د لویي پاسټور ژوند ته یوه کتنه


220px-Louis_Pasteur,_foto_av_Félix_Nadar_Crisco_edit

لویي پاسټور د ۱۸۲۲ زېږدیز کال د ډسمبر په ۲۷ مه نيټه د فرانسې په دول ښار کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې .

   سره له دې چې لویي پاسټور په یوه بيوزله او غریبه کورنۍ کې دې دنیا ته راغی او پلار یې د دباغۍ په چارو بوخت و خو بیا هم په خپل ښکلي استعداد سره یې خپلې زده کړې پای ته ورسولې . پاسټور خپل د لیسانس سند د Besancon له سلطني کالج څخه تر لاسه کړ او د دکتورا سند له تر لاسه کيدو وروسته په ۱۸۴۸ ز کال په ۲۶ کلنۍ کې د سټراسبورګ په پوهنتون کې د کيمیا استاد په توګه په دنده وګومارل شو او په ۱۸۵۷ ز کال کې د علومو اکاډمۍ د رییس په توګه وټاکل شو او دغه راز د فرانسې د علمي او فرهنګي ټولنې اصلي غړی و او د میاشتې ۲۵۰۰۰ ډالره تنخوا یې ورته ټاکلې وه .  

  پاسټور په ۱۸۴۸ ز کال د فرانسې په نرمال مدرسه کې ځینې ازميښتونه ترسره کړل . څو کاله وروسته هماغو ازميښوتونو  دې ته اړه کړ، چې یو وړاندیز مطرح کړي، چې د فضایي کيمیا اساس او بنسټ ده .

  نوموړي په بلور جوړونه کې د یوې تجربې د کشفولو له پاره، د یوه بل کيمیا پوه په تکراري کارونو، چې په تار تاریکو مالګو باندې یې ازميښت کاوه بوخت و، نوموړي په دې ازميښتونو کې داسې څه ولیدل، چې هیچا ورته پام نه و کړی . د غیر فعال نوري تارتارات سودیم امونیم له دوه ډولو متفاوتو بلورونو څخه په مخلوط ډول شتون لري، چې د یو بل د هيندارې تصویر دی .

  نوموړي له یوه ذره بین او پنس څخه په ګټه اخیستنې، په ډېرې هڅې او ځیرکتیا سره مخلوط یې په دوه کوچنیو برخو جلا کړ، چې یو یې د ښي لاس بلورونه او بل یې د کین لاس بلورنه، که څه هم د قطبي رڼا د اغيز له پلوه اصلي مخلوط غیر فعال و، خو د بلورونو هره برخه به چې په اوبو کې حل کيده، نو له ځانه یې نوري فعالیت څرګنداوه. سربيره پر ځانګړي ګرځون دواړه محلونونه له یو بل سره برابر ول، خو په نښو کې یې سره توپیر درلوده.  یو له محلولونو څخه هواره پولاریز شوې رڼا ښي اړخ ته او بل یې په هماغه اندازه کین اړخ ته څرخوي . دا دواړه محلولونه په ټولو ځانګړتیاوو کې په بشپړه توګه سره ورته وو. له هغه ځایه چې په محلول کې د رڼا په څرخيدو کې اختلاف ولیدل شو، نو پاسټور دې پایلې ته ورسيده، چې دا اختلاف په مالیکولونو پورې تړاو لري، نه په بلور پورې او وړاندیز یې وکړ، هغه مالیکولونه، چې بلورونه یې تشکیل کړي دي، د بلورونو په څير د یو او بل د هيندارې تصویر دي .  

  په دې اساس پاسټور د داسې ایزومیرونو وړاندیز وکړ، چې جوړښت یې یوازې د هيندارې د تصویر له پلوه او خاصیتونه یې یوازې د پولاریز شوې رڼا له پلوه توپیر درلوده. په دې ترتیب د پاسټور له خوا د اناتیومري مفهوم کشف شو .

 اناتیومري : هغو ایزومیرونو ته وایي، چې  یو د بل د هېندارې تصویر وي .  

     دا چې پاسټور لیدل، چې مواد قطبي رڼا منحرفوي، نو ګومان یې وکړ، کيدای شي په دې کار کې کوچني ژوندي موجودات ونډه ولري، نو مایکروسکوپیکه مطالعه یې پیل کړه او دا یې ولیدل، چې د جغندرو د شیرې په تخمر کې ډېر کوچني موجودات رول لري، چې د چڼیاسو ( پوپنک ) په شکل دي، چې د همدې پوپنک په ناقص تخمر کې له بل پوپنک سره د شیرې جوهر تولیدوي . پاسټور څرګنده کړه، چې د مزاحمو موجوداتو د کړنو د مخنیوي له پاره چې د تخمر مخه نیسي باید هغه و ایشوو .

