د تاريخ يوه پاڼه


شاغاسیان څوک وو او دشاغاسیانو برجورې کلا ګانې چیرې وي ؟
شاه اودرامانه (عبدالرحمانه) زوروره – دشاغاسي کلا دې ولې ورانوله
ایشک یا ایشیک آقاسي چې موږ یې په پښتو کې شا غاسي بولو یوه ترکي کلمه ده چې د دربار وزیر ته ویل کیږي او په عثماني ترکانو کې دغه دنده یوه مهمه دنده وه ،ځکه ایشیک آقاسي یا ددربار وزیر به پاچا او دده کورنۍ ته نږدې او دباور او اعتماد وړ سړی و. وروسته کله چې قاجاریانو او صفویانو پر ایران حکومت کاوه نو دوی هم دایشیک آقاسي په نامه سرکاري منصب درلود چې همدا ددربار وزیریا دتشریفاتو مشر و.
وروسته دایشیک آقاسي کلمه په افغانستان کې هم رایجه شوه او دافغانستان دپاچاهانواحمدشاه بابا(۱۷۴۷-۱۷۷۲) زیږدیز/میلادي او امیرشیرعلي خان(۱۸۲۵-۱۸۷۹) زیږدیز/میلادي دواکمنیو په دوران کې دایشیک آقاسي یا ددربار وزیر شتون درلود چې موږ افغانان یې شاغاسي بولو.
داحمدشاه بابا په وخت کې دده ددربار وزیر عبدالله خان ایشک اقاسی ( شاه غا سي) وچې داحمدشاه بابا او دده دکورنۍ داعتماد وړ شخصیت و او ان د احمدشاه بابا په جګړو کې به دده سره ملګری و.دایشیک آقاسي یا شاغاسي سرکاري منصب دافغانستان دواکمن امیر شیرعلی خان او ان دامیردوست محمد خان دواکمنیو پورې شتون درلود. په افغانستان کې شا غاسیان معمولا دپاچا هانو دکورنۍ سره نږدې خلک وو او ددوی سره یې خپلوۍ درلودلې او زیاتره یې پښتانه بارکزیان،پوپلزیان او محمد زیان وو.
دامیر شیرعلي خان په دربار کې لوی ناب(لوی نائب) شیردل خان شاغاسي چې پښتون بارکزی و یومقتدر شخصیت تیرشوی دی چې نوموړی دشاغاسي میرداد خان زوی او دامیر شیر علیخان داعتماد او باور وړکس و.همداراز دهغه زوي شاغاسي خوشدل خان (۱۸۴۴-۱۹۱۹ زیږیدیز/میلادي )دخپلواکۍ داتل غازي امیر امان الله خان(۱۹۱۹-۱۹۲۹) زیږدیز/میلادي مورنی نیکه یاپه بل عبارت دامیر شهید سراج الملة والدین امیر حبیب الله خان(۱۹۰۱-۱۹۱۹)زیږدیز /میلادي خسر ( سخر) اود هغه دمیرمنې سرور سلطان بیګم پلار و. 
شاغاسیانو په کندهار ،کابل، میدان اووردګو ولایت ، لوګر،پغمان او دافغانستان په نورو ځایونو کې ډیرې ځمکې ، جایدادونه او کلاګانې هم درلودلې چې په میدان وردګو ولایت او لوګر ولایت کې ددوي برجورې کلا ګانې مشهورې وې.په کابل کې شا غاسیان په عمومي ډول دکابل په ګذرګاه سیمه کې اوسیدل.دکابل په پغمان کې هم شاغاسیان اوسیدل او په عامو خلکو کې به دوی ته شاغاسي خیل ویل کیدل چې معتبرې او شتمنې کورنۍ وي .
په میدان ښار کې دشاغاسي کلا دبرجورو کلاګانو نه شمیرله کیدله چې دټولو برجونو شمیریې اتو ته رسیده او داسې پلن او سورور دیوالونه یې درلودل چې دکلا پر دیوالونو دوه غوایان په یووار تیریدلای شول.که څه هم دمیدان وردګو شاغاسیا ن په افغانستان کې دجګړو له کبله له دغې سیمې نه لیږدیدلي دي، خو دکلاشاوخوا ځمکې دهغوی ملکیت دي چې اوس پکې کوچیان اوسیږي ا وددغې کلا شااوخوایې دشاغاسیانو ډیرې ځمکې هم شته .
