اعلیحضرت شاه امان الله خان غازي


4694260010_487c503413 (1)

شاه امان الله خان د(امیرحبیب الله خان زوی، دامیرعبدالرحمن خان لسمی، دامیر محمد افضل خان کړوسی دامیردوست محمدخان کوسـَی، د سردار پاینده خان کـَودی چې پاینده خان د حاجي جمال خان بارکزي زوی وو او د ستراحمدشاه بابا په وخت کې ژوندی وو) د ۱۲۷۱ل کال (۱۸۹۲زکال)د جون دمياشتې په لومړۍ دپغمان په دره زرگرکې د(طاق ظفر) په سيمه کې دملکې سرورسلطان له لمنۍ چې لقب یې (سراج الخواتین)وو سترگې پرنړۍ وغړولې. دامان الله خان مور سرورسلطان دشاغاسي شیردلخان لور چې(د امیرشیرعلیخان د دربارشاغاسي وو) او د خوشدل خان بارکزي خور وه چې دغه کورنۍ د هغه د پـَیر یا دورله سترو خانانو څخه وه.

دهيواد د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو په لمانځورځوکې هغه نوم چې له خپلواکې سره نه بيليدونکې تړاو لري د اعلیحضرت شاه امان الله خان غازي نوم دی. کله چې د هيواد له خپلواکۍ څخه نوم اخیستل کيږي نوپه هيواد کې به په څه پوه، په خپلواکۍ مین، آزادېپال او هيوادپال و نه موندل شي چې له هغه سره جوخت د خپلواکۍ د گټونکي سروال، هيوادپال اوسرښندویه نومیالي غازي اعلیحضرت امان الله خان په یاد ونه لویږي اود هغه ارواښاد نوم په درنښت یاد نه کړي. 

د افغانستان په تاریخ کې د هيواد د پاچایانو، شهزادگیو، امیرانو او ولسمشرانو په کتار کې (په دریو لسیزو کې بنسټپالو کیڼ او ښي اړخوډلومشران) له احمدشاه بابا وروسته هيڅ یویې له غازي پاچا امان الله خان سره په هيوادپالنۍ، له خلکو سره مینې او د خپل سرلوړي هيواد له خپلواکۍ سره په مینې او هم د هیواد په کورنيوچاروکې د پردیوله لاسوهنوسره په دښمنۍ کې برابري نشي کولای. 

تر اوسه د افغانستان حق پالونکی او حق پـَلـَوی ولس د غازي اعلیحضرت امان الله خان نوم دغه سترملي ولسي اوسرښندونکي شخصیت په ژوردرنښت یادوي او د زړه له کومې ورته درناوی لري. دغازي امان الله خان نوم د هيواد له خپلواکۍ سره نه شليدونکې تړاو لري او دهغه دروند شخصیت ته سپکاوی کټ مټ د هيواد آزادۍ او خپلواکې ته سپکاوی دی. ځکه چې د هيواد وگړو د خپلواکې د بیرته ترلاسه کولو لپاره ددغه غازي هيوادپال ترمشرۍ او د سروالې پوهې ترسیوري لاندې خپلې سپیڅلې وینې توی کړې او خپله خپلواکي یې د زبيښاک له ستوني را وایستله. څه ناڅه د نهو لسیزو په تیریدا بیا هم کولای شو دسپین روبوهیوادوالو او مشرانود یادونو د اورېدلو په وخت کې پوه شو چې د ولس دزړونو په منځ کې ددغه ستراو له پرتمه ډک لارښود مشر د دریزاو معنوي گرانښت ځای ځایگي چیرې دی. 

اعلیحضرت شاه امان الله خان غازي، یو ژور روڼ اندی، متواضع اوسپیڅلې ، له وگړو سره د ښه چلند خاوند اودهیواد پر خپلواکۍ اوپرمختگ مین پاچا وو. د هيواد له وگړو سره دهغه کړنه او چال چلند له پاچاهۍ او ان د پرمختگ غوښتونکوله غورځنگه مخکې د خلکو پرژبه وواو د هغوی په زړونو کې یې ځانگړی ځای درلود.د امیرحبیب الله په دربارکې د هيواد دیو شمیرپوهانو،ځمکوالواو اغيزمنو مشرانو زامن د ((غلام بچه گانو)) ترنامه لاندې راټول او د دربار له رموزه ښه خبر خو د امیرله چال چلنده زړه تورن ول؛ نو د امان الله خان د دغوځانگړتیاوو اوسپیڅلي کرکترله امله ول چې دغه روڼ اندي د امان الله خان گردچاپیره یوه سیاسي کړۍ راتاووي او هغه یې د یوې سیاسي ټولنې د مشرپه توگه چې د (جوانان افغان/افغان ځوانان) یا (مشروط خواهان دوم)پرنامه یادېدله وټاکه. لدې امله د شاه امان الله غازي نوم د (جوانان افغان/افغان ځوانان) یا (مشروط خواهان دوم) له نوم سره نه شليدونکی تړاو لري او هرڅوک که وغواړي د شلمي پیړۍ د لومړیو درو لسيزو د مبارزو په تأریخ کې شننه او څيړنه وکړي ، نو هرو مرو به د لومړیو او دویمومشروطه غوښتونکو نومونه او په سرکې دهيواد د خپلواکۍ د گټونکي، هيوادپال او پرمختگ پالونکي پاچا امان الله خان نوم ورسره جوخت اخلي.

