افغان تورکښ زړور وزير فتح خان
وزيرفتح خان د سردار پاينده خان زوی د هيواد پياوړی ، باتوره تورکښه او بی باکه جنګيالي چی د مشری ، پوهی ،
هوښياری ، اوځيرکی ، ميړانی او زړورتيا کي د افغان ولس په تاريخ کی ي ساری نه ليدل کيږی.
زمونږ د هيواد ستره سياسی څيره ده چی د سدوزي شاه محمود د واکمنی پر مهال په کورنيو شخړو او جګړو کی ي په
برياليتوب سر راپورته کړی او له همدی امله هغه ته ي د شاه محمود د پوځی ځواکونو د اتل نوم ورکړی .
وزيرفتح خان د خپل ژوند د ورپيښ شوی برخليک په تړاوله ابومسلم خراسانی اويا بابک خرمدين او د سيمی له نورو سترو تاريخی څيرو سره ورته والی لري .
اول : د بيلګی په توګه ابومسلم خراسانی د خپلی ځوانی په شپو ورځوکی د خپلی توري په مټ د خلافت د واکمنی ګډی له امويانو
واخيستله او عباسيانو ته ي وبښله او په پای کي د عباسی د بی پاسه خليفه د( منصوردوانيقی) په لاس په خنجر ټوټه ټوټه شو
دوم : بابک خرمدين طبرستانی د عباسی د خلافت دواکمنی پر وړاندي د خپلو اوږد مهالو جګړو او هڅو په ترڅ کي نيول شوي او پرديو عربو له پلوه ټوټی ټوټی شويدی .
دريم : وزيرفتح خان هم چي د پياوړی ژمنی خاوند سړی وو دوه ځله ي پاچاهی له شاه زمان اوشاه شجاع څخه د توري په زور واخيستله او واکمنیي د سدوزی شاه محمود په ورغوي کښودله خو په پای کي د همدغه نا سپاسه پاچا په لارښونه لومړی
په دواړوسترګو ړوند شو او بيا بند پر بند ټوټی ټوټی شو .
هماغسی چی ابومسلم خراسانی په نولس کلنی کي خپله پښه د سياست په ډګر کيښودله او اتلس کاله ي د عباسی خلافت دواکمنی
لپاره توره وچلوله او په اووديرش کلنی کی ي د دغو ټولو خدمتونو د درناوی په ځای خپله ککره له لاسه ورکړه .
وزيرفتح هم نولس کلنی کی د سياست پر دګر کښودله او د سدوزيو دواکمنی لپاره ي اتلس کاله توره وچلوله او د ناپوه شهزادګي
کامران له پلوه لومړی ړوند او وروسته د کامران د پلار شاه محمود په لارښوونه دګنيو د لښتي په شان بند په بند ټوټه ټوټه شو.
وزيرفتح خان پرته له دي يوه لنډه آه راپورته کړی او يا چيغی ووهی او يا له چا د زړه سواندی غوښتنه وکړی، مړينه ي پرته له کوکارو په ميړاني ومنله ، د نړی په تاريخ کي داسی سړی ونه موندل شی چی له وزير فتح خان د ربړونو او ځورونو په ګاللو کی مقايسه کړای شی دسدوزيو د ډيری بيرحمي او د سړی د قصابیکولو انځورخورا ګران دی .
کچيری نن هماغسی پيښه په سترګوکي را انځورکړو چی د ژوندي سړی د بدن د غړو پريکول او کله چی يولاس ي اتلس ځايه
بند په بند په چړی پريکږی اوبياي وار بل لاس ته رسږی او هغه هم اتلس ځايه بند په بند بيليږی او بياي غوږونه ، شونډوته او پښوته ، او په پای کی د يوی چوغکي په شان ککره له تنه ورڅخه بيله کړی د يو مستند فلم په شان ننداری ته کږدو د انسان د
قضاوت نه وتلی کار دي
کفرکه د مکۍ نه پورته شی بيابه چيرته وي مسلماني
وزيرفتح خان د يوه پياوړی زړور،سرلوړی ځوکمن په توګه ژوند وکړ او د خپل د اعدام پرمهالي بياهم د يوه ننګيالی او درانده افغان په توګه له ربړو، شډلتيا اوځورونو سره سم مړينه د لښکر د هغو مشرانو له لاسه په نه مننونکي ميړاني او سرلوړی ومنله.
او خپلی مړينیي هغو کسانو ته چی د ده د بدن غړي بند پر بند په خنجر وربيلول ور څرګنده کړه .
چی پخپل پياوړی او وسپنيز زغم کولای شی ټول دردونه وزغمي او هيڅکله به شاه محمود او کامران په څير د يوه ناپوه پلار او
زوی ځان مننونکی غوښتنوته سرټيټ نکړ.
خووزيرفتح خان د بند په بند بيلدلو تر ورځی پوری هيڅکله د ځان او کورنی لپاره دواکمنی اوپاچاهی د نيولو هڅه ونه کړه .
ليکوونکی : ايمل ساپی