د زړه د نارغيو درملنه آسانيږي


510C1BAC-5E9E-4514-B32A-CC8E81343270_w987_r1_s

د امریکا د متحده ایالاتو د درمل جوړولو د یو شرکت دغه نوې طبي وسیله چې د رگونو د پرانستلو لپاره ترې استفاده کیږي د دریو کالو په جریان کې ورو ورو پخپله حل کیږي. دا کولای شي اوس هغه اندیښنې ليرې کړي چې د رگونو د خلاصولو لپاره د مروجو فلزي فنرونو د استعمال په وجه موجودې دي.د امریکا د متحده ایالاتو د خوراکي موادو او درملو ادارې د سه شنبې په ورځ د “ابزرب” په نامه ددغې نوې وسیلې د کارولو اجازه ورکړه. دا نوې کوچنۍ خو خورا مهمه وسیله د ابوت په نامه د درملو او طبي وسایلو د جوړولو شرکت تولید کړې ده.د زړه د شریانونو بندیدل او د هغه نه زیږنده ستونزې هر کال په متحده ایالاتو کې د شاوخوا ٣٧٠ زره انسانانو د مړینې سبب کیږي. پوهان د ابوت شرکت دغه نوې اختراع د رگونو د بندیدو له امله د مړینو د مخنیوي او یا هم د راکمولو په هلو ځلو کې یو مهم گام گڼي.د ویرجینیا ایالت د پوهنتون استاد ډاکتر جورج وتروویچ، دغه نوی تکنالوژي د تیورۍ له نظره ښه گڼلې خو ویلي یې دي چې د هغې د موثریت ثبوت به څو کاله وخت ونیسي.ابزرب چې نوم یې د جذب په معنی دی دمخه په اروپا او اسیا کې د قلبي شریانونو د بندیدو د مخنیوي لپاره بازار ته وړاندې شوي دي. دغه حل کیدونکې وسیله د یو کال لپاره په رگ کې ټینگه وي او وروسته د دوو کالو په ترڅ کې ورو ورو ویلي کیږي.د فلزي فنرونو نه گټه اخیستنې په ٢٠٠٠ کال کې د هغو کسانو د درملنۍ لپاره چې په قلبي شریانونو کې د وینې د لحته کیدو له امله د زړه د حملې سره مخامخ کیږي، رواج وموند.ددې وسیلې د خوندیتوب په هکله د اندیښنو او د بیمې د شرکتونو له لورې د هغې د پیسو په ورکړه کې د مشکلاتو له امله ددې وسیلې استعمال په امریکا کې یو څه راټیټ شوی، خو اوس هم هر کال په امریکا کې د ۸۵۰ زرو قلبي ناروغانو په رگونو کې نصب کیږي.نوی وسیله د لگښت له درکه د رگونو د خلاصولو د فلزي فنرونو سره هیڅ توپیر نه لري. په اوسني حال کې په متحده ایالاتو کې د زړه د رگونو د خلاصولو لپاره ددې وسیلې ځای پر ځای کول ٣٠ زره ډالر لگښت لري چې ددې الې بیه، د طبي کارکوونکو فیس او د نورو کلنیکي وسایلو او خدمتونو لگښت په همدې پیسو کې شامل دی.

ليکوونکي : ايمل ساپی / ۰۹/۰۷/۲۰۱۶