د معدي د زخم ناروغي


Download

peptic_ulcer

دمعدې زخم هغه وخت رامنځته کیږي چې د معدې دمخاط (داخلي پوښ ) د مقاومت او دتیزابي ترشحاتو ترمنځ انډول یا تعادل خراب شي په نیتجه کې دهاضمي سیسټم دفاعي عوامل ګډوډیږي او دمعدې زخم یا ټپ رامنځته کیږي دمعدې اسید ډیر قوي دي چې هرڅه هضمولاي شي خو د معدې مخاط هم دومره مقاومت لري چې په خپلې معدې دددغو تیزابو دناسم اغیز مخه نیسي کله چې دغه دفاعي حالت خرابه شي نو معده زخم شي .

نن سبا دمعدې په زخم کې دهیلیکوباکټر پيلور (H pylori). په نامه دیوه مکروب شتون ثابت شوی دی چې دمعدې دزخم اتیا (80)%فیصده علت همدا میکروب دی خو پردې سربیره ځینې درمل لکله بروفین ، اسپرین ، او نور التهاب ضد درمل دغه راز سترس او روحي فشارونه دمعدې په زخمونوکې اغیزمن دي هغه کسان چې دمعدې زخم لري باید حتماً ددغه میکروب پلټنه پکې وشي کله چې دغه میکروب ثابت شي او ناروغ ته انټي بیوټیک ورکړل شي نو د معالجې په وړاند ې ډیرژر غبرګون ښيي او مثبته نتیجه ترې ترلاسه کیداي شي .البته دغه میکروب ښايي د ډیرو روغو کسانو په معده کې هم موجود وي خوله دې چې دهغوي د معدې د مخاط او اسید ترمنځ تعادل نه وي خراب شوی نو دمعدې زخم نه پیدا کوي .

د معدې دزخم نښې نښانې ډیرې دي د مثال په توګه یوه عامه نښه درد دی دغه درد سوزنده وي اوموقیعت ېې د نس په پورتنۍ برخه کې د ټټر د منځنۍ هډوکي په ښکتنۍ برخه کې احساسیږي ډیر ځله دغه دردونه د زړه له دردونو سره یو شان وي ځکه خو په ځینو مواردو کې دمعدې ناروغانو ته په غلطۍ کې دزړه درمل هم ورکول شوي وي .

معمولاً د معدې درد له خوړو سره تړاو لري په دې معنې کله چې سړی وږی شي درد نه لري خو له خوړو سمدستي وروسته درد احساسوي او ممکنه له کانګو او د معدې له تشیدو وروسته درد بیرته ښه شي .

د معدې زخم ممکنه ده د سوّهاضمې ،کانګو ،زړه بدوالي ، نفخ او باد او ارګیمي سبب هم شي .

ځینې وخت د معدې زخم درلودونکي ناروغان ممکنه ده وزن بایلي هغه ټکی چې نن سبا مطرح کیيږي اود سرطان په مخنیوي کې ډیر اغیزمن هم دی دا دی چې دمعدې زخم په تیره بیا که دهیلي کوباکټر پيلور له امله وي دمعدې د مخاط دبیا بیا التهاب سبب کیږي او دغه ګسټریټ ددې سبب کیږي چې دغه کسان د معدې په سرطان داخته کیدا ډیر چانس ولري نو که تاسو هم په معده کې درد لرئ غوره ده ډیرژر ډاکټر ته ورشئ او دسرطان دمخنیوي لپاره دغو ټکوته هم پام کوئ :

که په معده کې هرډول درد لرئ ژر ترژره ډاکټر ته ورشئ او معاینات وکړئ او علاج پیل کړئ قطعي تشخیص ډیر مهم دی په تیره بیا دهیليکو باکټر پیلور په نامه دمیکروب شتون باید ثابت یا رد شي دغه چاره په علاج کې ډیر اهمیت لري .

که د معدې زخم لرئ مناسب خواړه وخورئ دمثال په توګه سره کړي خواړه ،اوومه سبزیانې او خامه میوه مه خورئ. ښايي تعجب وکړئ که درته ووایو چې که دمعدې زخم لرئ په اور کباب شوې غوښه په تیره بیا شامي کباب چې البته پاک وي ستاسو لپاره ډیره ګټه لري خولعاب داره خواړه په تیره بیا که مساله هم ولري ډیر تاوان رسوي .سره کړي پياز ،دکټوې مساله او خام پياز دمعدې ناروغانو ته تاوان لري .غوره ده ګازرې او د ګازرو اوبه ډیرې استعمال کړئ .

سیګریټ او نصوار مه استعمالوئ .

له سټرس ،هیجان او ویرې ځان ژغورئ که څه هم دغه کار دډیرو کسانو په باور سخت دی خو که وغواړو اوخپل ژوند منظم کړو ځان به له ډیرو اندیښنو او فشارونو وساتلی شو .

پرخوري یا ډیرخوراک او اوږده لوږه دواړه ښه نه دي .

دغه راز دډاکټر له مشورې پرته درمل مه خورئ .

هیڅکله سبزیانې ناولې مه خورئ ښايي دا چاره ستاسو لپاره حیرانوونکې وي خو کله چې معده کې کوم پرازیت او میکروب لاره پیدا کړي دغه میکروب د معدې دزخم سبب کیداي شي .یوه خبره چې موږ ورته توجه نه کوو دا ده چې ماشومان له ځمکې هرڅه خولې ته وړي دهلیکوباکټر پيلور میکروب په همدې ډول ماشومانو اولویانو ته انتقالیږي خو د ماشومانوپه معده کې ډیره موده همداسې پاتې وي او کله چې زمینه برابره شوه د معدې دزخم سبب کیداي شي .

د معدې پر زخم ډیر څه لیکل کیداي شي خو هغه مهم ټکي چې موږ ته مهم ښکاریدل په دې لیکنه کې راوړل شوي دي که تاسو د معدې زخم لرئ حتماً ېې باید علاج وکړئ په تیره بیا که ستاسو دغایطه موادو رنګ نصواري یا تور شو حتماً باید ډاکټر ته ورشئ ځکه دا د وینې نښه ده او دناروغ لپاره خطرناکه نښه ګڼل کیږي .

. ليکوونکي :
صلاح الدين ارغوان ساپی

د غبرګولي (۳/ ۳/ ۱۳۹۵) لمریزکال 
د مي (۲۳/ ۵/ ۲۰۱۶) ميلادي کال.