بابر او پښتانه


بابرپه هندکې دمغولي واکمنۍ بنسټ ایښودونکی
او دپښتنو سره دده ظلمونه، دښمني او زورزیاتی
ظهیرالدین محمد چې په تاریخونو کې دبابر په نامه مشهورو د۱۴۸۳ زیږیدیز کال دفبرورۍ دمیاشتې په ۱۴ نېټه دمنځنۍ آسیا( ایشیا) دهیواد اوزبیکستان د اندیجان په ښارکې چې دفرغانۍدوادۍ یو ه برخه ده دې نړۍ ته سترګې غړولي وې . دی دعمر شیخ میرزا زوی او دامیرتیمور لمسی و.
پلاریې عمر شیخ میرزا د اندیجان او فرغانې سیمې واکمن واوموریې قتلون نګارخانم نومیدله . بابر دخپل پلار تر مړینې وروسته چې يوولس کلن و داندیجان واکمن شو.همداراز ده په ۱۴۹۷ زیږدیز کال د خپل تره سلطان احمد نه سمر قند ونیوه ،خو وروسته یې په ۱۵۰۰ زیږدیز کا ل کې هغه وخت داندیجان او سمرقند دسیمو کنټرول له لاسه ورکړ کله یې چې دماوراء النهرد مشهور واکمن محمد شیباني خان ازبک له لاسه ماتې وخوړه .په دې وخت کې بابر مجبورشو چې خپل ماما سلطان محمو دته چې په سمرقند کې و ورشي او هغه دده ملاتړ وکړ چې بیا پر اندیجان برید وکړي ، خو په پایله کې بابر ټپي شو اوترمذ ته وتښتید ،ترمذ دافغانستان اواوزبکستان پرپوله یو ښاردی. بابر په ۱۵۰۱ زیږیدیز کال له ترمذ نه افغانستان ته واوښت او تخار ته لاړ. به هغه وخت کې دتخار سیمه ایز واکمن خسروشاه په کندز کې دده هرکلی وکړ ، خو پای کې دبابر له لاسه تیښتې ته اړایستل شو.
تر هغه وروسته بابر دهندوکش دغره نه تیرشو او په ۱۵۰۵ زیږدیز کال یې کابل ونیوه .په هغه وخت کې دکابل حکمران میرزا محمد مقیم دبابر سره دمقابلې توان په ځان کې ونه لید او کندهار ته لاړ.
کله چې بابر دکابل د واکمنۍ پرګدۍ تکیه وکړه نو یو لښکریې دکابل نه غزني او کلات ته ولیږه او زابل یې دکندهار دارغوني حاکمانو نه ونیوه اوخپل ورور جهانګیرته یې وسپاره ،همداراز بابر دیو بل لښکر په ملګرتیا دهزاره جات پرلارې ځان هرات ته ورساوه ،ځکه بابر غوښتل په مرغاب کې د شیباني خان دلښکرو سره وجنګیږي خو ژمی پرې راغي او دهغه سره یې کومه جګړه ونکړه ، په دې وخت کې دا خبر هم ورته راورسید چې کابل دده دښمن جان مرزا نیولی دي.همدا وجه وه چې بابر ځان په چټکۍ سره کابل ته ورساوه او کابل یې دجان میرزا نه بیرته ونیوه او جان میرزا کندهار ته وتښتید.همداراز ده دایران دصفوي حکومت سره هم دوستانه اړیکي ټینګې کړې .به هغه وخت کې شاه اسماعیل صفوي دایران واکمن و .وروسته دبابر پخوانی دښمن شیباني خان ازبک په ۱۵۱۰ زیږدیزکال کې دمروې په جګړې کې دشاه اسماعیل صفوي دلښکرو نه ماتې وخوړه او دشاه اسماعیل پوځونو دده سر غوڅ کړ او بابر دخپل یوه ستر دښمن په وژلو دآرامۍ ساه وویستله.بابر د۱۹۲۶ زیږدیزکال داپریل دمیاشتې په شلمه نیټه دپاني پت په لومړۍ جګړه کې دهند دلودي پښتنودریم او وروستني واکمن سلطان ابراهیم لودي ته ماتې ورکړه او هغه یې وواژه او سریې ترې پرې کړ .ددې ستره وجه داوه چې یو شمیر نا عقبت اندیشه پښتنو او له هغو نه دولت خان لودي او دهغه زوی دلاورخان لودي دخپل پښتون لودي واکمن سلطان ابراهیم لودي په ټکولو کې دپښتنو دستر دښمن مغولي بابر سره مرسته وکړه په دې توګه دسلطان ابراهیم لودي په وژلو سره په هند کې دلودي پښتنو واکمني پای ته ورسیده او پر ځا ی یې په هند کې دمغولو دواکمنۍ بنسټ کیښودل شو.بابر د۱۵۳۰ زیږدیزکال ددسمبر دمیاشتې په ۲۶ نیټه د۴۹ کلونو په عمردهند داتهرپدیش په اګره کې مړشو او دخپل وصیت سره سم یې جنازه کابل ته ولیږدوله شوه او په کابل کې دبابر په بڼ کې خاوروته وسپارله شوه.دده ترمړینې وروسته په هندوستان کې دده زوی نصیرالدین محمد همایون واکمن شو.
دبابر میرمنې :
۱– بي بي مبارکه یو سفزۍ د ملک شاه منصوریوسفزي لور او دملک سلیمان شاه لمسۍ.
