جنتي ژبه د نړۍ په دوزخ کې


پښتانه چې په دې نړۍ کې نن سبا پېژندل شوي خلک دي، ژبه يې هم د نړۍ په لر او بر کې خلک پېژني. له نيکمرغه ګڼ شمېر پښتو اثار نورو ژبو ته ژباړل شوي دي، د پښتو ژبې عظيم او نابغه شاعر خوشال خټک «دستارنامه» ويل کيږي د نړۍ تر ۱۷ ډېرو ژبو ژباړل شوی.

که څه هم پښتو ادب ثابت تاريخ نه لري، خو د يو شمېر پوهانو نوې څېړنې او موندنې ښيې چې دا ژبه ۷۰۰۰زره کاله پخوانۍ ده.

دا ژبه چې د هر وخت دښمن لخوا پرې بېلابېل چپاوونه ور وړل شوي دي، يو شمېر نسخې يې ورکې شوي او سوځول شوي دي، د نورو ژبو لخوا پرې بېلابېل يرغلونه شوي دي ترڅو د دې ژبې خوږوالی، سلاست، سوچه والی، لرغونتوب، نړيوالتوب او پېژندنه له منځه يوسي، نو ځکه خو ارواښاد محمد ګل خان مومند بابا ويلي دي: «که غواړې هر قوم له منځه يوسې، نو ژبه ترې واخله.»

د تاريخ پاڼې په دې ډکې دي چې پښتو تر پښتنو ډېره ځپل شوې او ژوبل شوې ده، خو دا ژبه چې حمزه بابا لا له وړاندې جنتي ژبه بللې ده، تر څو چې دا نړۍ وي، دا افغان وي نو پښتو به ويل کيږي، ليکل کيږي او لوستل کيږي به.

يوويشتمه پېړۍ چې په هر لحاظ د ماضي څخه ښکاره توپير لري او په ټوله کې مخته تللې او له امکاناتو ډکه سنه شمېرل کېږي، د پښتو په څېر ژونديو ژبو باندې لا هم يرغلونه او بريدونه روان دي.

مالومه خبره ده چې يوه ټولنه دوه قدمه وروسته وي، نو ژبه يې هم وروسته وي. که يو روغ هېواد په سياسي، اقتصادي او نورو برخو کې مخته ولاړ شي، دغه برخې يې جوړې او قوي شي نو ژبه يې هم د نورو ژبو سره سيال شي.

که څه هم په وار وار او کراتو کراتو د پښتو يو شمېر خواخوږ، څېړونکو او ليکوالو د ژبې د پرمختګ او په خپله ژبه د زده کړې لپاره لوی لوی سيمينارونه جوړ کړي دي، په بېلابېلو وختونو کې يې غونډې ور بللې دي، تر نړۍ يې چغې وهلي دي ترڅو په خپله مورنۍ ژبه د زده کړې حق ورکول شي خو دغه کار په دې خاطر تر ډېره پايله نه ده ورکړې چې نن په «خېبر پښتونخوا» کې دا جنتي ژبه د يو شمېر دوزخيانو لخوا په ډېرې سپين سترګۍ له نصابه شړل کيږي خو نور ورته په بټو بټو ګوري او هيڅ نه وايي.

سرله دې چې په افغانستان کې هم تر ډېره دا ستونزه ليدل کيږي، يوازې دا نه چې په يو شمېر سيمو کې پښتانه پر خپلې خوږې ژبې له زده کړې محروم دي، بلکې پښتون ميشتو سيمو لپاره چې کوم تعليمي نصابونه جوړ شوي دي د پښتو ژبې يو شمېر عالمانو له ګڼو نيوکو سره هم مخ شوي دي او ډېرې غلطيانې پکې ښکاري.

