د زړه شکوه مي


بادونه   د خزان  مونږه   بهار ته  نه   پريږدي

ظالم  د بڼ  ماليار مونږه   ګلزار ته  نه  پريږدی

اختيارموږ  د ځان نشته  ګوره  دغه   لوی ستم ته

 په  کورکی  مي دننه  څوګ  اظهار ته نه پريږدي

 لاهيڅ  ويلی نشم  چی دا څه  لوبې په  مونږ کړي

دا د سولی   قصابان  مونږه  بل کار ته نه پريږدي

وطن که  زمونږ خپل دی قوانين په کښی پردي دي

دي  يو بام او دوه  هوا نه مونږ بيزار ته نه پريږدي

هرچا چل  او په هنرکی پخپل لومو کی راښکيل کړو

اوس دی رسم  او رواج نه مونږ انکار ته نه پريږدي

تش په  نوم  کی  آزادی  ده  مه غوليږی  هيواد والو

ايمل وايي  دا وحشت  مونږ نور قرارته  نه  پريږدي

۰۵/۰۳/۲۰۰۹