۲-دلدار بیګم
۳-ګل رخ بیګم
۴- ما هم بیګم
۵-آسیه رضوي
۶-نارګل آغاچه
۷- سیده افاق
دبابر اولادونه :
۱- همایون
۲-کامران مرزا
۳-عسکري مرزا
۵- هندال مرزا 
۶- ګلبدن بیګم
۷-فخر النساء

پر پښتنوباندې دبابر ظلمونه:
په تاریخ کې چې بابر پر پښتنو کوم ظلمونه کړي دي په هيڅ تاریخي دور کې پر بښتنو داسې ظلمونه نه دي شوي .بابر چې دپښتنو څومره عامې او ډله ا یزې وژنې او مرګونه کړی دي او د پښتنو څومره سرونه يي چی غوڅ کړی دي ، څومره یې چې دپښتنو دپرې شوو سرونو نه یې څلي (کله منارونه) جوړ کړي او څومره کلي او کورونه يې چې وران کړي او څومره مالونه يې چی تالا او لوټ کړي دي، ښايي چې بل هيڅ یوه سوبمن او يرغلګربه دپښتنو په وړاندې داسې ظلمونه نه وي کړي.
بابر په خپلو یرغلونو کې چې دغلجیو پر سیمه ، غزني ،ګردیز، زابل، کلات ، کټواز، ګومل او داوسنۍ پښتونخوا پر سیمو کوهاټ ، بنو،هنګو ، ټل ، بنګښو، چوپاره ، دوکۍ ، سرده ، مشت، سکانه ، خورد کابل، سرخ رباط، خوږیاڼي ،کهراج، پشګرام. پنجکوړه ، امبهار، پاني ماني ، اشنغر، مهوره ، کټلنګ، علي مسجد، ابوهادرمان ، کرماش ، رق، سلطانپور، خیبر ، ده غلامان ، باسول، مچګرام،قیلغو،وزیر، آب ایستاده ، برمل ، الینګار ، الیشنګ ، مندراوړ ،لغمان ، ننګرهار ، کونړ، باجوړ، پيښور ،سوات اوځینو نورو سیمو کې دخپلو یرغلونو په ترڅ کې ډیر يښتانه وژلي دي ، ددوی مالونه او څاروي یې لوټ کړي دي .دلته به دپښتنودغو وژنو یو څو بیلګې چې دده په مشهور کتاب بابرنامه کې راغلي دي تاسو ته وړاندې کړم دبابرنامې دغه کتاب په ۱۹۲۲ زیږدیز کال په لندن کې چاپ شوی دی او داصلي ترکي نسخې نه 
Annette Susanah Beveridge
په انګریزي باړلی دي چې دبابر خاطرات یا 
The Babur-nama (Memories of Babur)
نومیږي.
بابرپه خپل کتاب بابرنامه کې لیکي :
} د سبا ناری(ګهیځ ) په وخت کی زموږ پوځونه پرکوهاټ ور کوز شول ، ډيرې زياتې د غوايو ګلې او ميښې زموږ د پوځيانو لاس ته ورغلې. ډير زيات افغانان ونیول شول او پریکړه وشوه چې د بنګښو په افغانانو او د بنو په ګاونډ یو يرغل وکړو {(دبابرنامې انګریزي ژباړه ۲۳۱ مخ )
په بل ځای کې لیکي :
} بابر چې د کوهاټ او هنګو په لار بنګښوته روانیده (د کوهاټ او هنګو تر منځ لار په يوه تنګه دره کی تللی ده). کله چې موږ د غې درې ته ورننوتو د کوهاټ او شاوخوا سيمو افغانان ددرې له دواړو خواوونه دغرو په لمنو کې راټول شوی وو او د جګړی چيغې او نارې يي وهلې. زموږ لارښود ملک بوسعيد کمر يي ته د افغانانو موقعيت ډير ښه معلوم و. هغه بابر ته عرض وکړ چې وړاندې زموږ ښی لاس ته يوه غونډۍ ده او کیدای شي افغانان د غرو له لمنو نه ورنه راښکته شي،چې همداسې هم وشول . موږ د جنګي ميړونو يوې ډلې ته وويل چې د غونډۍ او غرونو تر منځ تنګي ورته ونيسي.نوروته مو وويل چې دواړو خواووته يې حرکت وکړی.په دې ډول به له دواړو خواوو په افغانانو حمله وشي او ټول به تباه کړل شي. څرنګه چی په افغانانو له هرې خوا برید وشو،هغوی ان جګړه هم ونه شوه کړای او سل دوه سوه تنه يې ونيول شول. ځينې ژوندي راوستل شول.خو د ډيرو يې یوازې سرونه راوړل شول. کومو افغانانو چې مقاومت ونه شو کړای موږ ته راغلل. کوم يې چی زموږ سړو د اسيرانو په توګه راوستی وو، امر وشو چې له ټولو نه يې سرونه پری کړل شي،ددوی له ککرو نه يې زموږ په کیمپ کې څلي جوړ شول. په بله ورځ موږ وړاندې ولاړو او په هنګو کې کوز شوو هلته د هغه ځای افغانانو په غره کی سنګر جوړ کړی و زموږ سړې مخامخ ور وختل. سنګر يې مات کړ او دسل دوو سوو مغرورو افغانانو سرونه یې پرې کړل{(بابرنامه ۱۳۱، انګرزي ژباړه ۱۳۱–۱۳۲مخونه)
په بابرنامه کې بل ځای داسې راغلي دي :
}کله چې بابر بر له ټل نه بنو ته ته نو د بنو په باره کې ليکي: (د بنو ځمکې کيوي، سوراني ، عيسی خيل او نيازي افغانان کري، کله چې په بنو کې کوز شوو، وامو وريدل چې قبايلي ميړونه مقاومت کوي او دشمال خواته په يوه غره کې سنګر نيسي. د جهانګير ميرزا په مشرۍ پوځونو پردوی قتل عام ګډکړ. ډير سرونه یې پرې کړل او رايې وړل. ډير سپين رخت لاس ته راغی. په بنو کې موهم يو دسرونو او ککریو څلي (کله منارونه) جوړ کړ. وروسته تردی چی سنګر ونيول شو.د کيوي مشر ښادی خان زما حضور ته راغی او اطاعت يې وکړ.)(بله ورځ روان شوو او د عيسی خيلو په يوه کلي کې چې د کورمې د سيند په غاړه پروت دی، کوز شوو، خو څنګه چې کليوالو اوريدلي وو چې موږ ور روان يو ، نو د چوپاره غرونو ته تللي وو. زموږ يرغلګر د چوپاره غرونو ته وروختل، د عيسی خيلو سنګر يې وران کړ او د ميږو او پسو له رمو او ټوکرانو سره بيرته راغلل.{(دبابر نامې ژباړه ۲۳۳-۲۳۴مخونه)
وروسته بابر د چوباره د غرو له لمنونه لویدیزې خواته خوځيږي او ماسپښين مهال يې ددوی سپاره ددښتې خواته رسيږي او يو شمير کلي لوټ کوي. 