خېبر پښتونخوا چې د لوی افغانستان برخه ده، پښتانه پکې ژوند کوي، د پښتو ژبې لوی لوی ليکوال، عالمان او پوهان پکې تېر شوي دي او اوس هم ژوند پکې کوي، خو د افغانانو او پښتنو دښمنان دومره سخت زړي دي چې پر افغان وژنه يې زړه يخ نه شو، اوس پر ژبه هم ګوذارونه کوي او نړۍ کې پېژندل شوې «پښتو» سيمه ييزه ژبه بولي.

زما په اند د پښتو په مروجوالي کې ليکوال او څېړونکو تر ډېره خپله مېړانه کړې او دغه حق يې تر يو بريده ادا کړی خو زموږ سياستوالو او يو شمېر معامله ګرو خپلې ژبې ته شاه کړې ده.

لوی کمی چې زموږ په وطن کې ليدل کيږي دا دی چې د چا دنده نه ده مالومه، تر ټولو مهمه خبره د ژبې سمول دي، هر څوک: ليکوال، سياستوال، رئيس، ښوونکی، ډاکټر، انجينر او د دې هېواد او د دې ټولنې د هرې وګړي بايد خپلې ژبې ته پام وي، زده يې وي، ګرامر، ادبياتو، تاريخ او يو شمېر نورو مسايلو خبر وي، ژبې ته په احتمالي پېښېدونکو ستونزو پوه وي او له وړاندې يې بايد چمتووالی ورته نيولی وي. دا کار خو زموږ په ټولنه کې چا نه دی کړی، د شرم وړ خو دا ده چې د وزارت پر چوکۍ به ناست وي خو په خپله ژبه به سمې او منظمې خبرې نه شي کولی، پوهنتون کې به ښوونکی وي خو د خپلې ژبې له ګرامر به ناخبره وي.

بله لويه ستونزه زموږ په ټولنه کې دا ده چې د پښتو ژبې څېړونکي او ليکوالو مو خپل کار نه دی پېژندلی او يا يې له وخت رنګ اخيستی، پر ځای د دې چې ژبې ته کار وکړي سياست او چوکيو ته يې مخه کړې ده، چې دې کار هم پښتو باندې د دښمن ګوذار کولو ته زمينه برابره کړې ده.

خېبر پښتونخوا کې همدا اوس اوس د پاکستان دولت اعلان کړی چې «پښتو» دې له تعليمي نصاب و ايستل شي، دوی وايي دا کار ځکه کوي چې دا يوه سيمه ييزه ژبه ده.

چې د يوې ژبې اثار د نړۍ په ټولو ژونديو ژبو وژباړل شي نو دا څنګه سيمه ييزه کېدلی شي؟

يوه ژبه چې اوه زره کلن تاريخ ولري،

يوه ژبه چې نړيوال يې پر تاريخ او لرغونتوب څېړنې وکړي او اثار پکې وليکي،

يوه ژبه چې نړيوال پکې پر يو ليکوال د خپلې ماسټرۍ تېزس وليکي،

يوه ژبه چې ميليونونه خلک يې په تلويزيونونو کې واوري، څنګه سيمه ييزه کېدلی شي؟

تاريخ به په دې باب څه قضاوت وکړي؟

بس همدا فيصله به وکړي چې يو وخت «جنتي ژبه د نړۍ د دوزخيانو په ولکه کې وه او هر څه چې يې غوښتل پرې کولی يې شو.»

یادونه: په نن ټکی آسیا کې د عامو لیکوالانو لیکني بی له سانسوره او تبعیضه نشریږي، دا لیکني یوازي د لیکوال خپل شخصي نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. نن ټکی آسیا یو ازاده او بې طرفه ویب پاڼه ده، او ستاسو په همکاري پر مخ ځي، که تاسو غواړئ چې نن ټکی آسیا ته خپل لیکنه، خبر، انځور، ویډیو یا بل مطلب را ولیږئ، د اړیکو د صفحې له لاري هر وخت کولای شئ. مننه

۱۸/۰۱/۲۰۱۶

لیکوال: بصیر الحق عادل