د پښتو ادب پنځه ستوري


ګل پاچا الفت صیب د پښتو ادب له پنځو ستورو څخه شميرل کيږي. 
لکه: پوهاند صدیق الله رښتین، عبدالحي حبیبي، قیام الدین خادم، عبدالرووف بينوا او ګل پاچا الفت .
د پښتو يادو ستورو د افغانستان پښتو ادبیاتو او تاریخ، ګرامر، سیاست … برخو کې د قدر وړ چوپړ کړی دی.
چې د دوی په لیکلو ټولګو (اثار) باندې کلونه
کلونه څيړنه او ارزونه کيدای شي.

نن غواړم د ادبي مرغلو مینوالو ته د الفت صیب له ( نوی سبک او نوی ادب) څخه یوه بله بيلګه وړاندې کړم. چې د تيرو د دوو ورځو د لیکنو سره تړاو لري.
یانې لومړی مو اصلي غل، بیا مو د غلو ډېوه او نن به د غلو منطق ولولو.
الفت صیب شپه او تورتم، د ظالم ناروا، او شپې تیاره په ډېرښکلي خیال انځور سره بیانوي. چې د تشبې صنعت د ده په نثر کې
هم له ورایه څرګندېږي.
لکه: د شپې تیاره او ښکلو پيغلو دزلفو توروالی سره پرتله کوي.
یا: زموږ ناوړه کړنې د تورتم سره 
اوداسې نور

**-******* **

– ) ( د غلو منطق ) (-

له ورځې نه شپه ښه ده، اوله رڼا نه تورتم.
شپه دراحت لپاره ده، ورځ دزحمت دپاره.
د عیش اوعشرت وخت شپه ده.
سازونه اوسرودونه په شپه کې وي. 
وصالونه په شپه کې وي.
ساقي اوشاهد دشپې ښه ښکاره کيږي.
بزم او محفلونه د شپې وي.
د حیات اوبه په تورتم کې دي.
په تیارو کې د ستر اوپرده پوشي راز پټ دی.
تاسې د تورتم په قدر نه پوهيږۍ.
شپې لکه د خوبانو زلفې چې هرڅومره اوږدې وي، هغومره ښې وي. 
په سپینو مخونو باندې باید تورې زلفې خورې وي.
ښکلې او ښایسته ميرمنې په تورو پردو کې پټې ښې وي.
موږ او دوی د پردې ترشا په تیارو کې هرڅه کولی شو.
که زموږ له عملونو پرده لرې شوه، او هر چا په رڼا کې وليدو موږ ته به په نفرت وګوري.
زموږ لپاره شپه ډېره ښه ده.
تاسې کوښښ وکړئ، چې د ورځې هم تورتم او تیاره وي.
د وهم او خوف تیاره د ورځو رڼا کموي.
له ظلم سره ظلمت او تورتم تړلی دی.
د وږو خلقو په سترګو باندې توره شپه وي. 
د ناپوهي تیاره له شپې نه کمه نه ده.
باید تل ترتله تیاره وي، ځکه د چې د حیات 
اوبه په تورتم کې دي.

د مرغومي ( ۲۲/ ۱۰/ ۱۳۹۴) لمریز کال 
د جنوري ( ۱۲/ ۱/ ۲۰۱۶) ميلادي کال.
په درنښت او مننه

 پښتو ادبیاتو په برخه د استاد ګل پاچا (الفت) چوپړ د ستاینې وړ دی. چې په شعر سربيره یې په نثر کې هم خپل قلم چلولی دی.
چې د الفت صیب دا درې چاپ شوې ټولګې د یادولو وړ دي.

۱ـ غورونه نثرونه.
۲- نوی سبک او نوی ادب.
۳ـ لوړ خیالونه او ژور فکرونه.

غواړم د ادبي مرغلرو مینوالو ته د ده له (نوی سبک او نوی ادب) څخه د (غلو ډیوه)
ملګرو ته ډالۍ کړم.

– ۲-
(( د غلو ډیوه ))

سپوږمۍ ورکه شوه،س
شپه ډېره تیاره وه،
غله په تورتم کې راغله،
په کاله ننوتل.
دوی خبر نه و،
چې ښه مالونه چيرته ايښی دی،
ځکه یې ډیوه ولګوله اومال یې لټاوه.
د کور کلي خلقو چې رڼا ولیده،
راپاڅيدل د غلو مخه یې ونیوله 
او غله یې وپيژندل.
یو وویل: د تورتم نه د غلو ډيوه ښه ده.
موږ غله په رڼا کې وليدل او راويښ شوو.
هو؛ موږ غلو راویښ کړو.
زموږ په کور کې غلو ډیوه ولګوله.

د مرغومي (۲۰/ ۱۰/ ۱۳۹۴) لمریز کال
د جنوري ( ۱۰/ ۱/ ۲۰۱۶) ميلادي کال.
په درنښت او مننه.

صلاح الدین ارغوان (ساپی)