سیاست په تيوري کې ترکیبي او په عمل کې تکتيکي مضمون دی.                        


   

  لومړي ترکیبي؛                                                                                                   

د لوستو انسانانو ذهن د مضمامینو له روح سره اشنا دي .کله چې د کوم مضمون نوم آوري.چټک د هغه د روح،خاصیت او ماهیت یې ذهن ته مجسم کيي.  فرضاَ که د کيمیا،بیولوژي،ریاضي تاریخ نومونه مو  تر غوږ شي.نو د کیمیا له نامه سره د نیوترون،پروتون،الکترون،اتوم عنصر او مصنوعي توکي، د بیالوژي له کلمې سره د انسان،حیوان او نبات په هکله پوهنه، د ریاضې له یاد سره جمع، تقسیم،ضرب، کسر،الجبر او د تاریخ له نوم سره زمان،مکان، پېښه،کرکتر،غالب مغلوب او د واکمنانو اعمال را په زړه کېږي .  لېکن د سیاست نوم د آورېدونکي ‌ذهن ته څه د څرګند څيز بڼه نه آنځوره وي. ځکه سیاست د ټولنیز عدالت نه بحث کوی.او هاغه د حقوقو د مضمون روح دي. او حقوق د انسان نفس د اخلاقیت روحانیت او فضیلیت په نور روښانه کوی.روسو وایی ېوازې دین په انسانانو کې دائمي انصاف ساتي.او سیاست د خپلې وینا ضمه وار ندی خو اخلاق دي.غفور ليوال هم پدې باور دی چې په سیا سي مناسباتو کې عقیده،اخلاق او عواطف ځاي نلري. سیاست د کار،تولید،مذد،سود، تجارت لارښوونه هم کوي. دا نو عجائب ده چې چنار د زردالو ونې ته د مېوې نيوې چل ښئې.ځکه سیاست د اقتصاد له ستوني ساه باسي.بیا د تنفس راز ورښئي. پورتني یاد عنصرونه د اقتصاد د مضمون هډ دي . کار جمع سرمایه، جمع ځمکه مساوي پر تولید.د مال کیفیت ،بارجامه،ترانسپورت د جنس اصلي بیه ټاکي.انحصار او د مارکيټ اړتیا  په بیه سیخه اغیزه کوی.  سیاست په سپین سترګۍ تاریخ پخپل جاغور کې ننوېستي دی.ځیني وخت سړی داسی انګيري لکه تاریخ څه سیاست وی.که چيرته حکومت کول سیاست وي. بیا هم تاریخ ورنه دمخه او جلا څيړنه ده.پدې چې ړومبي پيښه په مکان او زمان کې رامینځته کيږي کرکتر یې د بري یا ناکامي سمبول ګرځي تاریخ يی په سند کې قیده وی او پري قضاوت کوي . د روسو په نظر کور یو وړوکی هیواد دی.چې پلار یې رئېس  او کورنې رعایت ده. له هيواد سره یې توپیر پدې کې ده چې پلار له خپل اولاد سره مینه لري. خو هيواد مشر یې له رعایت سره نه بلکې له قدرت او ثروت سره.ایا دا ادعا به سهې وي چې د کور اداره کول سیاست وګڼو؟ کوراو هېواد ېوازې په کار ابادیږې. خو د سیاست روح  نېوکه،عیب نیونه او ژمني دی. المانې عالم وېچو وایئ خبره ماناداره غږ دی.او مارکس بیا خو-له تولید ي شبکه ګڼې .یانې خوله چې د ذهن ااظهار بیانوي،هاغه لفظ  باید د مادي تخنیکې یا هنري وجود لرونکي شی. کنه د تش غږانګازه به وي.  سیاست خو د ژوند په ډېرو چارو غږیږي چې لوستونکو ستومانه نشي په پورتني لنډ بحث به بسنه وکړم.کنه سیاست خو د وچو شعارنو او غوړو تمو ګوډی دی. چې کس څومره غواړي هومره پرې لیکلي شې.د سیاست لمن لکه د چړي اېسترخوان  په نیمکو ډوډیو ډکه ده. پورتني بحث کې وینو  چې سیاست د نورو مضامینو له بطن نه غږیږي .نو ځکه وایم چې سیاست په تيوري لحاظ ترکیبي مضمون دی.       

