍ یې د جلال آباد سرغړاوی واکمن له لنډ مقاومته اړاند (اسیر) ونیو، وروسته یې په کندهار کې په یوې مخامخ جگړې کې سدوزی شاه شجاع دړې وړې کړ او انگلیسي جنرال کیمبل یې لومړی ټپي او بیا یې ژوندی ونیو. 

شل کلن وو چې پيښاور ته نیږدې د جمرود په جگړې کې د سیکهانو پر وړاندې یې توره له تیکي را وایسته او په یوې لاس او گریوان جگړې کې یې د سیکهانو سر لښکر هري سینگهـ وواژه او لښکر یې ور دړې وړې کړ. 
په ۲۲ کلنۍ کې د شاه شجاع او رنجیت سینگهـ د گډ لښکر د مخنیوۍ لپاره د خیـبر د درې پر لور یې ور ودانگل خو مخکې له دې چې له تیري گر لښکر سره مخامخ شي د هیواد د دښمنانو له پلوه ورته زهر ورکړل شول او د هغه نیم ژواندی جسد یې په کټ کې له خیبره د هغه پلار ته د ارغنده مورچل ته راووړ ؛ له ډیرو هڅو وروسته د مړینې له منگولو وژغورل شو، له هغه وروسته بخارا ته ولاړ او د پاچا په زندان کې بندي شو. 

۲۴ کلن وو چې د بخارا د پاچا له زندانه خلاص شو او په ۱۸۴۱ ز کال کې د نوامبر په ۲۵ نيټه یې د کابل د وگړو د پاڅون لارښوونه په غاړه وا خیستله، په ډیرې هوښیارۍ یې د انگلیس له سرچارواکي او ځانگړي استازي مکناتن څخه چې په درغلنې او دوه مخۍ کې شيطان ورته هک پک کيده ، د خپل استازي له لارې یو پټ لاسوند تر لاسه کړ ؛ دغه پټ لاسوند په خپله د افغان مشرانو په وړاندې د انگلیس دوه مخي او درغلنه څرگندوله او له همدې امله یې مکناتن وواژه او انگلیسان یې دې ته اړ کړل چې په بیړه له کابله ووځي ؛ دا هغه سیاسي – پوځي اشواینه (رسوایۍ) وه چې بله بيلگه یې نه شو کولای د انگلیس د سترواکۍ په تأریخ کې و مومو. د همدغو سیاسي � پوځي هڅو له امله وو چې وزیر اکبر خان دوه ځله د انگلیس د لاسپوڅو چوپړیانو له پلوه په ډزو وویشتل شو خوداوړه ځله د مرگ له لومو ژوندی راووت. 

دا په داسې حال کې ورته پيښ شوې چې لا مخکې یې د بخارا د پاچا له لښکر سره په جگړه کې ټپونه له ځان سره وړل او دوه کاله یې د بخارا د پاچا په زندان کې تیر کړي ول. 

وزیر اکبر خان خپل نیمایي دیرش کلن ژوند په ویاړ او سر لوړۍ د خپل هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د ولس د ملي واکمنۍ د ساتنې ، له یرغلگرو او د هغو له لاسپوڅو تاړاک پالو سره په نه پخلا کيدنې دښمنۍ تیر کړ اود ژوند تر وروستۍ سلگۍ پورې د هیواد د یو والي او د هیواد د ښمنانو پر وړاندې، ځلانده توره په لاس په میړانه و دَرېد. د یوه مجاهد او غازي او د انگلیس د نه پخلا کيدونکې دښمن په توگه د هغه د میړانې ، درنښت او غیرت یادونه د ولس په زړونو کې تر دې کچې په څپو شول چې د ۱۸۴۱ � ۱۸۴۲ ز کال د ولسي پاڅون له بریا سره سم د ولس د جگړو او هڅو په ویاړمنظومې بولې (حماسې) او رزمنامې ورته ولیکل شوې ؛ په [۱۸۴۳ ز کال کې چې له ۱۲۶۰ لمریز سره سمون خوري] حمید کشمیري اکبر نامه جوړه کړه او [قاسم علي د ډیلي د آگرې اوسیدونکي په ۱۸۴۶ ز کال کې چې له ۱۲۶۳ لمریز سره سمون خوري او د وزیر اکبر خان د مړینې له نيټې سره برابره ده] اکبري ظفرنامه وویله ؛ چې د انگلیس په وړاندې پاڅونونو کې دغو دواړو شعري ټولگو د وزیر اکبر خان نوم د یوه ملي اتـل په توگه د تأریخ په تلپاتې هينداره کې لا تلپاتی کړ. 