  پاسټور په دې باور و، که چېرې شراب په آزاده هوا کې کېښودل شي، نو تروه کيږي او په سرکه بدليږي . دا نظریه د نړیوالو د سترو معماو د کشف لامل شوه او هغه د نړۍ د ډېرو کوچنیو موجوداتو شتون و، چې مکروب نوميږي . پاسټور د خپل په خپله رامنځته کيدو نظریه رد کړه، نوموړي د دې څيړنو پایله د ۱۸۵۷ ز کال د اګسټ په درېیمه نيټه د علومو اکاډمۍ ته وسپارله او دایې ثابته کړه، چې پوپنک کنټرول ته اړتیا لري، ترڅو وکولای شي، چې ژوند وکړي او څرګنده یې کړه، چې شیدې د شرابو په څير نه تروې کيږي، مګر دا چې کوچني موجودات یې منځته لاره پیدا کړي او که چيرې همدا موجودات د ایشولو او تودوخې ورکولو په وسیله له منځه لاړ شي، نور به نه څه تولید شي او نه به هم د تبخیر عمل ترسره شي .

  پاسټور څرګنده کړه، چې همدا ذره بیني موجودات د ډېرو ناروغیو لامل دي او په خپل دې کشف سره یې بشریت ته تر ټولو ستر خدمت ترسره کړ .

   پاسټور د لاوازیه هغه نظریه، چې ویلي یې وو : هر څیز چې له منځه ځي، له بلې خوا بېرته را منځته کيږي . په کلک علمي بنسټ ودروله او وې ویل : له مړینې وروسته هغه ذره بیني موجودات، چې په جسد باندې شتون لري، د هوا له نه شتون څخه په ګټه اخیستنې د ډېرښت یا د زېږون چارې ترسره کوي. جسد تجزیه او خوسا کوي، هغه وخت د مړي د جسد له تجزیې وروسته لاسته راغلي مواد د تغذیې په موخه د نورو حیواناتو او نباتاتو له خوا  کارول کيږي او په دې توګه خپل ژوند ته دوام ورکوي .  

  پاسټور په ۱۸۸۱ ز کال د پسونو ناورغۍ د بشپړې درملنې له پاره د تور ټپ ( سیاه زخم) واکسین کشف کړ او له دې وروسته یې د نورو ناروغیو د درملنې له پاره پراخې څيړنې پیل کړې او په ۱۸۸۵ ز کال یې د خپلو څيړنو پایلې په انسان وازمویلې او په دې بریالی شو، چې له هغې نيټې وروسته انسان له ډېرو ناروغیو څخه وژغوري .

 د میکروبونو کمزوري کول او د واکسین کیلي :

  پاسټور دا ومونده، چې میکروسکوپیک ژوندي موجودات د بيلابيلو ناروغیو سبب کيږي. په پیل کې یې دې ته پام شو، چې څنګه کولای شم، په لابراتوار کې له دې موجوداتو څخه ځینې یې وروزم ؟ ( نن دا موجودات د بکتریاوو په نوم مشهور دي )، وروسته پوه شو، چې له دې ډلې څخه ځینې نور موجودات د حیواناتو په اوبدلو برخو کې وده کوي ( نن دا موجوادت د ویروسونو په نوم پېژندل کيږي ) وروسته د دې موجوداتو د ناتوانه کولو نظریه یې په ذهن کې تيره شوه، نوموړي بکتریاوې په ځینې کيمیاوي موادو کې ځای پرځای کړې او وروسته یې تودوخه ورکړه، پاستور په دې توګه وکولای شول، چې بکتریاوې کمزورې کړې او په ځانګړې توګه په ویروسونو کې یې دا کار د یو حیوان په بل حیوان باندې په اخته کولو سره ترسره کړ . پاسټور ومونده چې دا کوچني ذره بیني موجودات ناروغۍ نه رامنځته کوي، مګر حیوان د ورته ذره بیني موجوداتو په وړاندې، چې له واکسین وروسته بدن ته ننوځي ساتي .