بابر خپله په دې باره کې ليکي چې :}هلته مودتم کيدو په وخت کې، بې شمیره پسونه او ميږې او د غويو ګلې راوستې. دغه راز يې له سوداګرو افغانانونه چې په لاره کې ورسره مخامخ شوي وو، سپين رخت، خوشبويه عطر، او بوره راوړل او اسونه يې ورنه راوستل. دبابر پوځونو مشهور افغان سوداګر خواجه خضرلوهاڼی له آس نه را وغورځاوه.سر يې ورنه پرې کړ او رايې ووړ. يو وار کله چې شيريم تغای په نورو لوټمارانو پسې ور روان و،يو افغان په لاره کې ورسره مخامخ شو او ده له هغه نه دشهادت ګوته پرې کړه.{ (دبابرنامې ژباړه مخ۲۳۵) 
کله چې بابر بر د ګومل له سيند نه تیریده مخ په جنوب روان شو او په دې باره کې ليکي چې :}يو يادوه ميله وړاندې يو شمير اجل نيولي افغانان د غرو په کوزو لمنو کې راښکاره شول. موږ خپل اسونه پسې ورخوشې کړل. پسې ورغلو ، زیاتره يي وتښتيدل. خو ځينې يې په کمرونو کيکښيناستل. يو افغان په داسې يوه ځانته ډبره کيناست چې بلی خواته يې پاڼ و او ځکه يې نو د تيښتې لاره نه لرله. سليمان قلي چوناق چې زغرې يې په تن وې، پاڅيده او پرې ور وغوځيد او ويې نيواو سریې ترې غوڅ . داد سليمان قلي داسې يو کار چې زما په مخ کې يې وکړ او منصب او رتبه مې پرې ورکړه. قتلق قدم له يوه بل افغان سره وارونه وکړل ، غيږ په غيږ شول او دواړه يې لس دولس يارډه کوز ولويدل. په پای کې قتلق قدم ددغه افغان سر پرې کړ او رايې ووړ. کوپوک بيګ د يوه بل غره په لمن کې له يوه افغان سره لاس او ګريوان شو. دواړه د غونډۍ بيخ ته وکوړيدل ، په پای کې يې د افغان سر پرې کړ او رايې ووړ.{ (مخونه ۲۳۶-۲۳۷).
بابر په جنوب وړاندې ځي دوکۍ ته رسيږي. له دوکۍ نه مخ په غزني ځي وروسته له يو څو مزله په يوه ځای کې تم کيږي ، هلته بيا په شاوخوا پښتنو يرغلونه کوي او وایي چی }ما په جهانګير ميرزا امر وکړ چې د يو شمير تکړه سپرو مشري په غاړه واخلي او د شاوخوا سيمو په اوغانانو (افغانانو) يرغل وکړي .درې څلور مزله وړاندې، جهانګير ميرزا يو شمير افغانان لوټ کړل او يو څو ميږې او پسونه يې ورنه راوستل ) . (مخ ۲۳۹) 
بابر د کال ۱۵۰۷ دمی په مياشت کې په غلځو(غلجیو) باندې د حملې او برید په نيت خوځيږي او د خپل دې جګړې په باره کې ليکی چې } موږ له کابل نه په دې نيت راسپاره شوی وو چې په غلجیو يرغل وکړو. کله چې په سر ده کې پلي شوو، خبر راغی چې ډير زيات مومند (افغانان) له موږ نه پنځه ميله په مشت او سکانه کې، پراته دي. زموږ بيګانو او سر تيرو غوښتل چې په مومندو يرغل وشي.{ (مخ ۳۲۳) 
بابر د حملې پرځای د تګ فيصله کوي او ليکی چې }له سرده نه په تياره کې روان شوو. د کټواز دښته مو په تياره کې ووهله…لمر راختلی و چې ددې ټيټو غونډيو او وادی له لمنو نه هغې دښتی ته ووتو چې غلجي له موږ نه يو ييغاچ [پنځه شپږ ميله] لیري پکې پراته وو. څنګه چې دښتې ته ور نوتو د [غلجیو] تور والی راتر سترګو شوو. دايا ددوی د (کيږديو) توروالی او يايي داورونو لوګی و. کله چې تقريباً يو شرعي(دوه ميله) په داسې حال کې وړاندې ولاړو چې د افغانانو توروالی راترسترګو کيده، د يرغل اجازه ورکړل شوه. بې شميره ميږی او پسونه مو لوټ کړل. دومره زيات چې په بل هيڅ يرغل کې لاس ته نه وو راغلي. کله چې له لوټ نه وروسته بيا روان شوو، د افغانانو ډلې يوه په بله پسې دښتې ته راکوزې شوې او جګړه يې راوپاروله. ځينې بيګان او نور ميړونه پسې ورغلل او د افغانانو يوه ډله يې بېخی تباه کړه. ناصر ميرزا هم عين کارو کړ او د افغانانو يوه ډله يې بېخی تباه کړه او د افغانانو له ککرونه څلي جوړشول {(مخ ۳۲۴) بابر د هغی ولجې په اړوند چې له غلځو نه يې وکړه ليکی چې له هغوی نه يي ( يو لک ميږې او پسونه بوتلل.) (مخ ۳۲۵) 
