ستر مبارز الحاج میر ویس خان نیکه


rw46eu

ستر مبارز الحاج میر ویس خان نیکه دشاه عالم خان هوتک زوی دکرم خان هوتک لمسئ په۱۶۷۳ زېږنده کال کي په کندهار کي زېږېدلی دی په قوم هوتک وو چي دغلزي دقبيلې یوه ستر پښه ګڼل کیږي چي زیاتره په کلات او کندهار کي ميشت دي او دهغه غیرتمنه مور نازو اناوه چي دسلطان ملخي توخي لور وه (توخي هم دغلزي له پښته یوه پښه ده چي زیاتره په زابل کي ميشت دي . دمیرویس خان نیکه درې وړونه وه چي عبدالعزیز خان ، عبدالقادر خان او یحیی خان نومیدل . همدا راز الحاج میرویس خان نیکه دجعفرخان ابدالي دپتمني لورچي خانزاده نومیده واده کړی وو او دژوند په ۴۲ تم کال (۲۵ دسمبر ۱۷۱۵ زېږنده او۲۸ ذوالحجه ۱۱۲۷ سپوږمیږ)په کندهار کي له دې فاني نړۍ وکوچید .

نامتو ایرانی پوه داکټر شفا ليکي چې: صفوي اسماعیل شاه خپل پاچاهۍ په تبرېز کې د شل زرو سنیانو له وژلو پيل کړ او کله چې مشهد ته را ورسيد نود هغه قـِزلباشو سرتیرو د پاچا د وېنې تویولو د تندې د ماتولو په پار په طبسین کې اته زره وگړي له چړو تير کړل. لومړي شاه عباس خپل دوه وروڼه ، یو وراره ، اکا او خپل دوه زامن (محمد میرزا او امام قلي میرزا) ړانده کړل او خپل دریم ځای ناستی زوی (وصفي میرزا) یې په ډیرې سخت زړۍ وواژه. د هغه وروستـني زوی د ړندېدلو وسه نه درلودله اوځان وژنه یې وکړه. او په دې ډول د شاه عباس له پښته هيڅ نارېنه ماشوم ژوندی پاتې نشو. 
په ۱۵۰۰ ز کال کې په ماوراء الهنر کې شيباني او په ۱۵۰۲ ز کال کې په ایران کې صفوي دولتونو سرونه را پورته کړل او په ۱۵۰۳ ز کال کې بابري (گورگاني) دولت په کابل او وروسته په ۱۵۲۵ ز کال کې په هندوستان کې رامنځ ته شو. دغو نویو رامنځ ته شویو دولتونو له شمال ، لوېدېځ او ختيزه افغانستان ته لاسونه را وغځول او هيواد یې په درېو شمالي ، لوېدېځو او ختيزو برخو ووېشه. پدې مانا چې په ۱۵۱۰ ز کال کې د ایران صفوي دولت هرات او سیستان او هم په ۱۵۵۶، ۱۶۲۲ ، ۱۶۴۸ ز کلونو کې د مغولي پاچایانو له منگلو یې قندهارونيو. او د هند بابري دولت پر ۱۵۰۳ ز کال پر کابل او پر ۱۵۰۵ کال پر غزني او پر ۱۵۰۸ ز کال پر ننگرهار او پر ۱۵۲۰ ز کال یې پرکندهار د واکمنۍ منگولې ښخې او ویې نيول. په ۱۵۰۰ ز کال کې ازبک شيباني دولت هم کله چې په سَمـَرقند کې یې د تيمور وروستنې پاتې شونې له پښو وغورځولې او د گورگاني دولت پر ځای یې په ماوراء النهر کې د خپل دولت بنسټ کښيښود نو پر کال ۱۵۰۶ ز له آمو را وا وښت او بلخ یې ونيو. یو کال وروسته (۱۵۰۷ ز کال) محمد خان شیباني (شیبک خان) له آمو را واوښت او په مرغاب کې یې د تيموري شهزادگیو مقاومت و ټکاوه او هرات یې ونيو .

