له ژونده خوند واخلئ!


young couple having romance

ژوند د خدای پاک یوه په زړه پورې ډالۍ ده.

ژوند هغه خاوره ده، چې سره ګلونه پکې را ټوکېږي. د ښه ژوند لپاره بیا مینه تر ټولو اړینه ده، ځکه همدا مینه ده، چې په وسیله یې ژوند په اسانۍ سره پر مخ تللای شي.

مینه په خپل ذات کې ډېره ارزښت ناکه ده، مقصد او موخه نه لري، خو اغېز یې دومره زیات دی، چې په سړي باندې یوه ځانګړې خوښي را ولي. دغه څه د مینې مقصد او موخه نه دي، ځکه مینه سوداګري نه ده، چې ګټه او تاوان دې په کې مطرح وي.

مینه خپل لوېونتوب لري!

په ورځني ژوند کې، چې کله کوم کار ترسره کوې هرو مرو یوه موخه ورته لري، د کولو لپاره یې ځانکړي دلایل هم وړاندې  کولای شې. د بېلګې په ډوله کار کوې، تر څو پیسې وګټې، کور واخلي، کورته اړتیالرې، تر څو ژوند په کې وکړې ځکه بې له سر پناه څخه ژوند کول شوني نه دي؛ خو په مینه کې دا هر څه توپير کوي، مینه او له چا سره مینه کول، له هېڅ شي سره د توجیه وړ نه دي، خو یوزاې څه، چې ویلای شې هغه دادي، (( نه پوهېږم؟!، یوازې دومره پوهېږم، چې مینه کول هغه تجربه ده، چې په وسیله یې کولای شې د خپلې باطنې ښکلا فضا لمس کړې او بس!))

خو دا هم د مینې موخه نه ده. داخلي فضا کوم مادي ارزښت نه لري، په عین حال کې دغه فضا هغه سره ګل ته ورته ده، چې شبنم يې پر پاڼولکه مرجان غوندې ښکاري، د سهار نسیم او د لمر وړانګې دغه ګل په ګډا راولي.

مینه د ژوند ګډا ده!

چاچې مینه نه ده کړې دوی له دې ګډا څخه بې برخې پاتې شوي. د د سره ګل د روزلو چانس یې له لاسه ورکړی، همدا لامل دی، چې له مادي نظره او یا هم د یوه ریاضي پوه، اقتصاد پوه او د یوه سیاستوال له نظره «مینه» هسې یو لېونتوب دی. خو هغه چا، چې مینه کړې او مینه یې پېژندلې ده عقل یوازې په مینه کې ورته ښکاري. بې مینې کس کېدای شي شتمن وي، خو هېڅکله هم د سالم عقل خاوند نه دی، ځکه د باطني ارزښتونو په اړه په څه نه پوهېږي. مینه ناک انسانان روان درمانۍ ته اړتیا نه لري، ځکه خپله مینه  په ژوند کې د روان درمانۍ قوي وسیله ده. هغه چا چې مینه کړې وي، ژوند یې لکه د ګډېدونکي شاپرک په څېر وي. مېنې د هغه په وجود کې رسوخ کړی، وجود یې پسرلني شبنم پوښلی وي او ژوند کې یې ورځ تر بلې د ګلونو غوټۍ په غوړېدو وي.

مینه په ژوند کې د بدلون سبب ګرزځي!

څوک، چې نه شي کولای مینه وکړي، کېدای شي هوښیار هم نه وي، با وقاره هم نه وي، ښکلي هم نه وي مانا دا، چې د دې کس ژوند بې مانا دی.

له ژوند سره مینه وکړئ، ځکه ژوند د بدلون وړ دی او هر لحظه د بدلېدو په حال کې دی. کله، چې یوه ځای ته ځې یو ډول کس یې، خو کله، چې هغه ځایه ګرځې بل ډول کس کېږې، خو کېدای شي، چې په ظاهرکې هماغه لومړنی کس وې. همدا اوس، چې ته د دې لیکنې په لوستولو بوخت یې یوازې څلور يا پنځه دقیقې به تېرې شوې وي، خو ستا په ژوند کې به ډېربدلون راغلی وي.

هراکلیتوس، یوناني فیلسوف دی، وایي (( ژوند لکه د سیند په څېر دی، چې پرې ورګډ شوې، کله، چې هر قدم پورته کوې دویم ځلي په هغه اوبو پښه نه شې اېښودلی ځکه هغه اوبه بېرته شاته نه راګرزي))

هغه کسان، چې د ژوند کولو چل یې زده کړی، هغه کسان، چې په ژوند کې له بدلون سره اشان شوي له دې ژوند سره ، چې د صابون قف ته ورته دی مینه کوي، ځکه همدا د صابون پر قف، چې کله د لمر وړانګې را خورې شي رګین کمان جوړوي، همدا لامل دی، چې دغه ډول کسان د ژوند په اصلي خوند پوه شوي او له ژونده خوند اخلي. ژوند هغه لوی او سپین کاغذ ته ورته دی، چې د نقاشۍ لپاره تیار شوی وي. په دې سپین کاغذ، چې څه لیکې لیکلای یې شې، کولای شې خوښۍ او خوشالۍ رسامي کړې او یا هم ستونزې او کړاونه، پرېکړه به ستا له عظمته ډک وجود او ذهن کوي. کولی شې له دې ازادۍ څخه داسې ګټه واخلې چې ژوند درته په جنت بدل کړې او یا هم خدای مه کړه په دوزخ.

مه هېروئ، چې که موږ په ژوند کې موخه ولرو او له مهال وېش سره سم ژوند وکړو، لرې به نه وي، چې په ډېره اسانۍ سره له هغه ستونزو ځان خلاص کړو، چې په ژوند کې ور سره مخ کېږو.

دا هم مه هېروئ، چې زموږ ژوند په اوس پورې تړلی. په نن کې ژوند وکړئ او ژوند یو غنیمت وګڼئ.

څه، چې په ژوند کې ډېر اړین او مهم دي هغه زموږ اوستاسو لید لوری دی. څه ډول، چې فکر کوی ژوند به مو په هماغه ډول مخ ته ځي، نو ښه ده، چې تل مثبت فکر وکړو او ژوند ته په ښه سترګه وګورو.

ژوند یعنې په کوتل باندې ختل، نه را کوزېدل هغه کسان، چې را کوزېږي په دې مانا، چې په ژوند کې یې ماتې خوړلې ده او  هغه کسان، چې په دې پېچومي خېژي ژوند به یې متحرک او له خوندونو ډک وي.

ليکوونکي : ايمل ساپی / ۱۱/ ۷ / ۲۰۱۶