سیا ست د ټولنیز فساد تومنه ده.  


   د فیلسوف او تاریخ پوه عبدالرحمن ابن خلدون په اند تعصب د سیاست تخم پدې ده چې سیاست قوم د ثروت اوقدرت د ترلاسه کولو لپاره په واحده لیکه کې ودروي، څومره چې د قوم تعصب پیاوړي وي هومره د سلطنت د نیولو د بري چانس هم زیات وي.امریکایی نړۍ وال تاریخ لیکونکې ول ډیورانټ هم تعصب د ولسونو ترمنځ د کرکی او دښمني لامل ګڼي اوعلاج یی د ښوونې او روزنې په زده کړه کې ویني.د اسلام مبارک دین تعصب مطلق مردود ګڼی  الله ج  ابلیس ځکه رټلې چې له آدم (ع) سره تعصب کړی وه.                                                                                                                                

نسب،ژبه،او کولتور د تعصب توکي دی.خيرن ذهنه او سخت زړي انسانان چې ټولنۍ ته د مادي معنوي او آخلاقي منفعت له ورکړې عاجز دی خو له ټولنې ډېر څه غواړي .د ټولنې د نه په ځواب کې بیا پرځای د دې چې دوی دا تشه د ذهني او فزیکي ستړیا په محصول ډکه کړي خو هغوی یی د نسب ژبې اوعقېدي په تعصب پړسه وي همدلته ده چې فساد او کرکې زیږیږي.خو حقیقیت روښانه ده چې په سیاست کې عقاید ځاي نلري.شکسپیرسیاستوال ټولنې ته پدې ټکو ورپيژني ،ړومبي درله خاندی بیا درباندي ملنډې وهي وروسته له لږ ځڼډه عقیده  ژبه او کولتور مو تر پښو لاندې کوی. ژان ژاک روسو فقیرانه ژوند لره په ونیز کې د فرانسې سفیر خپل منشي ټاکلی وه هیله مند وه چې په تنخوا به مې ژوند آسوده شي خبر نه وه څه سیاستوال یوه خوله ستاینه په مذد کې ورکوی. هاغه د فرانسې حکومت ته عارض شو هغوی یی حق  ومنه خو ورته یی وانخیست روسو سیاست ته په غچ کې وویل په هغه ځاي کې چې سیاست پل کيږدی رېښتنولی اوشرافت تښتي.  د ۱۵مې پيړۍ د حق د لارې مقتول فیلسوف ټوماس مور سیاسیونو ته وئیلي سپک جيبونه او پاک زړونه ولرئ.ټوماس پدې وجه دا وینا کړې چې د انګلیس پاچا د پرنسس ماګارت د واده لپاره له بیت المال نه د ۹۰۰۰۰ليرو غوښتنه کړې وه د مجلس ېوازینې غړی وه چې دومره ډېرې پيسې یی له ملت سره خیانت وګڼلې بیا مجلس هغه ۴۰۰۰۰ لیرو ته ټیټې کړی. پاچا بیا په قصور کې د مور پلار ځکه بندي کړ چې د خلکو د بلوا له وېرې هغه ته څه نشوای ویلی.پاچا له ظلمه لاس نه اخیست او مور د حق له دفاع نه،د پاچا بل فساد دا وه څه د لا شهوانې خوندونو په خاطر یی ځوانه ښکلي ان بلین د ملکې کاترین ارګون  پرځاې ملکه جوړه کړه او هغې ته یی طلا ق  ورکړ. پاپ او مور د نوي واده او طلاق مخالفت وکړ په قصد کې پاچا د کلیسا مشر پاپ له دندې ګوښه کړ په مجلس یی ومنله چې لدې وروسته به هم پا چا او هم  روحانی مشر وي. کله چې مور له سوګند کولو څخه سرغړونه وکړه بیا هغه یی په دار وځړول وه روسو ټوماس  او پاپ نه عوام وه او نه کلیوال بلکې ټوماس د سلطنت لوی وزیر هم وه. سیاست او تعصب دعبقریانو پر حق خپل باطل غالب کړ له منشي نه مذد له ميرمني خوښې له پاب نه  دنده  دسلطنت له لوی قاضي نه د دندې سربيره  ژوند هم واخست نوهر انسان دې پخپله قضاوت وکړي چې سیاست به بيرېدونکو عوامو او ساده کلیوالو ته  حق ورکړی وي یا به یی ور کړې؟  د پورتنیو پيښو روح ښیئ چې سیاست انسان فساد ته هڅوي ورته وایی که سرکار ي لوړ مقام ته ځان ورسوې له رعیت نه د باج له بیت المال نه د هوس د خراج او د مخالف په وړاندي به د جلاد واک ولرې اوهم به د ټولو جنایتونو او خیانتونو له سزا معاف اوسی.  د یوعالم وینا ده څه سیاستوال سیندونه سیندونه وینې څښي او لښکر لښکر انسانان ګړوته وی خو نه یی تنده ماتيږي اونه یی ارګمي تري ويږي.سیاست د هغه ادعا   په افغانستان،پاکستان،یمن،سومالیا عراق،ليبیا،سوری اوکراین او….