د صفوي د واکمنۍ پر مهال د شيعه گروهنه د دولت د رسمي مذهب په توگه گڼل کيدله چې په خپل ټول واک او ځواک له ناتارگرۍ ، سیاسي مذهبي په خپل سرۍ ، سخت زړېتوب او ټولوژنې سره ملگرې وه. ټـبرنۍ ، توکميزې ، گروهنيزې او غیر شیعه مذهبي ډلې تل ځورول کيدلې ، هغوی ته سپکې او سپورې ویل کيدلې او ان دا چې په ټوليزه ډول به وژل یا ځورول کيدلې او یا به د شتمنیو د نیولو له لارې اړ ایستل کيدلې چې له خپلې گروهنې او مذهبي تگلارې څخه لاس پر سر او پر شيعه مذهب را واوړي. 

د لومړي شاه عباس ځای ناستی د صفي میرزا زوی سام میرزا له خپل غور نيکه شاه اسماعیل څخه په سورلاسۍ او وینې بهونه کې کم نه وو. د خپلې څوارلس کلنې واکمنې په اوږدو کې یې پرته له ځڼد او خڼده ټولوژنه له خپلو خپلوانورا پیل کړه. هغه خپله ماندېنه او مور دواړه ووژلې او په یوې مسيدلې او نیشې ډکې شپې کې یې شيدې رودونکی زوی په اور کې را گوزار کړ. 
د وصفي پر نامه د دویم شاه عباس زوی چې د پاچاهۍ له غوره کيدنې وروسته یې خپل نوم پر شاه سليمان را واړاوه د پاچاهۍ د ځای ناستـنې له هماغو لومړیو پيليزو شيبو څخه د دربار یو شمير مخورسپین روبي ، سیاسي مشران ، دربار ته نيږدې ځمکوال او پوځي لارښوده بولندویان له چړو تير کړل. د شاه سليمان زوی سلطان حسین چې څو زره حدېثه یې له یاده زده ول او کوشنی کاریې پرته له خدای پالنې ، خدای غوښتنې او استخارې نه تر سره کاوه ، له شپږو کالو پاچاهت وروسته خپله وچه خدای پالیزه سپيڅلتیا یوې خوا ته کړه او د شرابو په کونړونو (جامونو) کې د لميسدنې یا نشې په خوبونو کې ډوب شو ، ليوالتیا او تنده یې د حرمسرای ښځمنو چوپړیانو ته په ښندېز (افراطي) ډول په ډیرېدا شوه . ان خبره دې ته را ورسيدله چې د هغه خواجه سرایان به د جـُـلفا په کوڅو کې گرځيدل او هر چیرې چې به یې ښاېښته نجونې یا ښځې وليدلې نو پاچا ته به یې راتښتولې. دغه پر خدای مین او خدای پال پاچا د نورو چارو په پرتله په خپل حرمسرای کې ډیر بوخت وو؛ د ولایتونو واکوالو به له یو بل سره په سیالۍ کې د پاچا د ښځمنغوښتـنې د تندې او لمسيدنې د ماتولو لپاره د خپلې واکمنۍ له سيمې څخه ښایسته نجونې په وچ زور را ټولې ، پاچا او اړوندو

