اوباما پوتین ته د افغانستان پيغور ورکړ


President Barack Obama participates in a bilateral meeting with Russia’s President Vladimir Putin during the G20 Summit, Monday, June 18, 2012, in Los Cabos, Mexico. (AP Photo/Carolyn Kaster)

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ليندۍ ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): په داسي وخت کې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو ځل بیا د شوروي د پخوانۍ سیاسي او نظامي تګلاري راژوندي کولو هڅي کوي او په همدې وجه یې په سوریا کې خپل پوځي مداخلت رسوا او زیات کړ، د امریکا ولسمشر باراک اوباما پوتین ته افغانستان ور په یاد کړ.

ادوارد اسحاق داوري په سپینه ماڼۍ کې د یوې امریکايي رسنۍ (پوليټیکو) ځانګړی رپورټر دی، وروسته تر هغه چې د ولسمشر باراک اوباما د فرانسې د سفر څخه را وګرځېد، په سپینه ماڼۍ کې ژورنالیستانو ته خپله د سفر جریان بیان کړ. نوموړی وايي اوباما چې په افغانستان او عراق کې دپخواني ولسمشر جورج بوش د ناکامي پالیسي له وجي د امریکايي ځواکونو ماتې څارلې، پوتین ته ور یاده کړه چې هر کله دي په سوریه کې د عسکري مداخلت فکر کوی، لومړی باید په افغانستان کې د روسیې د اتحادیې مداخلت در په یاد کړې، چې په کال ۱۹۷۹ پیل شو او نهه خونړیو کلونو لپاره یې دوام وکړ.

نوموړی وايي: دا د اوباما او د پوتین تر منځ د وروستیو دوه مجلسونو خلاصه وه.

اوباما دغه خبره لومړی هغه وخت پوتین ته کړې وه، کله چې په مصر کې د روسیې یوه مسافر وړونکې الوتکه را وغورځيده او بیا په پاریس کې وسلوال بریدونه او چاودنې وشوې، او دوهم ځل یې بیا په پاریس کې هغه مهال ورته وکړه کله چې د ترکیې له لوري یوه روسي الوتکه را غورځول شوې وه.

اوباما فرانسې ته خپل د وروستي سفر خلاصه په دې توګه بیان کړه: زه فکر کوم پوتین پوهیږي، تر اوسه د افغانستان یادونه ددوي په ذهن کې تازه دي، د یو هیواد په کورنۍ جګړه کې داسي ښکيلیدل لکه دی چې کوي، د ګټي او تاوان تضمین یې په داسي اساني سره نه شي کیدای.

ادوارد اسحاق داوري وايي په داسي وخت کې چې د روسیې او امریکا اړیکي ډیري سړي دي، په دغو ناستو کې پوتین او اوباما ته دا موقع برابره شول چې یو ځل بیا یو بل له نیژدو مطالعه کړي.

اوباما او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري روسي اړخ ته په مصر او ترکیه کې د روسي الوتکو په اړه خپله خواشیني یو ځل بیا څرګنده کړه، او د روسانو سره یې په سوریه کې د سیاسي انتقال په اړه بحث وکړ، په هغه کې هم اوباما ټینګار وکړ چې هر رنګه سیاسي مصالحت په سوریه کې کیږي، په هغه کې به اوسنی واکمن بشار الاسد هیڅ ونډه ونه لري.

روسیه چې پوځي مداخلت یې د بشار الاسد له پاره کړی، کله به هم دغه سی شرایطو ته تیار نه سي، ځکه هڅه کوي چې په سوریه کې د خپلو بمباریو او پوځي مداخلت په زور پر ځمکه د بشار الاسد واک پراخ کړي، او یا اقلا هغه ته د یو جلا هیواد جوړولو زمینه برابره کړي.

ليکوونکی: ايمل ساپی