ادبي مرغلرې


د بوریس میترلینک بلژیکي ادب پوه تيرې پنځه مرغلرې مو ولوستلې، بیا مو د میرلینګ له آنده سخصیت وپيژنده. د (شخصیت) سره په تړاو کې مو د ده بله مرغلره د 
(څنګه به یو ؟ ) ولوسته.
چې دا دی د ده دوه مرغلرې به نن ولولئ.

-***-

ستاسو آند (فکر)

ستاسي فکر چې هرڅه وي، تاسو هماغه یاست. 
هيځ امکان نلري چې څوک له خپل آنده لوی شي. یا د خپل فکر له پولو (حدودو) څخه 
تيری وکړي. 
****** *******

که طبابت پرمختک وکړي

ښایي چې یوه ورځ طبابت دومره وده وکړي، چې طبیبان د سړي زړه، سږی او نور زاړه له کاره وتلي شیان بدل کړي.
او د سر کوپړۍ کې هم نور ماغزه واچوي.
هرکله چې زاړه ماغزه بدل شي، نو روښانه 
ده، دغه حافظه هم نه پاتې کيږي.
چې د تير ژوند پوهه او مالومات، کینه او
مینه یا نور خاطرات پکې ساتلي دي.
چې حافظه لاړه شي، هغه شخصیت هم 
درومي، چې له دغې حافظې سره ټینګه 
اړیکه لري.
په دغه صورت کې بیا څوک خپل ځان نشي 
پيژندلی، او په دې نه پوهيږي چې زه څوک یم؟
یانې د ده او د یوه مړي ترمنځ به څه توپیر 
نه وي. مګر څيره او تنه به یې په کوڅو کې
حرکت کوي.
دا زیان چې د مغزو له بدلون څخه سړي ته 
رسيږي، د مرګ او مړینې له زیانه کم نه دی.
دغه جسد چې وروسته تر دې دلته او هلته ګرځي هغه پخوانی سړی نه دی، بل څوک دی.
هر تندر چې په ده پرېوځي، په هغه پخواني
کس پورې څه اړه نلري؛ بلکې په یو بل نا آشنا سړي پورې ربط پيدا کوي.

****** – *******

زما آنده څرنګ چې موریس میترلینګ په 
۱۸۶۲ميلادي کال دې نړۍ سترګې پرانستې دي. دېرش کاله وروسته یې لومړی لیکنې 
یې د ډرامې په برخه کې و، چې ډېر مشهورې دي، چې( پلیاس) او (ميزاند) 
نوميږي. 
خو تر هغه پورې چې د ده کښلي کتابونه و نه لولو، ډېر څه پرې لیکل کېدای نشي.
مترلینګ دانسان د شخصیت د جوړولو 
په هکله چې پورته مرغلره وړاندې کړې ده 
د ده په ژوند کې طب دومره پرمختګ نه و کړی.
خو نن ورځ چې موږ په یووېشتمه پيړۍ کې
ژوند کاوو، دطب په برخه ډېر پرمختګونه شوي دي. چې د زړه، سږي اود مغزونو ډېر
پيجلي عملیاتو تر سره کيږي. 
چې انسانان د نورو په پښتورګو، زړونو… باندې پاتې ژوند تيروي. 
زماله آنده مترلینګ تل دانسان د شخصیت د جوړنې او بدلون په هکله هم د ښوونې اوروزنې، روان پوهنې دعلم او د تصوف او الهیاتو د پوهې اوعلم څخه ډېربرخمن و، چې د ده له مرغلروڅخه د ده پوهه له ورایه څرګندېږي. 
د مرغومي ( ۱۷/ ۱۰/ ۱۳۹۴) لمریزکال 
د جنوري ( ۷/ ۱/ ۲۰۱۶) ميلادي کال.
په درنښت او مننه

صلاح الدین ارغوان (ساپی ).