د دغه پاچا د پاچاهۍ پر مهال د شيعه د روحانيت مذهبي تنگ الواکي ( تعصب) دومره زیاته شوه چې له امله یې د دایران تر ولکې لاندې ولایتونو کې مذهبي لږکيو پاڅونونو ته لاس واچاوه. د بيلگې په ډول په ۱۱۱۱ کال کې بلوڅانو پر کـِرمان یرغل وکړ، پر کال ۱۱۲۱ د کندهار وگړو او په ۱۱۲۳ کال کې داغستان ، په ۱۱۲۶ کال کې په هرات کې ابدالیانو او په ۱۱۲۷ کال کې سـُـنـي کـُردانو پاڅون وکړ. په ۱۱۳۵ کال کې د قفقاز ارمنينانو بلوا او سرغړوانه را وپاروله. په هماغه کال کې د ختيز گـُرجستان وگړو هم اله گولې ته لاس واچاوه . په ۱۱۳۳ کال کې لـرانو او په ۱۱۳۴ کال کې د مسقط بلوڅانو او عربانو پاڅون او یاغيتوب وکړ. په همدغه کال ۱۱۳۴ کې په شیروان کې د تسنن د ډلې د مذهبي خپلواکۍ غوښتنې څپې په خوټيدو شوې او د حاجې داؤد مـُدَرِس تر مشرۍ لاندې یې پر شماخي کرسي شیروان یرغل او له څلورو تر پينځو زرو شيعه گان یې له چړو تير او د عثماني ترکيې په پلوي یې غږونه راپورته کړل. (۴) 

لنډه دا چې د صفوي سلطان حسین د پاچاهۍ په وخت کې د لسگونو نورو نيمگړتیاو تر څنگ د اداري چارو ناسمبالتیا او گډ وډي ، د درباریانو په منځ کې تربگني او دیوبل پروړاندې دروهه (توطـﺋـه) جوړونه ، بډې خوړنه او د صفوي د خپل سرو واکمنانو تیرغمالي او ناتار او د روانو قوانينو نه پلي کولو، د غیر شيعه ډلو پر وړاندې د شيعه دولت مذهبي تنگ الواکي، د خلکو کوکارو او نارو ته د تیریو د ډیرېدا له امله غوږ نه نيول، د وگړو له زوره وتلې ماليې او د وروسته پاتې ماليې د ترلاسه کولو لپاره له زبيښاک او زور زیاتې کار اخيستنه ټول ددې لامل گرځيدل چې د ټولنې اغیزمن کسان د لارو چارو د موندلو په لټه کې شي او د خپلې سيمې او د ملي خپلواکۍ لپاره هلې ځلې وکړي او له دغسې وَړَندو او مناسبو حالاتو څخه په گټه اخیستنې اړېنه گټه پورته کړي. 

نو د اتلسمې زیږدېزې پیړۍ په پيل کې د کندهار بیا د هرات او سیستان وگړو چې له تأریخي – جغرافیوي ، اقتصادي او دودیزپلوه له یو بل سره ډیرې گډې ځانگړتیاوې لري او په خټه کې یې د ميړانې ، رښتنگلوۍ ، همغږۍ ، ځان تيرېدنې او خپلواکۍ غوښتنې سپيڅلي احساسات ډیر پياوړي دي د صفوي بې کفایته دولت له ناتار او تيریو څخه د ځان ژغورنې لپاره یو په بل پسې مټې را بډ وهلې اوپه سمبال شوې توگې د صفوي دولت د زور زیاتۍ ، لنډپارۍ او لنډگروهنې پر وړاندې په پښو ودرېدل ، پاڅون یې وکړ او د سپيڅلې جگړې لړۍ یې په سرښندنې د بشپړې خپلواکې د ترلاسه کولوتر شيبې پورې بهانده وساتله او بیرته په پښو کښينـناستل. د هغوی موخه د پردۍ واکمنۍ له منگولو څخه د وگړو خپلواکي وه. د خپلواکۍ لپاره د وگړو پاڅونونو نه یوازې په خپله خټه کې لارښودیز پيلوزي او مشعلونه روښانه کړل بلکه په ایران ، افغانستان او نورو سيموکې یې خوځښتونه را وپارول او لدې چې د دغو پاڅونونو په تومنه کې د موخو او اهدافو څرگندوالی وو نو ځکه پایله یې په بریا واوښتله. 