کې عملي کړه. سیاستوال دا ۳۸کالو کې د میلونونو افغانانو وینې څښې او هډونه یی خوري لا هم یی نه تندن ماتیږی او نه یی لوږه کمیږي بچک یې مړ کړي پدې اشتیا.که له بابا آدمه تر دې دمه د بشر د مرګ د څرنګوالې ارزونه وشي یقیناً څه د سیاستوالو د قتلونو کچه به د طبیعې او آفتي مرګونو نه کمه نه وی. سیاست د پاکي پرځای ناپاکې د زړه سوی پرځای زورونه د ښېګڼېې پرځای شر بهتره ګڼی. بشر ته وایی لېوه سه انسان وخوره تر څو د مال دولت او د سلطنت څښتن سې،تل دعالمانو اوعبقریانو د پوهنې رڼا په اعدام، د سرو زرو په فلز او په قمیتي ډبرو مړه که. ځان زورور ته اوکمزوري ځانته غلام کړه،له عزت او عفت نه دولت او شهرت ښه دی. مدرنه سیاست، ملت د خپلواکۍ او مساوات  په ژمنه خام تما کوي  بزګرانو او مذدورانو ته  له بادار نه  د آزدۍ او کمزورو ته له زورورو سره د برابرۍ تمه ورکوي،خو دا ژمنه نه عملي کېدونکي پدې ده چې خپلواکي او مساوات یو دبل دښمن دی.یو څه راځي بل به تښتي.آیا شیخ الحدیث به له ملا مولوی، اوډاکتر به له مامور کارګر، او قاضی القضات به له مفتی او مستنطق ځان سره برابر وګڼي؟ هغه څوک څه په کار لاس  تڼاکې او وچپيلی په خولو لنده وی له هغه سره به ځان په ېوه تله وتلي څه جلد په کریم او دماغ په عطرو تازه ساتې؟ آیا مذهبي قومې او ژبني جهادي سیاستوالو د افغانستان په نا اعلان شوی چور کې حتا خپل جنګیاليو ته د ځان برابر لا څه ان شلمه سلنه برخه ورکړې؟ مساوات په دوه وجو ناشونی دي ړومبي داچې د انسانانو استعداد یو برا بر خلق شوی ندی دوهم  دا څه په نابرابره اندازه او مختلفه طریقه یي په کار اچوي. د مارکس لارویانو دا نظریه په روسیه او افغانستان کې په ډېره انساني او مالي بیه ناکامه تجروبه کړه.سیاست ولې عوام ته د رایې ورکولو په ورځ مساوی حق ورکوی لېکن په نورو ورځو کې نه،په تولید کې د ګډون پوره برخه ورکوی خو د محصول په وېش کې نه.د نورو د اصلاح لپار قوانین وضع کوی خو د ځان لپاره نه.ناپلیون د سیاستوالو د دبابو په ځواب کې ویلئ که هر چا د خپلې پوهې په آندازه د خبرو کولو حق لره په نړۍ کې به څومره چوپتیا وه. که سیاست موکل ته دا قانوني حق ورکړي څه وکیل، لومړي وزیر او ولسمشر د کمپاین د وخت شل سلنې ژمنې په ړومبي کال کې عملی نکړی موکل د رایې د اخستو او انتقال سربېره د درغجن او دوکمار په نوم محکمې ته کشولی شی.بیا به درغجنو مفسدو خاینو کسانو له وېرې ځانونه نه کاندیدول د دوی له نه راتګ سره فساد هم شڼډېده . د پرمختللو هيوادو اتباع په کار ډېر بوخت دی او د وروسته پاتې هيوادو هغه په سیاست . په ۲۰۰۳یم کال کې له فرانسوي ژبې بلجمۍ سره د هالندي ژبې د زده کړې هم ټولګیوال وم  یوماښام  د درس په جریان کې د ښووني د ریاست د مقام د هغه دوه تنو د راليږل شو کار کونکو د پو ښتنو په ځواب کې وویل امریکا که په عراق حمله کوی او کنه، زموږ نظر د هغوی دریز نشی بدلوای،۸ ساعته مې د ورځې کار کړی او اوس مې د سبق وخت دی زما  سیاست نه خوښیږې موږ پرېږدې چې سبق ووایو. د سیاست جراثیم  پرته له ژبې نور ټول وجود بې شومې کوي دلاسو او پښو قوت او طاقت ژبې ته ځی ليکن ژبه خبرې کوي نه مادي تولید. په خبرو نه تن پټيږې او نه نس پرې مړیږي نه رنځور پرې رغیږی او نه له سړې او تودې هوا پرې بچیږي  همدا د څیزونو کمښت بیا انسان فساد ته اړ باسي تر هغه به انسان ټولنه او ملت  په فساد کې ډوب وې تر هغه چې د سیاست  پرځای په کرونده او فابریکه کې کار کوي.                                                                                                                      

   محمد نقیب تره خیل         ۲/۱۱/۲۰۱۵