واوره ای افغانه


واوره ای افغانه ته د سترګو تور زما ئې

نور به ته تر کومه د پرد و کولتور راستائې

دلته آزادی کی هسی ځان پوری ملنډی دی

بيابه له مجبوره کډې خپل وطن ته بيائې

ستا ملې غيرت، ايماندارې په خپل اصليت کی ده

د ځان په سپکاوی دی بيا رسوا به د نيا ئې

تاچی د شرابو په نيشه کی خدای هير کړی دی

ناست په هرمعفل کی په ګډا او په نڅا ئې

د پلار نيکه شمله دی ترپښو لاندی غورځولی ده

پروت ئی دی وحشت ته په مزو د اروپا ئې

ډکه د خندا دی خوله نيولې ويده ځان ويښ کړه

خپلو او پرد و ترشا دی سپکې سپورې وائې

زه ايمل به رب ته ستا لپاره څه دوعا وکړم

ته چی د افغان سپيڅلې نوم ته بی پروائې

ايمل ساپی / ۰۲/۰۳/۲۰۱۴/ ويانا ښار