د جنازی د لمونځ طریقه:


كله چې مسلمان مړ شو نو اوس به يې دجنازې دلمانځه داداكولو لپاره جنازه ګاه ته يوسئ . دجنازې دلمانځه مسنونه طريقه داده چې مړى به مخكې كيږدئ او امام به دهغه دسينې په برابر ودريږي اوامام او خلك به دجنازې دلمانځه دادا كولو نيت وكړي چې په اظهرقول په پښتو ژبه يې توري دادي :
نيت مي كړى لمونځ كوم دجنازې خاص خدای جل جلاله ته دعا كوم دې حاضر مړي ته ( اقتدا مې كړې په دې حاضر امام پسې) مخ مې كړى كعبې شريفي ته
(امام به داتوري نه وايي چي (اقتدا مې كړې په دې حاضر امام پسې ). او په عربي ژبه يې دنيت لپاره داتوري غوره ګرځول شوي :
نویت ان اؤدی لله تعالی اربع تکبیرات الصلاة الجنازة الثناء لله تعالی و الصلوات للرسول ودعاء لهذا لمیت اقتدیت بهذالامام متوجها الی جهة الکعبة الشریفة.
دلته به امام د(اقتديت بهذاالامام ) توري نه وايي .
كله چې مقتدي نيت وكړ نو په سمدستي ډول به (الله اكبر) ووايي او له تكبيره وروسته به دادعا پيل كړي :
” سُبحانكَ اللهُمَ وَبِحَمدِكَ وَتَبارَكَ اسمُكَ وَتَعالى جِدُ كَ وَجَلَ ثناءُ كَ وَلااِلهَ غَيرُ كَ “
كله چي يې دا دعا وويله نو بيا به (الله اكبر) ووايي او له همدې دوهمه تكبيره وروسته به دا درود ووايي
” اللهم صل على محمد وعلى آل محمد كما صليت وباركت ورحمت وترحمت على ابراهيم وعلى آل ابراهيم انك حميد مجيد “
(دلته عام درود هم ويلاي شي يعني)
” اللهم صل على محمد وعلى آل محمد كما صليت على ابراهيم وعلى آل ابراهيم انك حميد مجيد “
كله چې يې درود شريف ووايه نو دريم تكبير(الله اكبر) به ووايي او كه مړى بالغ وو، كه نر وو كه ښځه نو دادعا به ووايي
” اللهُمَ اغفر لِحينا, وَمَيتِنا, وَشاهِدِنا,وَغائِبِنا,وَصَغيرِنا,وَكَبيرِنا,وَذَكَرِنا وَاِنثانا اَللهُمَ مَن احييتَه مِنا فَاحيه على اِلاسلامِ وَمَن تَوَفَيته مِنا فتوفه عَلى اِلايمان “
بيا به دڅلورم ځل لپاره (الله اكبر) ووايي او له څلورم تكبير وروسته به سمدستي اول خی طرف او بیا چپ طرف ته سلام وګرځوي او هرلورې ته په مخ ګرځولو سره به ” السلام عليكم ورحمة الله ” وايي .
هیله ده نوموړی لیکنه دومره شیر کړی چی ټول مسلمانان ورونه تری برخمن شی دا فکر مه کوی چی دا لیکنه بل چا کړی بلکی دا فکر وکړی چی دا لیکنه ډیره د نورو مسلمانانو ورونو سره شریکه کړی.

 

ليکوونکی : ايمل ساپی