همداراز دشا غاسیانو بله برجه وره کلا دلوګر ولایت دمحمدآغې ولسوالۍ لویدیزې خواته دبهادرخیلو کلي شاته دسیاه کوه یا تورغر دکلي نه ختیز او دشکارکلا شمالي خواته او دمغول خیلوپه لویدیزکې شتوندرلود چې اوس یې هم کنډوالې شته.همداراز دشاغاسي بله کلادلوګردپورک کلا وه چې دا کلا هم په شاغاسي پورې اړه درلودله.
ویل کیږي چې دلوګر په پورک کې دشاغاسي کلا دافغانستان دمقتدر او پولادي واکمن ،امیر عبدالرحمن خان(۱۸۸۰-۱۹۰۱) زیږدیز/میلادی له خوا ونړوله شوه ،خکه دده او دشاغاسي تر مینځ په کومې خبرې اختلاف رامینځ ته شو .امیر عبدالرحمن خان شاغاسي دتوپ په خولې کې والوزاوه او ویې واژه اودده کلا یې په توپونو ونړوله . ددغې کلا تر نړولو وروسته دامیر عبدالرحمن خان دزوی امیر حبیب الله خان۱۹۰۱-۱۹۱۹)زیږدیز /میلادي دواکمنۍ په وخت کې ددغه پاچا دښکار دځا ی په توګه کارول کیدله او کله چې د محمد ظاهرشاه(۱۹۳۳-۱۹۷۳)زیږدیز/میلادي پلار محمد نادرشاه (۱۹۲۹-۱۹۳۳زیږدیز /میلادي دافغانستان واکمن شو نو هغه دلوګر دشاغاسي کلااو ددغې کلا شا او خوا ځمکې یې دمسعودو ( مسیدو ) دقبیلې یوه جنرال ته چې دده سره یې دافغانستان دتخت او پاچاهۍ په نیولو کې مرسته کړې وه ورویخښلې .
کله چې امیر عبدالرحمن خانشاغاسي په توپ کې والوزاوه او دده برجوره کلایې په توپونو ونړوله او ورانه کړه نو په دې اړوند شاعرانو شعرونه جوړ کړل ل چې سندر غاړو په خپو سندرو کې زمزمه کړي هم دي .دافغانستان په سندر غاړو کې فرهاد دریا او نغمې هم دشاغاسیانو په اړوند سندرې ویلي دي .
ددغو سندرو ځینې بیتونه دادي :
(شاه عبدالرحمانه ) شاهي رمانه
عبدالرحمانه زوروره 
د شاغاسي کلا دې ولې ورانوله
شاهي رمانه 
د شاغاسي تر غړک جار شم
شاهي رمانه 
لکه زمرک په خندا توپ په لوري ځینه
شاهي رمانه 
عبدالرحمانه زوروه 
د شاغاسي کلا دې ولې ورانوله
شاه عبدالرحمانه 
د شاغاسي هیبتي غږ شو
شاهي رمانه
اودل رحمانه زوروه 
مرګی مې فخر بې ننګي نه قبلومه
اودل رحمانه
شاهي رامانه(شاه عبدالرحمانه) زوروه د شاغاسي کلا دې ولې ورانوله
شاهي رحمانه 
یادونه : دشاهی رامانه نه مقصد شاه عبدالرحمان یا امیر عبدالرحمن خان دی چې شاغاسي دده له خوا نه په توپ کې والوزول شو او برجوره کلایې هم په توپونو ورته ورانه کړه .
اودل رامان هم امیر عبدالرحمن خان دی.
دافغانستان په پښتنو کې اوس هم دشاغاسي او لوی ناب ( لوی نائب) نومونه اوس هم شته .
تاسو په لاندیني لینک کې دشاغاسی کلا دورانولو سندره دښاغلي فرهاد دریا په خوږ غږ کې اوریدلی شئ !

ډاکټر لطیف یاد

صلاح الدین ارغوان (ساپی)