بابر د کال ۱۵۰۷ په سپتمبر کې يو ځل بيا له کابل نه د هند په نيت خوځيږي او د سفر په پیل کې کې له مختلفو پښتنې قبايلو سره خپلې نښتې او جګړې بيانوي.دی ليکی چې:}له کابل نه د خورد کابل په لارو خوځيدو او په سرخ رباط باندې ښکته قوروق سای ته ولاړو. تردې حده چې په کوم سهار چې موږ له جګدلک نه روان شوو، ددی ځای او لمغان تر منځ پرتو افغانانو، لکه خضر خيلو، شيمو خيلو، او خوږياڼو،غوښتل چې کوتل بند کړي. ډيرو يې چې د شمال خواته غروته ختلي وو ډولونه وډنګول او ايستلې تورې زمونږ په لور راوخوځيدل ،خو په پای کې وتښتيدل. کله چې زه په افغانانو پسې غره ته ورختلی وم، د هغوی يو تن مې چې له مانه کوز په منډه روان و په لاس وويشت. دا په غشی لګيدلی سړی او څو تنه نور راوستل شول او ځينې يې د نورو د عبرت دپاره ووژل شول.{ (مخ ۳۴۱) 
همداراز د۱۵۰۹ زیږدیز کال په پسرلي کې بابر د باجوړ په سيمه کې دېره دي او غواړي چې بابر د باجوړ په کلا يرغل وکړي. دی ددې مهم په ارتباط ليکی چې( سپيده داغ له کمپ نه د باجوړ په کلا باندې د يرغل په نيت وروخوځيدو.کلا ته نژدې پلي شوو او ددلازاکو افغانانو يو باوری سړی مو کلاته وروليږه چې سلطان او خلکو ته يې ووايي چې اطاعت وکړي او تسليم شي.) (مخ ۳۶۷-۳۶۸) 
بابر وايی چې }د باجوړ خلکو يې سپارښتنه ونه منله نو ځکه يې برید پرې وکړ، د باجوړ کلا يې ونيوله او اوسيدونکی يې قتل عام کړل. او ښځې او ماشومان يې اسير شول. تخمین درې زره نارينه يې ووژل شول خو څرنګه چې جګړه د کلا تر ختیزو خواوو پورې ونه رسېده نو يو څو تنه يې خلاص شول. کلا چې ونيوله شوه موږ ورننوتو اوومو کتله. ددېوالونو دپاسه کورونو کې ، په لارو کې او په کوڅو کې،هر چيرته بی حسابه مړي پراته وو. څوک چې تله راتله په مړو په ختل او ورباندې تيرېدل به.{ (مخ ۳۷۰) 
بابر دلته دشاه منصور يوسفزي يادونه هم کوي او وايی }چې هغه ددې قتل عام په وخت کې د خپل قوم داستازي په توګه له موږ سره و او دا فتحه او قتل عام يې د سر په سترګو وليدل. وروسته له دې چې خلعت مو ورکړ او وروسته له دې چې يوسفزو ته مو د ګواښ تهديد فرمانونه وليکل، رخصت موکړ.{ (مخ ۳۷۱) 
بابر بيا ليکی چې } د محرم د مياشتې په نولسم، په يوسفزيو افغانانو باندې د يرغل په نيت سوات ته روان شوو او د پنجکوړې او جندول او باجوړ د ګډسيند تر منځ ديره شوو. دلته شاه منصور يوسفزي د (کمالی) معجونو يو څو مزه دار کنډکی،چې کلکه نشه يې لرله، راوړي وو. يو کنډکی مې درې ټوټې کړ. يوه ټوټه يې ما وخوړه. يوه ټوټه مې ګدای تغای ته او يوه ټوټه مې عبدالله کتابدار ته ورکړه.ډير سخت يې نشه کړم. داسې چې دماښام د لمانځه په وخت کې بيګان د جرګې دپاره راغلل.ماونه شو کړی چې ور ووځم. عجب شی و. {
د محرم په شلم کهراج ته مخامخ د کهراج او پشګرام د درو په خوله کې کوز شوو. موږ همدلته وو چې تر ښنګري پوری و اوره وشوه. دلته دواورې اورېدل نادره پيښه وه او خلک ورته حيران وو. د کهراج په خلکو باندې د سوات د سلطان اويس په موافقه زما د پوځ د مصرف دپاره د خره په بار څلور زره باره وريژې(وریجې ) حواله شوې او خپله هغه [سلطان ويس ]واستول شو چې راټولې يې کړی. دې سپين سترګو غرنيو خلکو پخواله دې هيڅکله هم داسې بارنه ومنلی. څرنګه چې دوی ټولې وريژې برابرې نه شوې کړی. نو تباه کړی شول. 
