نولسمه پيړۍ او د وړو ولسونو پاشل .      


                                                                     


وړې ټولني او پاشلي ولسونه ، ځواکمنو ګاونډيو هيوادونو ته د لاندي کولو او ناروا ګټي اخستني لپاره ښه مارکيټ او بازارونه وه . هر زورور ګاونډي د خپلو وړو او کمزورو ګاونډيو ټولنو او پاشلو ولسونو څخه د خپلو ګټو لپاره کار اخيستی او هغه يې د ځان په ګټه کارول . د اميرعبدالرحمن خان په وخت کي زمونږهيواد په شمالي سرحدي کرښو کې د روسيې زبرځواک سره هم پولی وه چې د ختيز پر لوريې د خپلي امپراتورۍ ريښې په بيړه زغلولې او په سهلي خوا کې يې د انګليسانو داسې لويه امپراتوري پرته وه چې په نږدې لنډ وخت کې يې د افغانستان د لاندي کولو يوه هڅه د افغانانو د پرله پسې او زړورو پا څونو په نتيجه کې ناکامه شوې وه ، خو د بلي نوو هڅو او تلاښ لپاره يې د هيڅ ډول تدبير څخه مخه نه اړوله ، په داسې کړکيچين حالت کې د د وو نړيوالو سترو قوتونو تر منځ د يوې وړي سيمي خپلواکه ساتل د يوه مناسب او وړ تدبير د خپلولواو پلي کولو اړتيا ليدل کيده، د همداسې يوه تدبير په نتيجه کې د اوسني افغانستان سرحدي کرښي د دې دواړو زبرځواکونو تر منځ د داسې ګواښ سيمي په څير پاتي شوی او خپل ژوند ته يې دوام ورکړ، چې نه روس لاندي کړل او نه انګليس تر خپلي قبضې لاندي وساتل ،چي دا د عبدالرحمن خان لپاره د تشويش او نا ارامۍ ډيره مهمه خبره وه ، که د دی دواړو هيوادو سره لږ څه پلوي څرګنده کړیوه ، هغه بل ته د منلو وړ نه وه ، چې داخطره د اميرعبدالرحمن خان لپاره د هيواد د پاشلو او ويشلو سبب ګرځيده .

د نولسمي پيړۍ په ورستيو لسيزو کې دنړۍ د هيوادونو حالات  نظامي برتريو او د نړۍ د پوځي مانورو او فعاليتونو ډګر د وړو هيوادونو ويش رانغاړلی وه ، چې د وخت دځواکمنو هيوادونو يو ستره ستراتيژی، چي مقصد می د اروپائې  هيوادونو څخه دی. چي دوی د نړۍ د نورو ورسته پاته هيوادونو د لاندي کولو او خپلولو لپاره پر له پسې ګامونه اخستل او د خپلي امپراتورۍ د پراختيا لپاره يې د هرې بهانې او وسيلي څخه ګټه پورته کوله او د خپلو هيلو د تر سره کولو لپاره يې د مخامخ جګړه ايزو فعاليتونو څخه بيا تر ډول ډول سياسي چالبازيو او قومي تربګنيو درا پارولو تر بريده ، هره وسيله کاروله . په دي اړه اميرعبدالرحمن خان خپل اند داسې وه : پوهيده چي د اوسني سترو هيوادونو کړه وړه داسی دي چې وړي سيمي د خپلو هيوادونو ملکيت وګرځوي ، او دوړو سيمو او هيوادونو خپلول د بيلا بيلو لارو چارو په وسيله تر سره کړي ، د بيلګي په توګه ؛ د هغوۍ لومړۍ : تدبير دا وه ، چې کمزوري هيوادونه سره په دننه کې وويشي او بيايې د لاندي کولو لپاره زياتي ستونزي نه ويني ؛ د وړو هيوادونو د لاندي کولو دوهمه : طريقه دا وه ، چې ستر هيوادونه پخپل منځ کې د پيښو د را منځ  ته کولو او اړ پيچ د را پيدا کولو په برخه کې هڅوني کوي او پخپلو کي پټ تړونونه کوي ، وايې چې که هغه هيواد ته لاندي کړي اودغه بل زه خپل کړم  نو بيا به موږ خپل په منځ کې يو بل  ته ستونزه نه پيدا کوو ! او دريمه : لار هم سترو هيوادونو د خپلو ګټو د تامين لپاره پيدا کړيده ، هغه وخت چې ستر هيوادونه يو د بل ګاونډيتوب ته رسيږي او د خطر احتمال وي نو بيا دا ستر هيوادونه په خپل منځ کې د يوشمير وړو سيمو اوهيوادونو پرخپلواکۍ کي موافقه کوي ، او دا ښکاره کوي چې پر هغه سيمي او يا هغه هيواد باندي به د واکمنۍ خيال له سره ليري کوو! دې ډول وړو سيمو ته بيا يو ځواکمن هيواد په يوه يا بل ډول ځان نږدې کوي او ورته د دوستۍ کولو وړانديزونه کوي ، او دا وړانديزونه د ډيرو ښو وعدو سره ملګري وي ، لکه دا چې زما اوستا ملګرتوب به دا ګټه هم لري چې د نورو هيوادونو څخه به دي د خطر په وخت کې مرسته کوم او هغوۍ به ستا واکمنۍ ته ګواښ نه شي کيداې ، او په دې ډول نوري وعدې ، هغه وړوکي سيمه يا هيواد خيال کوي چې د زما واکمنۍ په رسميت پيژندلي ده ، خو لا څه موده  نه وې تيره ، چې يوه يا بله بهانه پلمه ورته پيداکړي او يا يې د بيطرفۍ په نه کولو او يا يې د وعدي په ماتولو متهم کړي!!!!؟ او کله ناکله د هغه هيواد اوسيدونکي را وپاروي چې پر تاسو ظلم او تعدې کيږي او په دې ډول يوه دوې نوري خبري ورزياتي کړي ، او بيا هغه خپلواکه سيمه يا هيواد تر خپلي واکمنۍ لاندي راولي ؛ که چيري ګاونډۍ هيواد ووايې چې دا خپلواک هيواد بايد خپلواک پريښودل شي ، په جواب کې يې وايې چې دنوموړي هيواد واکمن زما سره تړون کړۍ او خپله سيمه يې زما په ځواک پوري تړلې ده  او س دا زما د واکمنۍ سيمه ده تاسي حق نه لري چې زما د واکمنۍ پر سيمو بريد يا حمله وکړۍ

ليکوونکی ايمل ساپی