افغان يمه


زه د لوړو غرونو غرڅنی یمه

ټوپک می په لاس پښتون ځلمی يمه

ننګ غيرت می پاتی د پلرونه دی

جيګه می شمله پرلراوبر کی ميړنی يمه

سل که استعارګرو بې له تورې سره بيل کړمه

وائې هره برخه می د تن چی افغانی يمه

مينه کی ترما غښتلی هم په د نيا نشته دی

داسی پښتنی پيغلو په ګوته شين غمی يمه

په زوربه د وطن يوموټی خاوره چاته ورنکړم

ځک زرغونه اود نازو انا بچی يمه

دی افتادګی کی اوس اغيار پرما ملنډی کړې

زه ايمل نن هم هندوکش او د پامير د غرو زمری يمه

ايمل ساپی / ۰۶/ ۰۳/ ۲۰۱۴/ ويانا ښار