راشه پښتونخواته
راشه چی د شوخو تورو سترګو خمارې درکړم
د سرو شونډو شربت به انارې درکړم
زه يوکجل په تورو سترګو باندی پوری کړم
داسی به د خوب پرځای د مينی بيدارې درکړم
سترګی می لوګی شلی ستا د لارو په څارلو کی
کله به وې دا چی خوری زلفی دی پرمخ د دلدارې درکړم
شين ښايسته لغمان کی به زيارت خپل د بابا وکړو
بيا يخو باغچوکی يخ توتان الينګارې درکړم
د حسن پلوشی می غوړيدلی په هر لورې دې
ښکلې نارنج ګل ته خوشبوئې بيا ننګرهارې درکړم
توری توری سترګې شنه خالونه په تندې لرم
د مينې ويصالونه دوربابا کی شينوارې در کړم
سره سره انګې می ياره تا دې ساتلې
داسی سره ګلونه نن سبا چی قندهارې درکړم
ستا د راتلو لارې په ليمو جاروکومه زه
واوره ايمل جانه په اخلا ص به سلامونه پيښورې درکړم
ايمل ساپی / ۲۷/۰۲/۲۰۱۴ / ويانا ښار