له ميرمنې سره مو د معاشرت آداب زده کړئ


  

29563232-Romantische-junge-Paar-trinkt-Kaffee-mit-der-junge-Mann-lachend-F-tterung-einen-Keks-um-seine-Freund-Lizenzfreie-Bilder

دا ژوند خو زموږ کم د محبت لپاره هم دی.

ډېری نارینه کله، چې په ټولنه او یا هم کاري محیط کې وي، له خلکو او خپلو همکارانو سره ډېر په زړه پورې، صمیمي، او له مینې ډک چلند کوي، چې له نیکه مرغه دا یوه ښه عادت دی او په دې سره یې ورځ تر بلې د ملګرو شمېر هم زیاتيږي. خو له بده مرغه، کله، چې دغه کسان کورته ننوزي، دا هر څه له دروازې بيرون پرېږدي، داسې رفتار او خبرې کوي، چې په یو ډول نه په یو ډول یې د مېرمنې د آزار او خپګان سبب ګرزي. ډېره کله دا خبرې ان د بې ادبۍ تر سرحده پورې رسېږي، خبره دومره له چوکاټه وزي، چې ان مقابل کس یې هم د زغملو توان له لاسه ورکوي.

ولې باید له ميرمنو سره د معاشرت آداب مرعات کړئ؟

هغه څه چې موږ د خپلې ميرمنې پر وړاندې تر سره کو له پوره قوته  او اهمیته ډک دي. ځکه کله، چې موږ له خپلو ميرمنو سره ښه چلند کو دا په دې مانا ده، چې هغوی موږ ته ارزښت لري او دا څه  دميرمنو لپاره تر هرڅه ارزښناک او د قدر وړی دي، دوی احساس کوي، چې خاوند ته یې څمره مهمه ده او د خاوند په شتون کې د پوره ډاډ او امنیت احساس ورته پیدا کيږي. کله، چې تاسو خپلې ميرمنې ته په احترام قایل شئ او درنښت ورکړئ، معلومه خبره ده، چې دوی دوه چنده له تا سره ښه چلند کوي او په درنه سترګه درته ګوري. دا څه یوازې د ميرمنو کار نه دی، بلکې که تاسو په هر ډول محیط کې له خلکو سره ښه چلند وکړئ، نو په بدل کې به یې ښه چلند وینئ. دا خبره سمه نه ده، چې وایي «ښه مه کوه بد نشته» بلکې اصلي خبره دا ده، چې وایي « انسان د احسان تابع دی» که دې ښه وکړل په بدل کې به یې ښه ویني او که خدای مه کړه له چا سره بد چلند وکړئ، نو بیا د ښو تمه هم مه ترې کوئ. څيړنو ثابته کړې ده، چې د نارینوو په نسبت ښځې څو چنده پر خپلو ميړونو مهربانه دي. کيدای شي ځینې وخت د ميرمنې لخوا هم له خاوند سره بد چلند وشي، خو په ګډ ژوند کې دا هر څه ممکن دي او باید د دواړو ترمنځ د خبرو له لارې جوړ جاړی وشي، مشهوره خبره ده، چې وایي« که یو کس د بام پر سره یوازې ژوند کوي، بهتره داده، چې له یوې ژبورې ښځې سره تر چت لاندې ژوند وکړي» ميړونو ته هم لازمه ده، چې تل د خپلو خبرو واک په خپل لاس کې واخلي، تل متین او با وقاره اوسي. د یوه نارینه لپاره لازمه ده، چې هر موقیت ته په کتو سره خبرې وکړي او خبرې یې د دې سبب نه شي، چې خدای مه کړه د چا د ازار سبب وګرزي.