د سه شنبې په ورځ د محرم په درويشتم، د هندو بيګ په مشرۍ يو لښکر وليږل شو چې په پنج کوړه يرغل وکړي….خو خلک يې تښتيدلي وو. زموږ ميړونو يو شمير څاروي راوستل او له کورونونه يې خروارونو غلې د پوځ د مصرف دپاره راوړې. (مخونه ۳۷۳-۳۷۴). 
بابر لږ وروسته له يوسفزو سره د خپلې خيښې د بندوبست په باره کې غږيږي او وايی :}ددې لپاره چی د يوسفزيو ولس خپل کړم، نو د ملک شاه منصور لور مې هغه وخت ترې وغوښته چې يوسفزي افغانانو داستازي په حيث زما حضور ته راغلي وو. ملک شاه منصور د ملک سليمان شاه زوی او زما خیر خواه و . موږ لا په همدی ځای کې وو چی خبر راغی چې يوسفزيو د شاه منصور لور له سوغاتونو سره يو ځای راروانه کړې ده.ماښام مو د شرابو محفل جوړ کړی و.د(سوات) سلطان علاءالدين هم رابلل شوی و او ډير عزت او خاص خلعت ورکړل شو. د يکشنبې په ورځ له وادي نه وخوځيدو د شاه منصور کشر ورور، طاؤس خان ، دشاه منصور لور راوسته) (مخ ۳۷۵) 
[د سفر(صفرې )] د مياشتې په اوومه بيګان او ددلازاکو افغانانو د سرخلک احضار شول او وروسته له سلامشورې نه فيصله او پریکړه وشوه چې کال په خلاصيدو دی او د کب د میاشتې يوازی يو څو ورځی پاتی دي. د سيمې خلکو غلې ټولې ننه ايستلي دي که اوس سوات ته لاړ شو پوځ ته به مو غله دانه ، نه وي ناتوانه به شي. بايد داسې وکړو چې دا مبهار او پاني ماني سرک واخلو ، داشنغر نه بر د سوات له سيند نه تير شو او په هغو يوسفزيو افغانانو وروغوځيږو چې د يوسفزيو د مهوري سنګر ته مخامخ سمه کې پراته دي. خو کوم بل کال چې دلته راشو نو ، ددې ځای پر افغانانو به تر ټولونه وړاندې فکر وکړو) ( ۳۷۵ مخ) 
بابر خبرې ته دوام ورکوي او وايي بله ورځ چې چهارشنبې وه د سوات سلطان اويس او سلطان علاءالدين ته مو چپنې او اسونه وروبخښل او رخصت مو کړل. موږ خپله روان شوو او باجوړ ته لاړو. سبا سهار روان شوو او د شاه منصور لور مو د پوځ تر بيرته راتګه پوری د باجوړ په کلا کې پريښوده….له امبهار او یوه بل لوړ کوتل نه و اوښتو او تقريباً ماسپښين په پاتی ماني کې ښکته شوو. افغان بردی له يو څو تنو نورو سره وړاندی واستول شول چې حالات معلوم کړی. څرنګه چې زموږ او د افغانانو تر منځ واټن لنډ و ، نو له دې امله وخته ونه خوځيدو. افغان بردی د سبا نارې په وخت کې بيرته راغی. دی يوه افغان ته په غوسه شوی و او سريي ورنه غوڅ کړی و. خو په لاره کی يي غورځولی و. ده داسی معلومات رانه وړل چی د سړی زړه يي غواړی.غرمه شوه.روان شوو دسوات له سيند نه تير شوو او د ماسپښين لمانځه ته نژدې کوز شوو. د ماسختن د لمانځه په وخت کې بيا سپاره شوو و په چټکۍ روان شوو. رستم ترکمان مو ليږلی و چې حالات معلوم کړي. لمر يوه نېزه لوړ و چې هغه خبر راووړ چې افغانان زموږ په راتګ خبر شوي وو او خپل ځايونه يي بدلول. يوه ډله يي په يوه لاره چې په غره کی وه، روان وو. موږ پسی ور چټک شوو. يو شمير يرغلګر مو پسی وروليږل او د هغوی يو څو تنه يي ووژل او سرونه يي ورنه پری کړل. يو شمير اسيران او يو څه څاروی يي هم ورسره راوستل. دلازاکو افغانانو هم د يو څو تنو [افغانانو] سرونه پری کړل او رايي وړل. سبا ته وخوځيد او د کتلنګ او مقام تر منځ پلي شوو.) (مخونه ۳۷۶-۲۷۷). 
