لراوبر نه منم
نور پښتنو کی دغه نوم د لراوبر نه منم
پښتونستان رانه بيل شوې بل دلبر نه منم
ځان به لوګی کړمه پتنګ غوندی وطنه پرتا
پدی ګلشن بيا د پنجاب بوې د عنبر نه منم
خاطر به ويلی زمونږ دره د سپيلنو ډکه ده
شاګی قلعه دی په زړګې پاس په خيبر نه منم
ټوله دنيا دی پښتنو د وطن ننګ کی لرزولی پرون
زړه دښمنان مو داسی وائې غفارخان او صنوبرنه منم
دا چی شملی نيغې په سر تړې پښتون دی که نه
چل د انګريز زور د مغل د دوی همت ته برابرنه منم
ای ستمګره پيښوررمی ولی هسی سرو لمبوکی سوزی
د سکندره رانيولی لاتر اوسه دی بربر نه منم
د انتقام لمبې می بيا راته سينه کی نن موجونه وهی
وائې ايمل افغان دښمنو د فطرت زېراو زبر نه منم
ايمل ساپی / ۲۰/۰۵/۲۰۱۴ / ويانا ښار