په کورنۍ کې باید څه ډول د معاشرت آداب پلي کړئ؟

د معاشرت کوم آداب، چې په کورنۍ کې باید مراعت شي له هغه سره کامل توپیر کوي، چې هغه په ټولنه، کاري محیط او یا هم له کوم بيګانه کس سره تر سره کيږي. کيدای شکه کله په کور کې تاسو په غوسه وئ، خو کله، چې دروازه ټک ټک کيږي زر تر زره باید د خپلو خبرو لهجې ته بدلون ورکړئ او په ډیره نرمه او له مینې څخه په ډکه لهجه او خلاصه ټنډه له راغلي کس سره خبرې وکړئ. له دې لیکنې څخه مو موخه داده، چې له هر چا سره باید د خبرو کولو ځانګړی طرز په پام کې ونیسئ په ځانګړي ډول له خپلې ميرمنې سره، ځکه هغه ستاسو د ژوند شریکه ده، که تاسو د خپل ژند له شریکې سره ښه اړیکه ونه لري، نو مه هيروئ، له خپل ژوند څخه په هيڅ صورت سره خوند نه شئ اخیستی، او بلاخره دا څه د دې سبب ګيږي، چې اولادونه به مو هم په ښه روحیه نه وي روزلي او ان ډیری وخت کېدای شي ستاسو په کورنۍ کې د درز لامل وګرزي.

د دې لپاره، چې پوه شئ تاسو په خپل کور کې له ميرمنې سره په اصولو او د ادبي معاشرت په چوکاټ کې خبرې او چلند کوئ که نه؟ باید دې پوښتنو ته ځوابونه و وایۍ.

ميرمن مو ستاسو د خبرو او ورځني چلند په اړه څه احساس لري؟

ستاسو چلند ستاسو د ميرمنې په عزت نفس باندې څه تاثیر لري؟

ميرمن مو د یوه نعمت په سترګه درته ګوري او که په شتون مو شرميږي؟

دغه پوښتنو ته په ځواب ورکولو سره به درته جوته شي، چې تاس څه ډول کس یې، که پوه شوئ، چې تاسو په سم ډول له خپلې ميرمنې سره د معاشرت د آدابو له مخې پر مخ نه ځئ، نو لا هم وخت لري، چې خپل ځان جوړ کړئ، تر څو له پاتې ژونده خوند واخلئ.

څه باید وکړئ؟

تاسو په دې پوهيږئ، چې مینه ګوستاخي نه بلکي د ښه ژوند لپاره تر ټولو یوه ښه لاره ده. که په ريښتیا هم له خپلې ميرمنې سره مینه لرئ، نو ضرور باید له هغوی سره د معاشرت آداب هم زده کړئ. د دې کار د کولو لپاره تر ټولو مخکې له هغه کارونو لاس واخلئ، چې د ميرمنې د خپګان او آزار سبب مو ګرزي.

په دې ځای کې درې شیان دي، چې له تاسو سره مرسته کوي، تر څو له ميرمنې سره مو د معاشرت آداب زده کړئ.

۱- تر ټول طلای لار: له ميرمنې سره مو داسې چلند وکړئ، چې تاسو یې هم د کولو تمه ترې لرئ.

۲- تل یو ډول چلند وکړئ: کله چې تاسو له کوره بيرون، په ټولنه، کاري محیط، له نيږدې ملګرو سره څه ډول چلند کوئ په کور کې هم په هماغه ډول خندان او مینه ناک اوسئ.

۳- تر وسې پورې یې سالمې غوښتنې ومنئ: هغه څه، چې مخکې مو ميرمنې در څخه غوښتي تر اوسه مو نه دي تر سره کړي، بیا ترې وپوښتئ، دغه څه هم ور سره شریک کړئ او قناعت ورکړئ، چې غوښتنې یې باید په داسې سرحد کې وي، چې ستاسو له وسې سره پوره وي، ډاډه یم، کله، چې له خپلې ميرمنې سره په سم ډول چلند وکړئ، په هر ډول در سره ګزاره کوي، ځکه چيرته چې خوښي وي، هلته بیا مادیاتو ته دومره ارزښت نه ورکول کيږي او معلومه خبره ده، چې خوښ ژوند په ډېر پیسو او مادیاتو کې نشته، یوازې موږ خپله کولای شو، چې د ځان لپاره د خوښ ژوند زمینه برابره کړو او بس.

دا ژوند خو زموږ کم د محبت لپاره هم دی

حیران یم، چې نفرت ته وزګارېږي خلک څنګه.

 

 ليکوو نکي : ايمل ساپی / ۱۱/ جولاي/ ۲۰۱۶