بابر دلته د يوه زيارت د ورانولو پيښه بيانوي او ليکي چې}په تيرو دير شو يا څلويښتو کلونو کې يوه ګمراه قلندر چې شهباز نوميده يو شمير يوسفزي او دلازاک له لاری ايستلی وو.دده زيارت د مقام د غره د يوی غونډۍ په سر پروت وچې په شاوخوا ځمکو ورسپره وه. ما فکر وکړ چې دا ګمراه قلندر څوک دی چې زيارت يي په داسی آزاده فضا کی پروت دی. امر می وکړ چې دا زيارت ړنګ او لوټه لوټه شی.دا ځای دومره ښکلی و چې زموږ يو څه وخت هلته کښيناستو او معجون مو وخوړل.) (مخ ۳۷۷) 
بابر په دی پسی يو ځل بيا هندوستان ته ور اوړي، خو هلته له يوی مياشتی نه زيات نه پاتی کيږی او د کال ۱۵۱۹ د مارچ به ديارلسم بيرته کابل ته خوځيږي. کله چې د مارچ په شپږويشتم بګرام(پښور) ته رسيږي، هلته ددلازاکو پښتنو له مشرانو سره بيا ليدنه کتنه کوي . نوموړی په دې اړوند ليکي چې ( په دی ځای کی ددلازاکو د شپږتنو مشرانو هر يوه ته سل سل مثقاله سپين زر، جامی ، دری غويي او يوه ميښه چې په هندوستان کی لاس ته راغلي وو، ورکړل شول. ددی خلکو ملکان بوخان او موسی وو. نوروته مو د هر يوه له شان سره سم پيسې، ټوکران ،يو يو غوايی او يوه یوه ميښه ورکړله. کله چې سباته په علي مسجد کې پياده شوو،يو ياقوت خيل دلازاک افغان چې معروف نوميده لس پسونه او ميږی ، دوه باره وريژی(وریجې) او اته لويې د خیدک چکۍ(یوډول پنیر دی) د سوغات په توګه راکړې.) (مخ ص ۳۹۴) 
بابر د اپريل په سر کی بيرته کابل ته رسيږی او هلته د مې د مياشتی په وروستيو وختو کې ، د يوسفزيو له مشرانو سره د ليدنو کتنو يادونه کوي او ليکي چې ( ددوشنبي په ورځ د مياشتی په درويشتم ملک شاه منصور يوسفزي له شپږ اوو تنو نورو يوسفزيو مشرانو سره له سوات نه زما خدمت ته راغلل. ددوشنبې په ورځ د جمادي الثانۍ په الومړۍ نېټه د يوسفزو ملکانو ته چې د شاه منصور په مشري راغلی وو. خلعتونه ورکړل شول. ملک شاه منصور ته يوه اوږده دوريښمو چپن او يوه جيبه دهغی له تڼيو سره ورکړل شوه. يوه بل ملک ته يوه چپن چې لستوڼي يي دوريښمو وو ورکړل شوه او شپږو نورو ته وريښمينی چپنې ورکړل شوې. ټول مو رخصت کړل او دې موافقي ته سره ورسيدو چې دوی به په سوات کې له ابوهانه پورته مداخله نه کوي او د هغه ځای ټول بزګربه له خپل منځ نه باسی او همداغه راز به د باجوړ او سوات افغان بزګر د خره په بار شپږ زره باره وريژي [بابر] ته د ماليې په توګه ورکوي.) (مخونه ۳۹۹-۴۰۰). د جولای په اوه ويشتم ، بابر د ګرديز د سيمې په پتنو له دې امله د يرغل نيت کوي چې وايی (د ګرديز د سرحد عبدالرحمن( درمان ) افغانانو ، نه باج د قناعت وړو اونه يې سلوک، او کاروانونو ته يې هم تاوان رساوه. درجب په نهمه ويشتم د چهارشنبی په ورځ، پدی نيت وروخوځيدو چې يرغل پرې وکړو. يرغل پيل شو يوه ډله [جنګی ميړونه] د ګرديز جنوب شرق ته،د کرماش د غرونو په لور ولاړل. د مرکز دکیڼې خوالارښودنه خسرو ميرزا ته ور په غاړه وه. شاته يې سيد علي روان و. اکثره پوځ د ګرديز رق ته يوې درې ته ور پورته شو. شاته يې د سيد قاسم دريان، ميرشاه قو چپن، قيام(اردوشاه بيګ؟) هندوبيګ ، قتلق قدم او حسين ميړونه ورروان شول. څرنګه چې اکثره پوځ درې ته ور پورته شوی و، زه هم په يو څه واټن پسې وروخوځېدم. ددرې خلک به هرومرو ډېر پورته وو او کوم [جنګی ميړونه] چې ور روان شوي وو، اسونه يې له پښو ولوېدل خو هيڅ لاس ته ورنه غلل. يو شمير، څلويښت پنځوس تنه، افغانان پياده په اواره کې راښکاره ول. کوم عسکر چې د پوځ شاته روان وو، پسې ورغلل. يو قاصد ماته راوليږل شو او زه سمدستی په بيړه ور روان شوم. حسن حسين يکی يوازې په حماقت او بې فکرۍ خپل اس ور خوشې کړ. منځ ته يې ورننوت او توره يې پرې را واېسته. هغوی يې اس وويشته اودی يې راوغورځاوه. کله چې پورته کيده [ يوه افغان] ګوزاز پرې وکړ او را ويې پرزاوه. په چړو يې غار غار او ټوټه ټوټه کړ. نور [ جنګې ميړونه] کرار ورته ولاړ وو او هيڅ مرسته يې ورسره ونه کړه. ماچه دا خبره واورېد نور هم چټک شوم او ځينې د کور سړي او سر تيري مې د ګدای تغای، پاينده محمد قبلان، ابوالحسن وسله ساتونکی او مومن اتاکه په مشرۍ پسې ورخوشې کړل. مقيم اتاکه لومړی شخص و چې يو افغان یې را وپرزاوه. سر يې ورنه پرې کړ او رايې ووړ. ابوالحسن دافغانانو په مخکې ودرېد. اس يې پسې ورخوشې کړ. په يوه يې ګوزار وکړ. راچپه يې کړ. سر يې ورنه غوڅ کړ او رايې ووړ…داڅلويښت پنځوس تنه افغانان ټول په تورو يا غشو راچپه او ټوټې ټوټې شول. 
