د یوې ښځې غبرګونې ماشومان د دوو پلرونو وختل


twins

په ویتنام کې د جین پيژندنې یوې ټولنې معلومه کړه چې په دغه هیواد کې له یوې ښځې د غبرګونې ماشومانو پلار یو نه دی.

د ماشومانو څيرې له یو بل سره ډېر توپیر درلود ځکه د ماشومانو کورنۍ پرېکړه وکړه چې د هغو جلا جلا ډي این اې واخیستل شي. د ډي این این په ازموینه کې څرګنده شوه چې د دواړو ماشومانو پلار یو نه دی.

داسي ډېر کم پيښيږي. دا پيښه چې (heteropaternal superfecundation) بلل کېږي، هغه وخت کيږي چې ښځه له دوو نارینه وو سره پر له پسې یا له ډېرې لنډې وقفې وروسته نژدې والی وکړي.

د ویتنام په پلازمينه هانوۍ کې د جنیټک ټولنې مشر (دانا لونګ) وايي چې د دوی د ټولنې له لوري د ډي این اې شوې ازموینه سل په سلو کې سمه ده او دا یوه نادره پيښه ده.

د ده په وینا تر دې وړاندې په نړۍ کې داسي یوازې لس نورې پيښې څرګندې شوي دي خو کيدای شي ډېرې وي. ځکه چې په ډېرو مواردو کې د ماشومانو میندې او پلرونه پرې نه پوهيږي او نه هرڅوک د ډي این اې معاینه کوي.

ده د ماشومانو د مور او پلرونو هویت قصداً څرګند نه کړ.

ليکوونکي ايمل ساپی ۱۰/ مارچ/ ۲۰۱۶