سیاست په عمل کي:

تور سپین ته ویل که تور بخن شې جوړ جاړی درسره کولای شم.سیاست له منفعت او اقتدار سره هر کله په هر مکان او زمان کې جوړجاړی کوی. او لکه هنداره د هر چا څيره تر بل ښکلې ښئی. سیاست چې د پانګه والو په ژبه کښيني د شغل د زیاتوالې ،د اقتصادي چټکتیا د فابریکو اوتولیدي څانګو د اعمار ژمني کوي.کله چې بیا د چارپيریال ساتنې او د اقلیم د تودوخۍ  د پوهانوپه خوله کې ځاي ونیسي.یو لک بد په پانګه والو وايي. او د شین کوریزي ګازنو د له لاسه زړه چ وي.د ځمکې ګرميدنه،وچ کالي،د سږو ناروغي ، سابندي  دنورو بيشميرو مصیبتونه لامل صنعت ګڼي.  سیاست ړومبي انساني کهول په سوسیالیزم،کپټالیزم ،ناسونیالیزم انار شیزم…. په نومو وېشي بیا کپټا لیزم له سوسیالیزم سره جنګوي انار شیزم له دواړو سره. ملتپال ته وایي ته په ثبوت سره له بشرپال نه ښئی. پدې چې هاغه د ۷میلیاردو انسانانود ګيډې مړه ولو او تن پټه ولو شعار ورکوي او ته د ۷یا ۷۰میلونو.د ډېرو په نسبت د لږو چاره کول شوني ده.ملت پال  بیا په تعصبیت محکومه وی. په  دین پال یې وهي.د اقتدار او ثروت مینه پرسیاسیونو ذاتي دښمني هيره وي.وي.   نورانې اراوا یې  په مادي کیفیت کې نغاړي   لکه کاميلیون (د څرمښکې په څير خزندهده)  څه د خطر دبچيدو لامله  په تکتیکي  ډول خپله څيره د محل    د څیز په رنګ اړه وی . سیاست هم د ګټې په وخت کې خپل احساس،ذهن اوعقل د منفعت ورکونکي دخوښۍ په موخه  په تکتيکي شکل هغه ته ورته  ښئي.

اساسنامه مرامنه عقیده  ارمان  مبارزه دا ټول د منفعت او قدرت په هیلو کې لولپه شي. جنتي او دوزخي، انسال پال او انسان دښمن د ټول ټاکنو په موسم کې سره خورینکي شي.په ګډه کمپاین ته ځي،پارلمان سره جوړه وي، په خپلو مینځو کې چوکۍ سره وویشي او د اېتلاف په نامه حکومت رامینځته کوي.  د سیاست لوی شدات ماکیا ولي خپلو مریدانو روایت کوی د ایټالي د وخت پاچا خپل وزير د ريښتیا وینا لامله چانوارۍ کړ.همدې پېښې راذده کړل چې په سیاست کې به هيڅکله ريښتیا نه وایم.هر هاغه عمل  چې د اقتدار پاړکي ته مې  سیخ رسوي دریغ به پرې  ونکړم.                                                           

سیاست او علم:

سیاست کې ړومبۍ او وروستۍ خبره نشته ،خو علم کې شته. سیاست کې به څه ورکوي او څه به اخلې.خو دملي ګرام کمي او زیاتي علمي تجروبې نابوده وي.  له هرې لاري څه غواړي سیاست ته ننوتی شي .لیکن علم ته ېوازي د تجروبو په ثبوت. سیاست خروار کري خورد حاصل اخلي لیکن علم برعکس. د سياست منفعت فردي دي  خو د علم ګټه انساني ده.د سیاست له مذهب،قوم او ژبې سره سر و کار ده .خو علم پرې هېڅ غرض نلري. سیاست د ثروت او قدرت په زور کامیاب او ناکامېږي (لکه مرحومیان صدام او قدافي) ليکن علم د بیې په زور نه په چا کې ننوېستل کيږي اونه ترې اېستل کيږي.سیاست نه دائمي دښمنان لري او نه دائمي دوستان لیکن دائمي ګټي لري.خوعلم دائم ټولوته یو شان دوست پاتې کيږي. سیاست ميراثي ده .خو علم د مغزي او بدني غړو د زیار وجه.سیاست د زمان،مکان او حالاتو تابع دی،خو علم نه. سیاستوال هر څوک کيداېشي مګر هرکس عالم نشي کيداي.  د نړۍجاري حالت لوېدلې انسان ته وایې ټولنه په سیاسي اوتو بوتو نه بلکې په  تولیدي کسب،هنر اوعلم خود کفا کيږي. که خداي بښلو صدام او قدافي  هر یوه د۳۰ کلن واکمن سیاست  دریمه برخه د  صنعتي اقتصاد په ډګر کې زیار اېستلای واي .غربیانو به یې ۳۰ کلنه واکمني په ۳۰ ورځو کې نه وه ړنګه کړې      

په درناوې :   محمد نقیب تره خیل

بلجیم  ۱۰/۲/۲۰۱۵