د ۱۸۸۱ په جون میاشت کې د تور ټپ ( سیاه زخم ) د لومړني واکسین کشف :

له ډېرو ستونزمنو څيړنو وروسته، پاسټور د ۱۸۸۱ ز کال د فبروري په میاشت کې د تور ټپ ( سیاه زخم ) واکسین کشف، چې دا ناروغۍ د نورو حیواناتو په پرتله په پسونو کې ډېره لیدل کېده په رسمي توګه اعلان کړ، نوموړي دا ځل بکتریاوې په ۴۲۰ درجه سانتي ګیراد تودوخه کې وساتلې او لږ اندازه پوتاشیم یې هم ور زیات کړل، په دې توګه وتوانيده، چې کمزورې شوې بکتریاوې ترلاسه کړي . د هیپولیت روسینګل په نامه یو کس، چې د پاسټور له میکروبي نظریې سره مخالفت درلوده، هغه یې مناظرې ته راوغوښته او له هغه څخه یې وغوښتل ترڅو د روسینګل په کرنیزو ځمکو کې په ۵۰ پسونو خپل ازميښتونه ترسره کړي . پاسټور مناظره ومنله، ۲۵ پسونه یې واکسین کړل او له واکسین وروسته یې یاد پسونه د تور ټپ ناروغۍ په وړاندې او پاتې ۲۵ پسونه یې پرته له واکسینه د تور ټپ ناروغۍ په وړاندې پرېښودل. د جون میاشتې په دویمه پاسټور د روسینګل کرنیزو ځمکو ته ورغی، ترڅو د خپلې بریا شاهد واوسي، ټول واکسین شوي پسونه روغ او جوړ ول، مګر نور پسونه یا مړه شوي وو او یا هم ډېر سخت ناروغان ول .

په ۱۸۸۴ ز کال کې د ليوني سپي ناروغۍ د واکسین کشف :

  پاسټور په ۱۸۸۰ ز کال د ليوني سپي د ناروغۍ په ویروس باندې خپلې څيړنې پیل کړې، څيړنې ډېرې ورو پرمخ تللې، ځکه هغه له ویروسونو سره سروکار درلوده او ویروسونه په لابراتواري چاپيریال کې وده نه کوي، مګر هغه له یوه حیوان څخه بل حیوان ته د ویروسونو د ليږد له لارو چارو څخه ګټه واخیستله او بریالی شو . د ليوني سپي ناروغۍ واکسین په ۱۸۸۴ ز کال نړۍ ته ور وپيژندل شو او له همغه ځایه ټولې نړۍ ته خپور او د ګټه اخیستنې وړ وګرځيده .

د ۱۸۸۵ ز کال د جولای په میاشت کې د انسانانو د لېونتوب  واکسین کشف :

  هغه څه چې د ليوني سپي ناروغۍ له واکسین څخه ورته ډېره اړتیا وه، د انسانانو د ليونتوب واکسین و . ډېرې څيړنې ترسره شوې، وروسته  ۱۸۸۵ ز کال د جولای په شپږمه نېټه د تیو دور وان په نامه یو کس د ژوزف ميسټر په نامه له  یوه هلک او مور سره یې پاسټور ته ورغلل، له دې څخه دوه ورځې وړاندې ژوزف د د تیودور د سپي له خوا، چې د لونتوب ټولې نښې پکې شتون درلوده، حمله کړې وه او ژوزف یې ۱۲ ځلې ځغلولی او خوړلی و، هغه ډېر سخت ټپي و. آیا پاسټور کولای شول، چې له هغه سره مرسته وکړي؟ پاسټور له خپل یوه دوست سره، چې ډاکټر و مشوره وکړه او هغه ومنله، چې ژوزف معاینه کړي . ژوزف له مرګ سره لاس وګرېوان و، تردې چې د شپې په ۸ بجو د درملو لومړۍ ستنه ورته ووهل شوه، له دې وروسته د ۱۱ ورځو له پاره، ۱۲ نورې ستنې هم ورته ووهل شوې. ځوان ژوزف وژغورل شو . دا دویم انساني واکسین و، چې کشف شو، له دې څخه ۸۹ کاله مخکې د انسانانو د ليونتوب لومړنی واکسین د ادوارد جنر له خوا کشف شوی و .

  درې میاشتې وروسته د ۱۸۸۵ ز کال د اکتوبر میاشتې په شپږمه نيټه پاسټور یو لیک تر لاسه کړ، چې ده چانس ورکاه، چې یو ځل خپل واکسینونه وازمایي . د ژان باټیست په نامه یو ۱۵ کلن شپون ناروغ ، چې د اکتوبر په ۱۴ مه نيټه د ليوني سپي له خوا داړل شوی و او درملنه یې د اکتوبر په ۲۰ مه نيټه یانې ۶ وروسته پیل شوه . آیا ناورغي یې له حده ډېره مخته نه وه تللې ؟

  د اکتوبر په ۲۶ مه نېټه د درملو له ۸ ځله تزریق وروسته هم ژان مرګ ته نه و تسلیم شوی او پاسټور په دې ورځ خپله بریا اعلان کړه .

 لویي پاسټور په ۱۸۹۵ ز کال په پاریس کې له دې نړۍ سره د تل له پاره مخه ښه وکړه .    

ليکوونکي: ايمل ساپی/۱۱/۰۷/۲۰۱۶