گرگین په دوه مخۍ او درغلۍ د سدوزي دولت خان له منځه وړلو څخه مخکې ، د میرویس خان پر وړاندې خپله هر ډول بد نیتي پټه وساتله او خپل ټول پام یې د دولتخان او د هغه د ټبر پر پرځورولو او دړې وړې کولو ور نيغ کړ . هغه د ابدالي د ټـبر یو شمیر سیال کسان وموندل او له هغوي څخه یې د دولت خان په نيولو کې د مرستې غوښتنه وکړه. په خواشينۍ چې دغو لنډ باورو سیالانو (عزتخان او اتل خان سدوزي) د یوې شپې په نيمایي تور تم کې گرگین او د هغه وینې څښونکی لښکر شهر صفا ته (د کندهارد ختيزپه ۳۰ مایلي واټن کې) د دولت خان تر کلا راوست. د گرگین ځواکونه تر کلا را تاو شول ، د کلا وَر یې ور مات کړ او د کلا پر انگړ ور ننوتل. دولت خان د تيښتې پرځای د گرگین د ښه راغلاست لپاره دباندې راووت او گرگین د سترگو په رپ کې دولتخان وواژه بیا یې زوی نظر محمد خان د گرجي لښکر په غیشواو شلگرو مړکړ. رستم خان او محمد زمان خان د دولتخان دوه نور زامن، د شپې له تیارې څخه په گټې اخیستنې په تيښته بریالي شول او ځانونه یې ارغسان د خپل د ټبر زړه ته ورسول. د دغې پيښې په خبرېدا د ارغسان ابدالیو وسلې را پورته کړې او له گرگین او د هغه له لښکرڅخه یې د غچ اخيستلو ژمنه وکړه. گرگین له دغه اکر او حالت څخه په ویره کې ولوېد او سولې ته یې غاړه کښيښودله او د دولتخان زوی رستم خان یې د ټـبـر د مشر په توگه په رسميت وپیژانده او د ابدالي ټـبرد راتلونکو شونو پيښيدونکو غښکو او خطرونو د مخنیوۍ لپاره یې له رستم خانه، محمد زمان خان (د ستر احمد شاه بابا پلار) د یرغمل په توگه وغوښت او په بيړه یې د ساتونکو تر غیشو لاندې کرمان ته وليږه چې هلته د یرغمل په توگه تر څار لاندې وساتل سي. گرگین څلور کاله وروسته رستم خان هم په چل او درغلنې زېندۍ کړ . او بیا یې د شلگرې یا نيزې په زورد ارغسان له سيمې څخه ټول ابدالیان د گرشک او فراه ترمنځ ( په بې اوبو او بې وَښو دښتو کې ) شړونې ته اړ کړل . ابدالیانو بله لاره نه درلودله مگر دا چې د شورابک او فراه په دښتو کې په شپنتوب او پوَندگلوي بوخت شي او یوه برخه یې د هرات د ولایت او اسفزار په څيرمو سیمو کې خوره وره شوه او یو شمير یې کـِرمان ته په شړونې اړ شول. ۱۱۱۹ ق /۱۷۰۷ ز 
څرنگه چې وویل شول د گرگین سرتیري چې ټول د هغه هيوادوال گـُرجيان ول د سوبمن لښکر په توگه یې د کندهار پر وگړو له ډیر ناتار او تیرغمالۍ ( ظلم) څخه کار اخيست او د (پښتو تأریخ ) پروینا د هغوی له لاسه نه سپین ږیري ، نه ځوان او نه ښځې هيڅ چا ښه ورځ نه درلودله (۹). له دې امله ورځ په ورځ د صفوي د واکمنۍ پر وړاندې د ناراضیانو شمير زیاتيده. د دغو ناراضي کسانو په ډله کې یو پوه اودور اندېشه سړی د ميرویس خان پر نامه وو چې په پوهې او هوښیارۍ یې د یوه لوی پاڅون لپاره لاره پرانيستله. 

