پښتون


زه یو آواره، یو سرګردان او یو پښتون یمه
زه د ژوندانه د ویر شپیلی د غمو یون یمه
یو ځلي سکندر زما هیواد تر پښو لاندې که
بل وارې عربو بې کلتوره بی وطنه کړم
وروسته بیا چنګیز په ما د ظلم لمبې بلې کړې
بل ځلي تیمور بې هدیرې او بې کفنه کړم

زه هر جهانګیر او هر وحشي یو ځل ځپلی یم
زه هر بې وطنه خپل وطن کې ځورولی یم

څو ځلي نیولی باچهانو هندوستان په ما
زه د هر جابر د هوس لار کې وژل شوی یم
څو واره له ډال او له خنجر او کمربند سره
یا رانیول شوی یا په نورو پلورل شوی یم
ما چې چاته تاج او سلطنت او واک ورکړی دی
زه بیا د هغه په لاس بندي یا شړل شوی یم

زما په ځیګر یشي زمانې لک پرهارونه دي
زما له خولې وتلي میلیونونه فریادونه دي

زما په مټ عربو ملتونه لاندې کړیدي
زما په زور بابر پراخ ملکونه رانیولي دي
زما په یون محمود د سومنات بتکده ماته کړه
زما په تیغ څوک مړه، څوک سلطنت ته رسیدلي دي
ما ته مګر تورې لوږه، تنده، بدبختي راوړه
ډیر ځله مې یوې ګولې ډوډۍ پسې ژړلي دي

څوک چې فاتح شوی زه یې ورۀ کې درولی یم 
دا زما تقدیر دی زه تل وږی ګرزیدلی یم

نه نه زه غلط شومه ما څوک لاندې کوی نشي
ما د چا قوت بربادوی او څملوی نشي
ما په غلامۍ کی له دې وروسته څوک ساتی نشي
ما له خپلې لارې اړوی او ګرځوی نشي
ما څوک په ګولیو او اورونو ماتوی نشي 
اوس ستر ملتونه څوک خوړی او هضموی نشي
ما څوک خښوی، محوکوی او ورکوی نشي

زه اوس د پیړیو له خوبونو را ویښږمه
لږه دمه راکړه آزادۍ چی در رسیږمه

نور د چا لپاره ستر ښارونه ورانومه نه
وینې بهومه نه او چا ته څه ګټمه نه
یوه کونډه کومه نه او بل یتیمومه نه
دوست خپه کومه نه، دښمن خوشحالومه نه
بیا د چا لپاره خپل بچي حلالومه نه
بې له خلکو، تر چا سر قربانومه نه

ماته غوږ کې نوي حوادثو څه ویلي دي
ما ددې استاد درسونه ټول په زړه منلي دي

زړه خو هغه زړه وي چې جذبه د آزادۍ لري
سر خو هغه سر وي چې هوا د سربازۍ لري
مټې هغه مټې چې توفیق د آبادۍ لري
زه هغه ملت یم چې ننګونه او مردۍ لري
تندر او توفان لري، بریښنا او ترږمۍ لري
لاره د نجات لري، ماڼو لري بیړۍ لري

زه د توفانونو په زانګو کې روزل شوی یم
زه د زمانې سختو څپیړو ازمویلی یم

یو شئ سره یو شئ ای غریبو پښتنو وروڼو
ای زما پښو لوڅو اُوښبنو او غويبنو وروڼو
ای زما بدمرغو، دربدرو، لیونو وروڼو
ای زما د پرون د بې وسیو د اسرو وروڼو
ای زما د هیواد د سباوون د عظمتو وروڼو
ای د انقلاب د غورځنګونو د څپو وروڼو

پاتې مو لا مخې ته درانه درانه مزلونه دي 
غرونه دي، کوهي دي، بی حسابه ګړنګونه دي

سلیمان لایق