داعش د خراسان لپاره يو افغان ديني عالم امير ټاکلى


 
 
په عراق او شام کې رامنځته شوې داعش ډلې د خراسان سيمې لپاره افغان ديني عالم مولوي عبدالرحيم مسلم دوست د امير په توګه مقرر کړى دى. په عراق او شام کې د داعش ډلې شاوخوا پنځه مياشتې مخکې خپل خلافت اعلان کړ او ابوبکر البغدادي يې خپل مشر ټاکلى دى، بغدادي له ټولو مسلمانانو غوښتي وو چې له ده سره بيعت وکړي. پاکستاني رسنيو پرون خبر ورکړى چې د داعش ډلې په خپلې وروستۍ پرېکړې کې مولوي مسلم دوست د خراسان لپاره امير ټاکلى کړى دى. د داعش له خوا په اعلان شوي خلافت کې د خراسان سيمه ډېره پراخه ده، په دې سيمه کې بنګله دېش، هندوستان، پاکستان، افغانستان، ايران او د منځني اسيا هېوادونه راځي. د داعش له رامنځته کېدو وروسته مسلم دوست په دې سيمه کې لومړى کس و چې له البغدادي سره يې خپل بيعت اعلان کړى و. مولوي عبدالرحيم مسلم دولت چې له طالبانو سره يې نږدې اړيکې درلودې، پاکستاني ځواکونو تر نيولو وروسته امريکا ته وسپاره او بيا په ګوانتانامو زندان کې څلور کاله بندي و. هغه د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکى دى او په کونړ ولايت کې د سلفيانو د يوې ډلې مشري پر غاړه لري. نوموړي له البغدادي سره د خپل بيعت اعلان د يوې ويډيو له لارې کړى چې په انټرنېټي سايټ يوټيوب او نورو سايټونو کې خپره شوې ده. عبدالرحيم مسلم دوست له ګوانتانامو زندانه تر خوشي کېدو وروسته ((د ګوانتانامو ماتې زولنې )) په نوم کتاب وليکه او بازار ته يې وړاندې کړ. د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقيار وايي چې مسلم دوست نه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له هغوى سره اړيکې درلودې او نه يې هم اوس لري. هغه پژواک اژانس ته ويلي چې له داعش سره د هغه بيعت او اوس د خراسان د امير په توګه مقررېدل به د طالبانو پر ډلې کومه اغېز ونه لري. د نوموړي په وينا، امريکايان پر هغه شکمن وو او د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو څو مياشتې مخکې يې نيولى و او بيا يې خوشى کړ. حقيار زياته کړې چې هغه له زندانه تر خوشې کېدو وروسته د ګوانتانامو زندان په اړه يو کتاب وليکله چې ده ته يې ډېر شهرت ورکړ. دا چې مسلم دوست ولې د خراسان امير مقرر شوى؟ حقيار وايي چې هغه لومړى کس و چې په دې سيمه کې يې له داعش سره بيعت وکړ او بله دا چې هغه له امريکايانو سره ډېر مخالفت لري، دا يې هم يو لامل کېداى شي.

© http://www.benawa.com/details.php?id=62109#ixzz3JEkizJpe         احمد فیصل