د یوه ليږد یا روایت پربنسټ صفوي دولت ميرویس خان او د هغه نور ملگري دربار ته نيږدې یوه زندان ته وليږل (۱۰). ميرویس خان ډیر ژر د خپل بند په موده کې د پاچا پر ځان پالنې ، وږو سولو او ناپوهې چې د خواجه سرایانو او ملایانو د لاس ناوکۍ گرځيدلې وو پوه شو. نو ميرویس خان لارې چارې و پلټلې او ځان یې د گرگین له تورونو څخه خلاص کړ. همدا شان هغه د دولت خټه او تومنه په ځيـر وليدله او پوه شو چې دربار په خوسا لوخړو کې ډوب دی ، پاچا بيوړه یا بې کفایته سړی او د دربار مأمورین خپل سري او لټ دي. په کار پوه کسان او بولندویان رټل شوي او د هغوی ځای بیکاره، بډي خوړونکو او خرافاتي کسانو ته ځای ورکړل شوی. اداري چارې گډې وډې او پاچا د حرم له انډایوالانو سره پر تعویذونو ، دعاگانو ، فال ليدلو ، جفر یا علم الحروف او باڼدارونو بوخت او د دولت د چار واکو، خانانو او ملایانو د ناتار اود ملاماتوونکو مالیاتو تر دروند پیټي لاندې اوبه د وگړو تر ترخځه رارسيدلې دي. ميرویس خان ډاډه شو چې له دغسې یوې ککړې دولتي ادارې څخه د خپلواکۍ تر لاسه کول اسانه کار دی خو د هغې د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان د وگړو ملي یو والی لومړنی آړ یا شرط دی ، له بلې خوا د خلکو لارښوونه د سيمه ییزو پیاوړو ځمکوالو ، خانانو او ملایانو په لاس کې ده او دغه خانان په یوه ډول نه په یوه ډول له صفوي چارواکو سره غاړه غړۍ او په خپلو منځو کې لاس او گریوان او په سیالۍ کې ډوب دي او ملایانو هم وگړي د اسلامي وروڼو پرمخ د تورو له را ایستلو څخه بیرول (۱۱) 

کروسينسکي په خپل کتاب کې چې د اصفهان پرځېدنه نوميږي د ميرویس خان په اړه لیکي : ميرویس خان د کندهار راهيټ یا ښاروال وو ، د کندهار د وگړو په منځ کې د خپل ښه چال چلند له امله په کاري ډگر کې یو ازمویل شوی سړی وو او د گرگین په سترگو کې ویره را پیدا شوه او په دې لټه کې شو چې له قندهاره یې ليرې کړي. گرگین خان د ميرویس خان په اړه، پاچا ته د خپل گزارش په ترڅ کې خپله بدگوماني ليکلې وه او وړاندېز یې کړې وو چې نوموړی دې په اصفهان کې په جلاوطنۍ کې وساتل شي. ….. شکمن ميرویس خان هرو مرو او باید په اصفهان کې تر څار لاندې وای ، د خپلې پوهې له امله یې نه یوازې دربار ته لاره وموندله بلکه د کروسینسکي پر وینا د پاچهت د پلاز یا تخت له وزیرانو سره یې د زړه خواله و موندله او تل به د هغوی ښه راغلاست ته چمتو وو. ميرویس خان چې په خپله ککره کې د یوه لوی گام د اوچتولو لپاره تابیا نيوله اجباري جلا وطني او په دربار کې د هغه استوگنه یوه بډایه شيبه وه او له دغې شيبې څخه په گټې اخیستنې هغه و کولای شوای چې د ایران اکر یا حالت تر څار لاندې ونیسي . هغه په دربار کې د استوگنې په موده کې د درباریانواو چارواکو ترمنځ د یو بل پر وړاندې د مخالفت او سیالۍ لوخړۍ له نیږدي و څيړلې او د فرانسوي کشیش دوسرسو په وینا کله چې دی د درباریانو تر منځ د ډله ییزو سیالیو په تورو لوخړو خبر شو نو پرېکړه یې وکړه چې د دواړو ډلو منځ ته لاره ومومي او له دواړو خواوو څخه گټه پورته کړي او خپله لاره په داسې یوې هوښیارۍ پرانیزې چې د یوې ډلې شک او شوپيان هم پرې ونه لگیږېږي(۱۳). وروسته ميرویس خان د خپلې پراخې پوهې له بډایتوبه په گټې اخیستنې و کولای شول د سروزیر (اعتمادالدوله) او د دیوان بیگي پام چې د گرگین ورور وو ځانته را واړوي او شاه حیسن د گرگین پر وړاندې بد گومانه کړي او د کروسینسکي پر وینا له چې دې ډیر پوه وو نو د خپل کار لوړې او ژورې به یې په ډیر ځیر سنجولې او د دغې پوهې له برکته صفوي پاچا نه یوازې ميرویس خان د بندیتوب له منگولو خوشې کړ،بلکه هغه ته یې کندهار ته د بیرته تگ اجازه هم ورکړه. 