وروسته له دې چې ټول يې فيصله شول، موږ په شنه فصل کې کوز شوو او امر وو چې[د افغانانو] له سرونو نه دې څلي جوړ شي…کوم عسکر چې کرماش ته ولاړل، ميږې او پسونه او غنايم يې ورسره راوړل. يوله دغو عسکرونه بابا قاشقه مغول ؤ. يوه افغان توره ورپسې راوايسته. دی کرار په ځای ودرېد غشی يې ورته برابر کړ. ګوزار يې پرې وکړ او راچپه یې کړ.) (مخونه ۴۰۳-۴۰۴). 
بابر د همدې کال د سپټمبر په اتم ديوسفزو دلاندې کولو په نيت خوځيږي کله چې سلطان پورنه وړاندې اوړی، يوځل بيا ددلازاکو له مشرانو سره ليدنه کتنه کوي. بابر خپله وايی چې( سلطان پورنه وړاندې کوز شوو. په همدې ورځ ددلازاکو مشران چې ملکان يې بوخان او موسی وو، راغلل. زما نقشه داوه چې د سوات يوسفزي وټکوم. خودې مشرانو راته وويل چې په اشنغر کې ډير لوی ولس ژوند کوي او ډيرې زياتې غلې لری. دوی ډير ټينګار وکړ چې اشنغر ته ولاړ شو. له مشورې نه وروسته پریکړه وشوه چې څرنګه چې ويل کيږی چې په اشنغر کې ډيرې غلې دي، نو د هغه ځای په افغانانو بايد يرغل وشي. د اشنغر او پرشاور( پيښور) د کلاوو خلک بايد سم کړی شی او د غلو او دانو يوه برخه بايد په [دغو کلاوو کې] وساتله شي) (مخونه ۴۰۹-۴۱۰). 
( سبا سهار د خيبر دکوتل په بيخ کې کوز شوو……..[بل سبا] د خيبر له درې نه تير او په علی مسجد کې کوز شوو…. [بله ورځ] مو چې ځرو خبر راکړ چې افغانان له موږ نه خبر شوي او په تيښته کې دي. وړاندی ولاړو د سوات له سيند نه تير او د افغانانو په فصلونو کې کوز شوو.[خو په کومه اندازه غله چې موږ ته ويل شوې وه] د هغی نيمايی څه چې څلورمه برخه هم هلته نه وه….هغه دلازاک افغانان چې موږ يې [دې يرغل ته] وروبللو وشرميدل….سبا ته د سوات، د سيند له غاړې وخوځيدو.د کابل له سيند نه تير او کوز شوو [هلته مو ]…فيصله وکړه چې بايد په هغو اپریدو (افريدو )افغانانو چې سلطان بايزيد يې يادونه وکړه، يرغل وي. د پراور کلا بايد ددوی د مالونو او غلو ډکه شي او يو څوک يې د ساتلو لپاره وګومارل شی.) (مخونه ۴۱۱-۴۱۲). 
بابر داکتوبر په دویمه له خيبر نه اوړي او کابل ته د بيرته تګ په لاره کې په خضر خيلو پښتنو يرغل کوي او خپله دې يرغل دليل داسې بيانوي چې(خضر خېلو ډير بدبد کارونه کړي وو.کله به چې لښکر تلو راتلو،[ خضر خېلو به د لښکر ] په وروسته پاتې او هغو سرتیرو ګوزارونه کول چې ځانته به کوز شوي وو او اسونه به يې ورنه اخيستل. ځکه نو دايو روا اوپه ځای کار ښکارېده چې [خضر خيلو ته ] سزا ورکړل شي. په همدې نيت، سپيده داغ [دخيبر] د کوتل له بيخ نه روان شوو. د غرمې ډوډۍ مو په ده غلامان (باسول) کې وخوړه. وروسته له دې چې اسونه مو ماړه کړل، د ماسپښين د لمانځه په وخت کې بيا وخوځيدو. وسله وال کابل ته واستول شو چې هلته ټول خضر خيل بندي کړي او دشتمنۍ حساب يې ماته راکړي. موږ ترنيمې شپې مزل وکړ. دا معلومه وه چې خضر خيل له بهار (ويهاره) او مچګرام نه تر کړاسو پورې پراته دي [ داکتوبر په څلورم] چې سپېده داغ نه پخوا ورسېدو، يرغل پيل و. د خضر خيلو اکثره مالونه او کوچنيان د لښکر لاس ته ورغلل. سبا ته مو په قیلغو( دخوږیاڼیو یو کلی دی) کې واړول…وزيرو افغانانو چې هيڅکله يې سم باج نه و ورکړي او [ په وزيرو باندې] حملې وېرولي وو، درې سوه پسونه او ميږی راته راوستل. 
