هغه خواړه چې په چټکۍ سره اضافي وزن کموي


honig-knoblauch-und-zitrone-11823228 اضافي وزن انسان له پیچلو روغتیايي ستونزو او ناروغیو سره مخ کولی شي. له اندازې زیات خواړه خوړل او فزیکي فعالیت نه لرل د اضافي وزن تر ټولو سترو لاملونو څخه دي.
ځینې داسې خواړه هم شته چې په مرسته يي انسان کولی شي خپل اضافي وزن کنټرول او تر یوې اندازې کمه کړه. دلته مو له هغو خوړو سره اشنا کوو چې په چټکۍ سره اضافي وزن کمولی شي.
کورکمن (زردچوبه):
کورکمن په عمومي ډول د خواړه خوند زیاتولو لپاره استعمالیږي خو د کورکمن زیات استعمال په بدن کې مضر کولیسټرول کموي، ګټور کولیسټرول زیاتوي، په بدن کې د وینې جریان بهتره کوي او انسان د زړه له ټولو ناروغیو څخه ژغورلی شي. له پورتنیو ګټو سربیره دغه خواړه اضافي وزن په کمولو کې هم ډیره مرسته کوي.
لاچي (هيل): 
د لاچي استعمال د بدن میتابولیزم لوړوي او له دې سره د بدن اضافي وزن کمول پیلوي. دغه خواړه د معدې لپاره هم ډیر ګټور دی او استعمال يي د خواړه په هضم کې ډیره زیاته مرسته کوي.
سره مرچ:
دغه خواړه د کیپسې سین په نوم ګټور مواد لري کوم چې د بدن اضافي وزن په اوبه کولو کې له اندازې زیاته مرسته کوي. د سره مرچ له خوړلو ۲۰ دقېقې وروسته د بدن میتابولیزم په ډیره چټکۍ سره کار پیلوي او د اضافي وزن کمیدل پیلیږي.
هوګه:
هوګه ډیرې روغتیايي ګټې لري. په دغه خواړه کې د باکتریا له منځه وړوونکی سلفر شتون لري. د دغه خواړه خوړلو سره له بدن څخه د فاسدو مادو خارجیدل پیلیږي. دغه خواړه د زړه ناروغیو لپاره هم ډیره ګټه لري او د وینې جریان بهتره کوي.
ګبین (شهد):
هر سهار په یو ګیلاس تړمو اوبو کې یوه کاچوغه ګبین اچول او څښل د بدن اضافي وزن اوبه کوي. په طبیعي ډول ګبین یو له هغو خوړو څخه دی چې د اضافي وزن له منځه وړلو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

ليکوونکي: ايمل ساپی / ۱۶/ جولای/ ۲۰۱۶