د ویکتور هوګو پنځوس زرینې ویناوې


MTE1ODA0OTcxNjY2NzM2NjUz

۱ ـــ بدمرغي د هوښیاري زېږنده ده .
۲ ـــ له سر نه تيرېدل، بریالیتوب ته رسېدل دي .
۳ ـــ ادبیات د تمدن پټ راز دی او شعر د پټو هیلو سر چینه ده .
۴ ـــ شعر هغه پاروونکی ساز دی، چې د طبیعت، بشر او پيښو غږونه یې سره یوځای کړي دي .
۵ ـــ هر ښوونځی مو چې پرانیست، نو د زندان یو ور مو وتاړه .
۶ ـــ باید د ټولو له پاره د علم دروازې پرانیستل شي، هر چيرته چې کرنه ده او هر چيرې چې انسان دی، نو هلته باید کتاب هم وي .
۷ ـــ هر سړی د خوشالۍ دوې ورځې لري : یوه د واده ورځ ده او بله هغه ورځ ده، چې خپله ميرمن خاورو ته وسپاري .
۸ ـــ هره زانګو یو مړیستون هم دی .
۹ ـــ هغه څوک نيکمرغه دی، چې د نورو د عزت او درناوي لارې ورته معلومې وي او د نورو خوشالي د خپلو خوشالیو په اندازه احساس کړي .
۱۰ ـــ د الوتونکي په څير شه، چې د ونې په یوه نري او کمزوري ښاخ باندې کيني، سندرې وایي او دا احساسوي چې ښاخ ښوري، مګر ډاډه دی، چې وزرونه لري .
۱۱ ـــ مخکې تردې چې منی راشي، نو له هر پسرلي څخه ګټه واخله .
۱۲ ـــ هر څوک خپل ارزښت په خپله ټاکي .
۱۳ ـــ د ننني هنر موخه ژوند ده، نه ښکلا .
۱۴ ـــ د پوهې ور دې د هر چا پر مخ پرانیستی وي، هر چيرته چې انسان دی، هلته دې کتاب هم وي .
۱۵ ـــ لا ماشوم وم، چې د لویوالي هوډ را سره و.
۱۶ ـــ د ناپيژاند ترمنځ د ملګرتیا څرګندېدل، د ستونزو ښکلا ده .
۱۷ ـــ زما تر ټولو ښه ملګری هغه دی، چې ورین تندی لري .
۱۸ ـــ لوږه او بې وزلي نر جنایت ته او ښځه فحشا ته هڅوي .
۱۹ ـــ ما د محراب مصلی وشکوله، ځکه چې د هيوادنیو ټپونو د تړلو اړتیا وه .
۲۰ ـــ یوه کوچنۍ مرغۍ، چې تر پاڼو لاندې غاړه وهي، د خدای (ج) د شتوالي پيژندلو ته بس ده .
۲۱ ـــ چې مرګ دې ومانه بری به تر لاسه کړې .
۲۲ ـــ بد مرغي اروا روزي .
۲۳ ـــ بد مرغي وړتیا روزي .
۲۴ ـــ بد مرغي عقل و پوهه روزي .
۲۵ ـــ بې ښيګڼې ښکلا بې بویه ګل دی .
۲۶ ـــ الله (ج) بختور ته داسې زړه وربښي، چې د مینې او سوي وړ وي. هغه چې د ژوندانه پيښې او انساني زړه یې د مینې او درد په دوه مخې هینداره لیدلي نه وي، رښتینولي ې نه ده لیدلې او له نړۍ نه ناخبره دی .
۲۷ ـــ واده یو پیوند دی یا به ښه ميوه ونیسي یا بده .
۲۸ ـــ ښځه په نارینه او شیطان په ښځه لوبې کوي .
۲۹ ـــ مرګ څه خبره نه ده، ژوند نه کيدل ډېر بد دي .
۳۰ ـــ تر مړینې بد څه دي ؟ هغه څه چې تر راتلو وروسته یې مرګ غواړې .
۳۱ ـــ له هغه چا سره مینه وکړه، چې ستا د مینې وړ وي، نه د مینې تږی، د مینې تږی به یوه ورځ نه یوه ورځ موړ شي .
۳۲ ـــ هره پاک لمنې ښځه ښکلې او زړه وړونکې ده .
۳۳ ـــ که انسان وکولای شي، چې خپل خپګان د یوه ښار په څير پرېږدي او لاړ شي، نو کولای شي، چې خپله نېکمرغي له سره پیل کړي .
۳۴ ـــ مینه ښکلی او بدرنګه نه پېژني .
۳۵ ـــ هر هغه څه چې وایې، نو ترسره یې کړه او هر هغه څه چې ترسره کوې یې، نو وې وایه .
۳۶ ـــ که چيرې نه غواړې، چې تا وازمایي، نو خپل کار په سمه توګه ترسره کړه .
۳۷ ـــ تر ټولو ستر آزموینه اخیستونکی الله (ج) دی او تر ټولو کوچنی آزموینه ورکونکی د خدای (ج) بنده .
۳۸ ـــ د وجدان عذاب په سوزنده سارا کې تر مړینې ډېر بد دی .
۳۹ ـــ تر ټولو نيکمرغه هغه څوک دی، چې له دې دوه څیزونو څخه یوه ته لاسرسی ولري : لومړی ښه کتاب او دویم هغه دوست چې د کتاب اهل وي .
۴۰ ـــ ټول جهنم په یوه کلمه کې شتون لري : یوازېتوب .
۴۱ ـــ د ټولنې ښه والی او بد والی زموږ د خپلو کړنو پایله ده، د شکایت پر ځای باید بدمرغي له منځه یوسو .
۴۲ ـــ په ښکلا کې د کمي نه شتوالی په خپله یوه نیمګړتیا ده .
۴۳ ـــ بشر ځان اشرف مخلوقات ګڼي په داسې حال کې، چې له مخلوقاتو څخه ډېر کمزوری دی .
۴۴ ـــ کله بې وزلي او مسکیني دې برید ته رسيږي، چې اړیکې او تړونونه شلوي، دا هغه مرحله ده، چې بد مرغه خلک چې هلته ور رسيږي، له هغو سره یو ځای کيږي او په یوه کلمه د بې وزلو په نامه سره ګډېږي .
۴۵ ـــ په هر ولس کې یو څراغ دی، چې ټولو خلکو ته رڼا ورکوي او هغه ښوونکی دی .
۴۶ ـــ هغه قلم، چې د خیر په کار کې ونه چلول شي، نو مات دې شي .
۴۷ ـــ د بشر له پاره په ژوند کې هیلې دومره ارزښت لري، لکه مرغانو ته بڼکې او وزرې .
۴۸ ـــ طمعه هغه ځنځیر دی، چې د هر آزاد بنده لاسونه او پښې یې تړلي دي .
۴۹ ـــ لکه څنګه چې د ټولو له پاره ښادي شته، نو غم هم شته .
۵۰ ـــ د ماشومانو راتلونکې د مور او پلار په روزنه پورې تړاو لري .

ليکوونکی : صلاح الدين ارغوان ( ساپی)