کله چې ميرویس خان کندهار ته را ورسيد، نو په سرې ورې یا ظاهرې توگه یې له گرگین سره د دار ومدار کړکۍ پرانیستله خو په زړه کې او پټه یې د ابدالیو او غلیزو توکمونو په گډون د نورو توکمونو له مشرانو سره د کندهارپه ښار کې دننه او د باندې د یوه لوی پاڅون تابیا ونيوله. د توکمونو له مشرانو سره د ميرویس خان لومړۍ جرگه د کندهار د لوېدېځ په شپږ مایلي واټن کې د کوکران په سيمه کې ترسره شوه او په جرگه کې یې د صفوي د دربار د اکر او حالت په تړاو خبرې وکړې ، د خپل د حج دسفرپه ترڅ کې یې د حجاز او مکې له دیني پوهانو سره د خپلو ليدنو کتنو په اړه څرگندونې ورکړې او د نورو پخو گامونو د را اوچتولو لپاره یې د هغوی یووالی وغوښت او له هغوې څخه یې ژمنه تر لاسه کړه (۱۷). له هغه وروسته ميرویس خپلو هلو ځلو ته چټکتیا ورکړه او له یو مودې وروسته یې د کندهار د ختيز په ۲۰ مایلي واټڼ کې د مانجه په سيمه کې وگړي را وبلل او په جرگې کې ناستو ولسي مشرانو ته یې د مکې د دیني پوهانو فتوی ښکاره کړه او څرگنده یې کړه چې د گرگین او دهغه د ناتارگرې ډلې پر وړاندې دې پاڅون ته شرعي بڼه ورکړل شي. په دغې جرگې کې دغه ولسي مشران او خانان ول: سیدالخان ناصري ، بابوجان بابي ، بهادر خان ، ملا پیر محمد میاجي ، نورمحمد هوتک چې وگړو د حاجي انگوپرنامه پیژانده ، یوسف خان هوتک، عزیز خان نورزي ، گلخان بابر ، نورخان بـَړېـڅ ،نصرو خان الکوزي ، د ميرویس خان ورور یحیی خان ، د هغه وراره محمد خان ،یونس خان کاکړ او نورو (۱۸). له اوږدو خبرو اترو او پر قرآن له سوگنده وروسته د جرگې غړو ټینگه هوډمنه پرېکړه وکړه چې گرگین او دهغه لښکر به دړې وړې کوي او په خپله به یو ملي یو موټی او خپلواک دولت جوړکړي. په جرگه کې د ولسي مشرانو او د توکمونو دندې وټاکل شوې چې د خپلواکۍ د ساتلو او د صفوي دولت له هر ډول پوځي ښکيوالي سره د لاس او گریوان کيدلو چمتو والی او وړتیا ولري. د ميرویس خان پرله پسې هلې ځلې ، پوهه، وړتیا او نوښت ددې لامل شول چې جرگه په ډیرې خوښۍ د ميرویس خان مشرۍ او لارښونيزه درېځ ته تن کښيښږدي او د ولسي ځواک په منځ کې یې د مخښکه مشر او لارښود بولندوی په توگه ومني. د غبار پر وېنا : د دغې تأریخي ټاکونکي جرگې یوه څرگنده ځانگړتیا دا وه چې د پخوابرخلاف د اغیزمنو مخورو ملایانو په گډون د ابدالیو ، غلزیو ، تاجیکو ، هزاره ، بلوڅو او نورو توکمونو مشران د یوه ولسي ځواک په توگه پره یوه ټغر را ټول او خوځنده ولسي ځواک یې رامنځ ته کړ. له دې چې د کندهار ښار په منځ کې دننه د صفوي لښکر شميره زیاته وه نو د جرگې یوه تگلاره دا وه چې د داسې لارو چارو دې غور وکړي چې دغه شميره راټيټه کړي. 
