په مسلخ کې کار کول شپني ده؟


د روحي عذاب ځای،د څارویو قتلګا اود نسلونو د له مینځه وړلو د محلګا په لیدو او د وینو د رود په بهيدو چې دعوامو زړونو ونه برېښي نوپدې سبب چارواکو دمسلخ نوم پری ټمبلی. که چيرې حیوانات  پوهيدای چې د هغه په دننه کې مو ورستنی تګ او اخرينی غږ دی ممکن چې ټولو حیواناتو به د مسلخ د پخو او لوړو ودانیو د نړولو په نیت پيښې آړم او ښکر تمبه کړي وه ترڅو یې د تښتې په موخه کنډواله کړي وه.
 دسپيڅلي روح او دپاک ضمیر لرونکي کسان دمرګ په آورېدو او د وینو په ليدو زړونه یې پدې وجه پړ کيږي چې په ذهن کې یې خپل ځان انځوریږي.خو سخت زړي او بيرحمه کسان د هغه په آورېدو څه ان چې په ليدو یې هم ځانونه هير وي. دوی وایی، یو مړ کيږي بل مړيږي. 

 د دې دنیا یی محشرګا په نندارې نه چې دځینو انسانانو زړونه په ټکان او روح یې په عذابیږي نه، بلکې دځاني ګټو په موخه ورته هوسيږي په کې دکار موندنې په خاطر  واسطې او غوړمالي کوی،بډې ورکوی ان چې خپله وفادارۍ هم پرې لیلامه وی.   داسې نده چې د څار ویو په خيټه او کولمو کې لعل،جواهر او روپۍ موندل کيږي چې دواطلبان یې زیات دي.بلکې داهاغه څاروي وي چې د ازاد بازار قصاب انګيرلي وي چې له نس نه به یې یو پوچاقې وازګه هم ترلاسه نشي.
خو د مسلخ له آمره نیولې تر مابره په همدغو باندې د ملت د مذدورۍ روپۍ غلاه کوي. لغړ او ډنګر څاروې د چاغ په نامه،آوښ دغویې،څخوندر د پسه او لس نسه لنګه شوي اوزه د وري په نوم پرې تيره وي.داسې اورېدل او لیدل شوي همدي چې آس او مردار شوي حيوان یی دحلالې غوښې په نامه په خلکو پلورلي . 
که په هغو لپړو او مردارو غوښو څوک ناروغه یا کوم یو پرې مړ شوی وي.د مسلخ د مشرانو او کشرانو یې پرې څه، ځکه دوی سنجول شوي ګټه دمخه ترې جيبته کړې وي. د مسلخ جنابان دلنډې او تنګې شيبو لپاره شپانه هم پاتې کيږي. خو شپني یې قصابې ته ورته د ګټې وټی منبع وي. پدي چې ځیني وخت ډېر مال پيري له تيغه د تيرولو تر مودې پورې یې پالنه،څارنه او ساتنه هم کوي.پدې پلمه د دولت له خزانې نه د کونجاړي،دانې او بيدې د پير لپاره پرېمانه بودیجه اخلي.ليکن د څارویو آخورونه په خالې بوسو هم ډک نه وي .
 له ملت سره جفاکاران بیا د کال په پای کې په نرادۍ سره دا ملي خیانت لوی خدمت ښئی په ولس احسان اچوي چې دمسلخ ادارۍ پدې ستونزمنو شرایطو کې د قرارداد له پرېګړو سره سم آړوندې څانګې ېوه ورځ هم بې غوښې نکړې.
د دین ګل پر تنه چې مات ورميږ،سپین مخ،نرمه،لشمه او پسته ژبه موښتې له دولت او حکومت نه به تل ناراضه وه. هاغه یې کټ مټ دمسلخ ریاست ګڼه. ویل به یې هغوی ولس هم په ژوندینې شپلوي او هم په مرګ. ثبوت به یې ښووه چې له ۲۰۰۱یوم کال راهيسې دولت د ملت د مړه ونې او د هېواد د ابادونې په نامه له نړۍ والو په میلیاردو ډالرې مرستې واخستي خو عوامو د وچې ډوډۍ د نه موندنې په وجه چا اولاد وپلوره او چا په ښارو کې خوشې کړه.د زلزلو او سيلابونو په پيښو کې چې پر اوسيدونکو دکورو دېوالونه او چتونه را پرېوځي،کروندې یې شاړې او څاروي یې هلاک شي. بیا اړونده ادارۍ د مړو شوو او زېامنو کسانو په پلمه له خزانې بنډلونه روپۍ وباسې په سلو کې پنځه دمړو په وارېثینو او په کور ورانو  ووېشې نورې پنځه نوي سلنه ګړوت کړي. وړم کال د واورې د ښوېدو لامله ۲۰۰ واړه او زاړه، نارینه اوښځینه لارویان په سالنګ کې د سل متره اوږد والي او دوه متره لوړوالی استنادي دېوال د نشتوالي له کبله په کې ستۍ شوه.پدې لسو کالو کې لوړ پوړه چارواکو خورا قيمتي کورونه،هوټلونه او شل پوړيزه بلډنګونه اباده کړې په فرضي ډول که همدغه ودانۍ یو روبطي واسطه له بيخه اوچته کړي د هلمند، مرغاب، کنړ،کوکچې او یا د هيواد د نورو مستو سیندو په مناسب ځاي کې کيږدي اوبه به دمه شې د خدای وچ ډګونه او دښتې به پرې سمسوره او د ولس کندوان به پرې ځوقیدلي وه  .
خو د اریانتیا او هیښتیا خبره داده چې د دین ګل همغه بڼه،همغه یې خوله اوژبه ده ليکن نور الفاظ ترې راوځي.اوس وایي چې زموږ حکومت د شپانه په شان دي د ملت ښوونه ،روزنه،پالنه او ساتنه کوی.په مېلونه زده کونکي ښوونځيو ته ځي په زرهاوو محصلینې نجونې لرو،ښځو ته بهر په دوترو کې دکار حق ورکړ شوی او په سیاست کې پوره ونډه لري.دپارلمان او کابینې غړي شوي.ټولو ته یې د وینا آزادي ورکړې هرڅه غوښتلي ،ویلي او کولې شي. په لس هاوو تصویري په سل هاووغږیزې او چاپي رسنې لرو.پدې وجه مې ملا تړلې چې د ملت شپون شم نو ځکه مې تاسې د خدای پاماني لپاره ختم ته رابللي یې زه په حکومت کې صوبدار شوي یم بله اونې ځم.چارواکوته مو سلامونه رسوم او تاسې هم ورپه یاده وم. 
مشرانو ویلي د چا څه ضمیر ژوندي وي هاغه د ظالمانو او خائینانو کړني غندي برعکس که ضمیر یې مړشی بیا د هغوی کړنې په ولس احسان ګڼي   
پاي
 محمد نقیب تره خیل
 ۲۰۱۱-۱۲-۲۸