شاه امان الله خان وليدل چې انگریزانود افغانستان د په رسميت پيژندلو په اړه دهغه ليک ته چې له نورو خپلواکو هيوادونو سره د یوه خپلواک او کورواک هيواد په توگه برابرحقونه ولري، ځواب ندی ورکړی ، نو د ۱۹۱۹ کال داپریل د مياشتې پر ۱۳ نيټې چې دانگلیس سفیر هم په هغې غونډې کې ناست وو د یوې ویناپرمهال وویل :
(زه ځان اوخپل هيواد له کورني او بهرني اړخه په بشپړډول خپلواک اعلانوم. وروسته لدې زموږهيواد د نړۍ د نورودولتنواوځواکونوپه څیریو خپلواک هيواد دی او د سرد یوه ویښته په اندازه هيڅ ځواک ته اجازه نه ورکول کيږي چې د افغانستان په کورنیواوبهرنیوچاروکې لاسوهنه وکړي او که څوک دغسې یوگام پورته پورته کړي نو پردغه توره به یې غاړه ور غوڅه کړم) او بیا یې مخ دانگریزسفیرته ور واړاوه او وېې پوښتل :(څه مې چې وویل پوه سوﺉ!) د انگلیس سفیر په ډیردرناوي ځواب ورکړ:(هو پوه سوم.) (۴)

وروسته ځوان پاچا د خپل برخليک د ټاکلولپاره له انگریزسره د جهاد ملا وتړله. د ځوان پاچا دغه نوښتگرغږته پر خپلواکۍ مين افغان مسلمان ولس په خوښۍ ځواب ورکړ اود خپلواکې د ترلاسه کولوپه لاره کې یې د سراومال په بلهاري کولو او سرښندوینې دهغه وخت د نړۍ له لوی ځواک یعنې انگلیس سره د جگړې چمتوالی ونیو. 
په دغه وخت کې په هنگري کې د انقلاب دبریالیتوب خبرونه رارسيدل. په آلمان کې د ۱۹۱۸ز کال د انقلاب له ماتې سره سره انقلابي اکریاحالت واک چلاوه. په ترکيه کې دخپلواکې جنگیالي لارویان د جنرال کمال اتاترک ترڅنگ کړۍ جوړولې. دهند هيواد هم په څپڅپانده اکر کې وو. د۱۹۹۱ز کال داپریل په لومړیوکې دهغه هيوادپه هرگوټ کې ټولیزه کاربندي پیل شوې وه : په بمـیي ، لاهور، ډیلي او د هندپه نوروښارونوکې د ناکراریوڅپې خورې وې او له پولیس اونيواک گروسرتيروسره دلاس اوگریوان کيدلو لړۍ خپره وه. داپریل پر۱۳ ورځ دامرتسرپه ښارکې دوه زره ووژل او په زرگونو نورټپیان شول چې دا ډیره بوږنونکې وه. دهندپه میلونونو لوږې ځپلي ولس د ورهڼگرو یاکسبگرو اود کارگرانو له غوښتنو څخه ملاتړ کاوه (۵)
په دغسې یوه اکریاحالت کې ووچې شاه امان الله په پرله پسې ټوگه د انگریزپه وړاندې دکابل د وگړو اوگڼ شمیرټولنیزو پاړکویا طبقاتو ترمخ ویناوې کولې او دولس له سرښندویه هرکلي سره مخامخ کيدلې. د عيدگاه په جومات کې په یوې ویناکې یې وویل: (دافغان زړه وره اوپه لوی څښتن مـَیـنـه ولسه! اې زمریو!د بریتانیې حکومت په درغلنې او بې شرمۍ دوه ځله زموږپرهيواد یرغل وکړ اوغوښتل یې خپلې ککړې منگولې په سیمي کې ښخې کړي، اوس غواړي چې زموږټاټوبی چې پلرونه مو پکې ښخ دي لوټ کړي، زموږپرتم،ننگ او هم زموږشخصیت او افغاني ځانگړتیا له منځه یوسي ، غواړي زموږخپلواکي اوښیرازي له منځه یوسي ….)(۶). 
دافغانستان هيوادپالوخلکو د ځوان پاچا دغې غوښتنې ته ځواب ووایه او د ۱۹۱۹ کال د مې د مياشتې تر ۳ نيټې پورې یو ۶۰ زریز ځواک جوړسو.دغه ځواک دهيواد له گڼ شمیرتوکمونوڅخه جوړ وو هغوی د ورورۍ او خپلواکۍ غوښتنې په گډواحساساتو له خپلو زَړو وسلوسره چې دانگلیس په دویمې جگړې کې یې ترلاسه کړې وې جگړې ته ملا وتړله. نا روزل شوی ۴۰۰۰ یز توپچي ځواک له خپلو زَړو وسلواو ډیرو لږو تجهیزاتو سره له دغه کوشني پوځ سره ملگری وو. خو دښمن څه وکړل؟ دښمن ددغه کوشني ناروزل شوي پوځ پروړاندې لومړی ۳۲۰ زره او وروسته یې ۷۵۰ زره روزل شوي سرتیري او افسران چې له  ۱۸۵ تر۴۵۰ زرو باروړنکي څاروي هم ورسره وو اوپرهغوی یې خپلې وسلې ایښودلې وې او له سلگونو جنگي الوتکوسره له افغانستان سره دجگړې په موخه دافغانستان سویلي اود سویل لوېدیځو کرښو پرمخ يې راوخوځول.(۷) دافغانستان پوځي اوزار او د پوځ جنگي مهماتو د بریتانيې له وسلو سره چې په پرمختللو وسلو اوجنگي الوتکوسمبال وو په هيڅ راز برابروالی نه درلود خو له دغه څرگندپوځي کمښت او نابرابروالي سره سره د افغانستان پوځ د ناتارگرو تیري کوونکو په وړاندې له ځانه اتلواله مقاومت څرگند کړ.

