سیاست د ذهن او خیال الفاظ دی .


  د سیاست انجن بې ثمره او بې خوځښته غریږي. لکه څلور ماشینه بوینګ الوتکه چې د رنوې په لیکه د الوتلو په شيبه کې د اوچتيدو لپاره تم وی.خو د روانیدو په نسبت یې انجن  څو برابره چټک تاوېږي.د بې حده غرس له وجې داسې رېږدي، ته  وا لکه د یخنۍ لامله د سړي ژامې کړجيږي،دننه د مسافرو او بهر د لیدونکو او تيرېدونکو کسانو د غوږو پردې برېښوي.په مجردي چې آرابه یې د مطلوب هدف په لور تاوو او د ثمر نښه یی څرک ووهی ورسره سم غرس او رېږدېدا ورکه شي.د سیاست ثمر چې د مرغۍ پۍ  ده داېماً غریږي. سیاست مصرفي لا څه ان طفیلي صنف دي.خو شور اوځوږ یې د تولیدي، تعلیمي،روغتیائی او امنیتي هغو په پرتله څوبرابره ډېر دی.  

غږ یا آواز اېستنه د ژویو د ذهن او خیال غوښتنه ده.چې خپله آړمنتیا او غرض پرېښئي.مثلاً  که ماشوم وږي یا ناروغه اړمنتیا په ژاړ او غرض په موسکا څرګنده وي.حیوناات هم  خپلې دروني غوښتني په غږ اظهاره وي.څاروي او ځناور لوږه او تنده په بعا ، غپيدا او غرض د مطلوب په لیدو په تر پکو او په پښو کې یی په رغښتيدو ښئي.د لوړعمر لرونکی  انسانان خپل احتیاجات په سنجول شوو او مناسبو الفاظو وایی.خوغرض د مکرو او حیلو په حرکاتو په زړه سواندې څيرې په خوږو،پستو خبرو او په ست کولو  کې نغاړي.د بيلګې په ډول د غرض خاوند مطلوب کس ته وايی راځه یو څه در باندي وخرم،وڅکم.او یا ورله وایی زه خبر شوی یم چې ستا (نغدو غلې دانې او مال ) ته لاس بند دی که ریښتیا څه ته آړ اوسې زه دې په خدمت کې یې یم. د سیاست هډ په شوم وړاندیز ولاړدي.د هيڅ په لرولو سره ناروغ ته د درملو،بې سرپناه ته د کور،آمي ته د زده کړې،وزګار ته د کار لنډه دا چې د هر اړمن د اړتیا مطابق د مرستې ټټر وهي.د پښتو متل دی وایی دف په دو شوڼډو کيږي.ته څه لرې چې بل ته به یی ورکړې.  انسان د حواسو په شور او ذوق سیاست ته ننوزي.او حواس ظاهري څيزونه په سطحې ډول ویني اوپيژني.باور کوي چې بشپړ پرې پوه شوی.خو تير وتنه کوی. سترګې چې په حواسو کې  نسبتاً دقیق حس دی بیا هم اشتباه کوي.سیوری ویني ګمان کوی چې ساکن دي.خو هغه متحرک یی. همدارنګه ژبه د ناک او مڼې يوازي د خوږ والي ‌په ذایقه پوهيږي. حواس غریضې پاره وي او غریضی په لذت قرختيږي.څومره چې د حواسو منل کيږي هومره يې خوندنو ته د اشتیا جوجورۍ غټيږي.د خوندونو ګنج په ثروت او قدرت کې دي. ګنجونه بیا د دولت په بیت المال کې زېرمه او صلاحیت یی د څوکیو په ناستي کې ده. هغه ته سیخ او چټک ورسيدل د سیاست پر اوږو په سپرېدو کيده. انسان د غریضو مجموعه ده .نوځکه هر څوک د ثروت او قدرت په موندو پسې لالهنده سرکونډۍ وهی.

اوس ستونزه داده چې لیلا یوه او مجنونان بې شماره.مفته پرېمانه خوندونه  د حکومت په څوکیو کې دي. خو څوکۍ لږ اوغوښتونکې یې زښت ډېردی .سیاست چې د ذهن او د خیال د الفاظو مجموعه ده،سترعیب یی دادی چې له نن نه تښتي کله پرون او کله هم سبا ته پناه  وړي او کس د تير مهال په یادونو داسې بوخته وي لکه د اعمالو تولګر چې وي.هغو ته څه تمه کيږي هاغه ستایی او له چا یی څه تمه شلېدلې وي بیا هاغه غندي. ماغزه یی چې د ذهن په ترخو وسيزي بیا راتلونکي ته خیز وهي.د خیال مرغان  د لوکسو او فيشني جامو پر مغازو،د پلو چلو کباب او د هفت رنګه خوړو پر اېسترخوانو، د ټاب ماډل موټرو پر ګراچو د میلو او تفریح په پارکو یی اولوزه وی.د ترلاسه کولو لپا ره یې هر ډول خیا نت او جنایت ته تن ږدي. د اعمالو د پایلو د زیانونو پړه بیا په نورو اچوي. پخپله هم مدعی او هم قاضي سي،نور ملامت او ځان سلامت ویني. ذهن د سیاست په تحریک د تير مهال د ظلم او جبر په یا ده ونه د محکومو کسانو مړه احساسات وېښیه وي اوغوسه یی زیاته وي.همدارنګه د پرونيو مقتدرو او حاکمو افرادو ننې ابتر حالت له ېوې خوا د ماضې د مذو په نکلو پټه وي له بلې خوا یی هوسونو ته لمسوي. څه د دواړو یادونه یي ناسور ده سیاستوال چې د ولس د ربړو د موندو په وجه زعامت د ځان واجبې حق ګڼې،پدې خو حتماً پوهیږي چې ستونزې دعلت په پيژندو نه بلکې په کار ورکیږي،پرمختګ د تيرمهال  په کېسو نه په حال کې په بوختيدیا او راتلونکې پسې په ځغاسته او خوځست کيږي. خلیل جبران باټې وهونکي او پر ګویه خلکو ته وایي تاسې د ملتونو رنځ یي. پدې چې یوه دانه نه کرې يوه ډبره له لاري نه لری کوې او یو تار نه اوبۍ خو پرنورو حکمونه کوې. پای

محمد نقیب تره خیل                        ۲۳/۳/۲۰۱۵