د هیواد ځوانانو اواوسني مخ په ودې زوزات (نسل) ته ښایي چې د خپلې پوهې د لوړ والي لپاره د خپل هيواد تأریخ یو ځل بیا په ځیر ولولي او ورته څرگنده شي چې زموږهيواد د خپل تأریخ په اوږدو کې په ځانگړې توگه د اوسني تأریخ په سپیڅلې لمنه کې داسې میړني او باتور بچي روزلي دي چې هیواد او ولس د هغوی په رغنده سرښندونو ویاړي.

د وزیر اکبر خان زړورتیا ، ميړانه او د هغه د هیواد او ولس پالنې اوچت او ژوندی احساس په خپله د سړي د زړه په تل کې د باتورۍ او سر ښندنې څپې را پاروي. له دې امله ددغو کرښو د لیکلو لامـِل، زماليکوال (سیستاني � ژ) د هغې ژورې لیوالتیا له تــَل څخه سر چینه اخلي چې دغه ملي ولسي ستر شخصیت ته یې لري ، او دا دې د هغه د مړینې له ۱۶۲ کالو وروسته غواړم د وزیر اکبر خان یاد په درنښت ولمانځم. 

په خواشینۍ چې زموږ د هیواد والو په منځ کې داسې کسان هم شته چې سترگې یې د سردار وزیر اکبرخان غازي د سرښندنکو او له ځانه تیرېدونکوحماسو د لیدلو وس نه لري او په بیلابیلو شیـبو کې ددې پرځای چې د هيواد ددغسې سرښندونکي بچي د ښيگڼو او میړانو یادَونه وکړي هغه د خپل قلم په څوکو چیچي او په خپل اند هڅه کوي چې گڼې د هغه د شخصیت له دروندوالي څخه به یو څه کم کړي. 

حقپاله او حق پیژوندونکي افغانان هيڅکله چاته اجازه نه ورکوي چې د هغوی ملي او اتـلې څیرې چې د خپلو وینو په تویولو یې دغه ټاټوبی ساتلی او موږ ته یې په سرښندنې را ډالۍ کړی وښکنځي ، یا یې سپکه ووایي او یا هغوی ته په سپکه وگوري. 
په هغو شپو ورځو کې چې په هیواد کې د سره لښکر د تاړاک او وینو تویولو د غوبـَل سرو لمبود هیواد هر گوټ سوځاوه ، د بیلتون پارَونې تخمونه یې شیندل او د هیواد د ملي ارزښتونو ترپښو لاندې کولو ته په بیلا بیلو ډَولونو وده ورکول کيدله ؛ د هیواد یوه وتلي ليکوال چې د افغانستان د خلق ډیموکراتيک گوند لوړ پوړی غړی هم وو [د افغانستان د ۱۹ پیړۍ د دري په شعر کې د جنگنامو د ویلو خوځښت/ جنبش جنگنامه سرایي در شعر دري قرن ۱۹ افغانستان] د مقالې تر سرليک لاندې د اکبرنامې د شننې د پلمې په ترڅ کې د تنگ الواکۍ (تعصب) او لنډ ليد په هڅو کې غوښتل ددغه میړني افغان بچي ټولې سرښندنې چې د هيواد د پت د ساتنې په موخې څو ځلې د مرگ تر پولې تللی وو خو څښتن تعالی نه وو وژلی ، په هيڅ وشماري او گڼې ددغه هيواد د سترې او درندې څیرې له نومیالیتوب څخه یو څه کم کړي او د هیواد د ملي ویاړونو د دښنمنانو زړونه پرې خوښ کړي

ليکوونکی: ايمل ساپی