سبانه بل سبا د شمو خيلو او خيريلچی افغانانو مشران راغلل. دلازاکو افغانانو هغوی ته بښنه وغوښته او موږ هم وبخښل. اسيران موور خوشې کړل. څلور زره پسونه او ميږې مو باج پرې کيښود. مشرانو ته مو يې چپنې ورکړې. محصلان مو وټاکل او ومو ليږل چې ميږی او پسونه راټول کړي.) (مخ ۴۱۳) 
د پښتنو په اړوند کې د بابر خورې ورې يادونې : 
بابر د پښتنو په باره کې يو لړ بیلا بیلې يادونې هم کړي دي. موږ دا يادونې دلته په جلا ډول ثبتوو. کله چې بابر د کابل د بېلو بيلو طايفو او قومونو په باره کې غږيږي اووایي چې دکابل په اطرافو او کليو کې پشه يی، پراچی، تاجک، او افغاني قبايل او سيږي….جنوب ته د افغانی قبايلو ځايونه دي….په کابل کې يوولس دولس ژبې ويل کيږي: عربي، فارسي،ترکي، مغولي، هندي،افغاني(پښتو)،پشه يی، پراچی، بره کي(اورمړي ) او لغماني……[ د لغمان په تومانونو کې] تر ټولو نه لوی ننګهار (ننګرهار)دی چې کله کله په تاريخونو کې نګه رهار ليکل شوی دی. دداروغه ځای يې په ادینه پور کې دی چې د کابل ختیز ته په يوه ډېر بد او خراب سړک پروت دی. ترکوم وخته يې چې[ ددې سړک] په خواکې آبادي نه وه خيريلچی…او نورو افغانانو به شکاوه.) (مخونه ۲۰۷-۲۰۸). 
کله چې بابر د غزني په باره کې غږيږی ليکي چې(د غزني په سيمه کې هزاره او افغانان ژوند کوي….خلک يې حنفي مذهبه او چندي مسلمانان دي. ډېر يې درې مياشتې روژه نيسي.) (مخ ۲۱۸) بيا ليکی: ( په کوم کال مې چې کابل او غزنی ونيول، په کوهاټ، بنو او د افغانانو په ځمکو مې يرغل وکړ او ددوکۍ او آب ايستاده له لارې غزني ته لاړم) (مخ ۲۱۸) 
يو بل ځای دبرمل په باره کې ليکی چې( برمل يوبل تومان او نسبتاً خوار ځای دی. خو مڼې يې چې هندوستان ته ليږل کيږي، بدې نه دي. د شيخ محمد سلمان اولاده شيخ زاده ګان چې په هندوستان کې يې د افغانانو په دور کې ډېر قدر لاره، د همدې ځای وو). (مخ ۲۲۰) بيا وايی چې ( بنګښ يوبل تومان دی. شاوخوا يې ټول افغانان داړه ماران، لکه خوګياڼی، خيريلچی، توری او لندړ [ غالباً اندړ ]پراته دي. څرنګه چې [ داتومان ]له لارې نه چپ پروت دی، خلک يې ماليه نه ورکوي. خو ددې وخت لانه دی پيدا شوی چې ایل يې کړم…..که خدای کول کله چې وخت پيدا کړم هرومرو به ددغو بنګښو چاره وکړم.) (مخ ۲۲۰) 
يوبل ځای کله چې د کابل د قبايلو په باره کې غږيږي ليکی چې( د غسې چې د خراسان په سیمه کې د ترکانو او مغولو اقوام ( ايماق ) ژوند کوي همداسې په کابل کې هزاره او افغانان ژوند کوي.) (مخ ۲۲۱) 
کله چې د کال ۱۵۰۶ د حالاتو په باره کې غږيږي، په اليشنګ او الينګار کې د خپلو دوو حاکمانو د سلوک ديادونې په لړ کې وايی هغوی ټول ژمی د [ ناصر ميرزا ]د شرابو او ساعت تېرۍ ملګري وو. دغه راز دوی ددې ځای په ترکلاڼو افغانانو هم يرغل وکړ. دتودوخی له رارسيدلو سره ميرزا د هغو بهرنيو قبايلو اوډلو په کورنيو حمله وکړه چې ژمی يې په ننګنهار او لمغاناتو کې تيراوه او هغوی يې لکه ميږو غوندې له خپلو کډو سره مخې ته واچولې او د باران تر سينده يې ورسول.) (۲۴۱) ( دا تر کلاڼي په کال ۹۲۶ هجری کې په مندراوړ کې پراته وو ،مخ ۲۴۲ حاشيه ۱) 
لنډه داچې بابر یو ظالم مغولي واکمن و چې پر پښتنو یې ډیر زیات ظلمونه او زورزیاتی کړي دی.
—————————————————————————
ددې مقالې په لیکلوکې له لاندنیو ماخذونواو سرچینونه ګټه اخیستل شوې ده :
۱-حیات افغاتي ، دمحمد حیات خان لیکنه ، دډاکټر لطیف یاد ژباړه ، دبيښور چاپ ، ۷۸-۷۹ مخونه
۲- افغانستان درمسیر تاریخ ، دمیر غلام محمد غبار لیکنه ، ۲۹۳- ۲۹۴ مخونه ،د۱۳۶۶ کال چاپ.
۳- The Babur-nama (Memories of Babur)Translated by Annette Susannah Beveridge. London, 1922
۴- دارواښادپوهاند حبیب الله تږي مقاله ، پښتانه او بابر، ۱۳۷۷کال ، پیښور- 
۵- له ماوراء النهر څخه د باندې د بابر پوځي عمليات ،څيړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار، دګندهارا سایټ ،
۶- هندوستان پراسلامي حکومت ، دمفتی شوکت علي فهمي لیکنه ، دهند چاپ ، ۳۸۲-۳۹۳ مخونه

ډاکټر لطیف یاد

صلاح الدين ارغوان ساپی