دانگلیس له نيواک سره دافغانستان دولس او د خپلواکۍ لپاره اتلواله پاڅون چې له لومړۍ نړېوالې جگړې څخه په هسکه غاړه راغلی وو د ولس ملي هيوادپالو احساساتوته نوې ساوبخښله او د هيواد د خپلواکۍ د لړۍ د پاڅون لمنه په بې سارې توگه پراخه شوه. له پښتنوتوکمونو څخه خپلخوښو جنگیالیو د خیبرله غاښي تربلوچستانه د بریتانوي نيواک گروپه وسله والوځپلو اوشاتمبولو کې ستره ونډه ولوبوله. د خپلواکۍ دغه پاڅون ته د بریتانوي هند وگړوښه راغلاست ووایه. په توکميزوسیموکې پراته د بریتانیي په لښکرکوټونوکې هندي سرتیري د افغانستان پوځ ته راواوښتل. په همدې وخت کې دبمبيي، لاهور،امرتسراود نيمې وچې په نوروښارونو کې د نیواک گرود ځان غټاوي پروړاندې د هند د وگړو نا آرامي او کاربندي دانگلیس د تیري کوونکود روحیې په تضعیف اود چال چلند په بدلون کې بې اغیزې نه ول.دلته ده چې د انگیس د نيواک په وړاندې د وگړو دَرېدنه اومقاومت، انگریزان اړکړل چې په راولپنډۍ کې د سولۍ د خبرو اترو لپاره اوربند ته غاړه کیږدي(۳جون ۱۹۱۹)

هرگوره د غازي اعلیحضرت شاه امان الله خان د سپیڅلې هيوادپالنې اویوژبې مشرۍ ترسیوري لاندې دافغانستان سیاسي خپلواکي ترلاسه شوه او یوځل بیاافغانستان خپل له لاسه تللی نوم او پرتم ترلاسه کړاو د نړۍ د خپلواکوهيوادونو په کتارکې ودرېد(د ۱۲۹۸ل کال د زمري د مياشتې ۲۸ چې د ۱۹۱۹ ز کال د اگست د مياشتې له اتلسمې سرسمون خوري)، او له دغې ورځې وروسته افغانانو داگست ۱۸ چې د زمري د مياشتې ۲۸ کیږي دهيواد د خپلواکۍ د بیاترلاسه کولو ولسي ورځ وبلله. 

ليکوونکی : ايمل ساپی