دپاني پت درې ګونې تاریخي جګړې 


او په دغودرې ګونو جګړو کې دپښتنوونډه او ګډون:
آغلو او ښاغلو لوستونکو!
دپاني پت نوم به مو ضرور په تاريخونوکې لوستلی وي اوتاسو به یې دنامه سره ضرور آشنایی لرئ . دپاني پت ښار د هند دپلازمیینې 
پایتخت ډهلي نه شمال خواته په ۱۶۰کيلو مټرۍ کې د هاريانا په ايالت کې پروت دی٠ د هند دپنجاب دايالت له مر کزچنديګر نه په جنوب کې ١٦٩ کيلو مټره واټن لري٠ددغه تاریخي ځای نوم دهند په لرغونو تاریخي کتابونو کې (پاداواپراشتاو ) و چې دمها بها رت په عصر کې دپانډوانو له خوا جوړشوی دی.
د پاني پت تاريخي ډګر کې دتاريخ په بيلا بيلو پړاوونو کې د رې سترې جګړې شوي دي چې په دغو درې واړه جګړو کې دتصادف له مخې پښتانه شا مل ول.دغه جګړې دافغانستان او دهند دتاریخ سره نه شلیدونکي اړیکي لري . زه به په دې کوچنۍ لیکنه کې تاسو ته دپاني پت په دري ګونو جګړولنډه شانته رڼا واچومه .
۱- دپاني پت لو مړۍ جګړه ١٥٢٦ زيږديز کال:
 داپریل دمیاشتې ۲۱ نیټه
دپاني پت لو مړۍ جګړه دهند د دریم او وروستي پښتون لودي ټولواک سلطان ابر اهيم او مغولي بابر تر مينځ د١٥٢٦ زيږديز کال داپريل دمياشتې په ٢١ نېټه وشوه٠ په دغه جګړه کې که څه هم د سلطان ابر اهيم لودي د پو ځو نو شمېر ډېر وو،خو دده ديو شمېر نا سياله او بې پښتو پښتنو پو ځي جنرالانو دغدارۍ په وجه سلطان ابر اهيم لودي دپاني پت په ډګر کې ما ته وخوړه او هماغلته شهيد شو.دده سر دمغولي بابر په امر له تنې پرې شو چې دده په مړ ينې سره په هند کې دلودي پښتني کورنۍ واکمني پای ته ورسيدله او مغولي بابر دهندوستان پا چا شو٠
۲-دپاني پت دويمه جګړه١٥٥٦ زيږ ديز کال :
دنوامبر ۵ نیټه
دغه جګړه دسوري پښتنو د واکمن ا سلا م شاه ديوه جنرال هيم چندرا ويکرم اديتيا چې په تار يخو نو کې دهيمو په نا مه سره شهرت لري او مغولي واکمن جلا ل الد ین محمد اکبر تر مينځ د١٥٥٦ زيږديز کال د نوامبر په ۵ نيټه وشوه چې په دې جګړه کې هيمو په داسې حال کې چې دجګړې پّ ډګر کې پر خپل آس سپور و پر ستر ګه باندې پر غشي ولګید او رانسکور شو او ونيول شو او سر يې داکبر پا چا په امر له تنې نه غوڅ کړل شو٠ په دې جګړه کې هم پښتانه او هم هندوان په ګډه سره د مغولي اکبر په وړاندې جنګيدل .
۳-: دپاني پت دريمه جګړه ١٧٦١ زيږديز کال: 
دجنوري ۱۴ نیټه
دپاني پت دريمه جګړه داحمد شاه بابا او مر هټه وو تر مينځ د١٧٦١ زيږديز کال د جنورۍ دمياشتې په ١٤ نيټه په پاني پت کې وشوه چې مر هټه وو ما تې وخوړله.په دې ائتلاف کې روهیله پښتانه اوددوی مشران نواب نجیب ا لدوله او حافظالملک حافظ رحمت خان دابدالي احمدشاه بابا په پلوۍ دخپلو څلویښت زرو جنګیالیو سره دهغه ملاتړ کاوه .په دغه جګړه کې دمرهټه وو نامتو جنګي کمانډران 
(قوماندانان) سداشیو راو بهاو ، ملهاوراو هولکر، رګونات راواوبالاجی باجي راو و.
دپاني پت دريمه جګړه په شمالي هندوستان کې داحمد شاه بابا او مرهټه تر مینځ یوه لویه جګړه وه. په دي جګړې کې احمد شاه بابا هندوستاني مرهټه پوځ ته چې سکهان او جاټان یې هم په ائتلاف کې ملګري ول ماته ورکړه او تقریبًا ۰۰۰، ۵۰ هندوستاني سرتیري ووژل شول. دغه جګړه د پانی پت د مخکنیو دوو جګړو څخه ځکه ډیره مهمه ده چی د دواړو هېوادونو ( افغانستان او هندوستان ) معاصر تاریخ ته یې بدلونیز لوری ورکړ . په دې جګړه کی د افغانانو د سوبی ستراتیژیکی اهمیت دا دی چی نه یوازی یې د مرهیټه وو ستر ځواک پر ګونډو کړ ، بلکی دا د هندوانو او افغانانو یو داسی تن په تن شدید جنګ و چی تر هغه مهاله یې ساری نه درلود .

ډاکټر لطیف یاد

صلاح الدین ارغوان (ساپی)