ددغې موخې د ترلاسه کولو لپاره و پتیل شوه چې د بلوڅو د تیرین آباد د سيمې یو تن مشر بلوڅ دې په ټينگه د ماليې له ورکړې سرغړاونه وکړي. له بله پلوه ميرویس خان گرگین و هڅاوه چې خپل پوځي ډلگي دې د بلوڅانو د ټکولو او له تیرین آباد څخه د مالیاتو د راټولو لپاره وليږي . همدا ډول په ارغسان کې کاکړو د ماليې له ورکړې سر و غړواوه. او گرگین د دریو زرو سرتیرو په مشرۍ د سرغړاوونکو وگړو د غوږونو د تاوولو په پار له ښاره ووت او ميرویس خان ته یې دنده وسپارله چې له ولسي ځواکونو سره دې یو ځای دهغه د ملاتړ لپاره ورپسې ورشي. ميرویس خان د سترگو په رپ کې له ولسي ځواکونو سره یو ځای ارغسان ته را ورسيد او د ارغسان د شيخانو په کلي کې یې گرگین یوې ماښامنۍ ميلمستیا ته را وباله. شپه نيمایي شوه ، ميرویس خان له خپلو زړه ورو غچ اخیستونکو میړنیو او توریالیو جنگیالیو سره یو ځای د میرڅي د لښکر پر زړه ور ننوت او داسې وژنه او له چـَړو تيرونه یې وکړه چې له ميرڅي څخه یو تن ژوندی پاتې نشو. له هغه وروسته ميرویس خان پرته له ځنډه د میرڅي درې زره اسونه او وسلې را واخیستل او د ښار پر لورېې را ودانگل. د ښار په لښکرکوټ کې صفوي ساتونکو د گورگین په گومان په تيروتنې د لښکر کوټ وَر د ميرویس خان او د ولسي لښکر پرمخ پرانیست ځکه ميرویس خان په خپله د گرگین جامه په تن کړې وه او ولسي وگړو د گرگین د وژل شویو سرتیرو پوځي جامې اغوستلې وې. ميرویس خان لومړۍ گرجي ساتونکي ووژل او د هغوی پر ځای یې خپل ساتونکي و درول ځکه د گرگین یو شمیر سرتیري له ښاره د باندې ول او ميرویس خان ښار او لښکرکوټ ته د هغوی مخنیوی غوښت. د سهار د لمر تر راختلو پورې د صفوي او گرجي لښکر یو تن هم ژوندی نه وو پاتې او د لمر پر راختلو ميرویس خان د لومړي ځل لپاره د دښمن د لښکر د دړې وړې کيدلو او د زور د ماڼۍ د نړليدلو خبر ورکړ. (۱۷۰۹ ز = ۱۱۲۱ هق) (۱۹)

ليکوونکي : ايمل ساپی