خاين ته څه پاتی شي


چاته سره زر چا ته په شتو کی صرف عزت پاتی شي

د خاين پلار نه ميراثی زوی ته خيانت پاتی شي

ته چی پرد و ترشا ناست د تجزئی ملی جبهی جوړوی

ستا د ولس په وينو رنګ د سره لاسونو سر قيمت پاتی شي

کوم افسوس ولی جفا کوی له ځان اوخپل  پاکی خاوری سره

بيا به سقا و د زوی په شان ځوړند په دار د دی ملت پاتی شي

مسعود پخپله له اوله د روسی د کی،جی،بی غړی وه

کړو طالبانو انتهار شورای نظار ته تل عبرت پاتی شي

ډيرخاينان نورهم پراته دی محقق غوندی تاريخ کنده کی

په چهارآسياب کی به دی هم په کومه ونه بی سيرت پاتی شي

تا په پينځو کالو حکومت کی پښتو ژبه په دری اړه وه

زما په پيړيو سلطنت کی خپله ژبه بی زينت پاتی شي

پښتون  مدام  پخپل  لسټونی  کی  دښمن  ساتلی

ازبک دوستم به لا تر کومه ګيلم جم په نوم شهرت پاتی شي

وائې ايمل وطن او مور يو مسلمان ته ايمان او کعبه ده

څوګ چی کعبه ورانوې د خدای په لعنت پاتی شي

ايمل ساپی ويانا ښار /۲۲ /۱۱ / ۲۰۱۳